<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-19 22:18:50    
دچين د صادراتی مالونو نندارتون دچين د خارجی تجارت په تاريخ کښی مهم رول لوبوی

cri

واورئ دچين دصادراتی مالونو پنځه نويم نندارتون داپريل په پنځلسمه نيټه د جنوبی چين د ګوانګ دونګ ولايت دګوانګ جو په ښار کښی پرانيستل شو . د چين د تجارت وزير ښاغلی بو سی لی په افتتاحيه مراسمو کښی وويل چه د چين د صادراتی مالونو د نندارتونونو پيمانه په پر له پسی ډول لويه شوی او نړۍ ته د لا زياتو صنعتی تصديو د داخليدو دپاره فرصتونه برابر شوی دی او هغه به دچين د خارجی تجارت په تاريخ کښی ورځ په ورځ مهم رول ولوبوی .

دچين د صادراتی مالونو نندارتون په ١٩٥٧ کال کښی را منځ ته شو چه هر کال په پسرلی او منی کښی د جنوبی چين د کوانګ دونک ولايت د کوانګ جو په ښارکښی جوړيږی، څو چه دچين د خارجی تجارت د تصديو ډول ډول صادراتی مالونه د نړی د بيلوبيلو ځايونو سوداګرانو ته وښيی ، په دی موده کښی به دوی د دغو مالونو داخيستلو په باب خبری اتری او معاملی وکړی، سربيره پردی به دوی د تخنيکونو دصدوراو توريد، بيمی او ترانسپورت په برخو کښی داقتصادی تبادلی په فعاليتونو لاس پوری کړی . په تيرو څلويښتو کلونو کښی په هر نندارتون کښی زيات شميرسوداګران يی ځانته راجلب کړی، خو .تير کال د سارس ناروغۍ د رامنځ ته کيدو له کبله په پسرلنی نندارتون کښی د معاملی اندازی يی کمی وی ، په تيرو شپږو کلونو کښی پرته د تير کال له نندارتون څخه په نورو نندارتونونو کښی يی د معاملو اندازه له لسو مليارډو امريکايی دالرو څخه اوښتی وه چه نوموړی اندازه

لا هم د لوړيدو په حال کښی دی او دڅه دپاسه سلو هيوادو او سيمو څخه راغلی سوداګرو په تيرو نندارتونونو کښی برخه اخيستی ده ..

په دی وروستيو کلونو کښی د ګوانګ جو نندارتون پيمانه په پر له پسی ډول پراخه شوی ده ، په روان نندارتون کښی د غرفو عمومی حجم اوه ويشتوزرو ته رسيدلی چه دغه رقم د تيری دوری د همدی مودی په نسبت په سلو کښی پنځوس زيات شوی دی چه دنندارتون د فعاليت له پيل څخه تر اويسه ښوری يی ډير لوړ ريکارډ قايم کړی دی ،په نندارتون کښی د ايښودل شويوتجارتی مالونو ډولونه له يو لکو پنځوسو زرو نه هم اوښتی دی . دچين د تجارت وزير بوسی لی په افتتاحيه مراسيمو کښی وويل چه اوس د ګوانګ جو نندارتون په چين کښی په يوه داسی مشهوره

بين المللی تجارتی نندارتون بدل شوی دی کوم چه دتاريخ او پيمانی له لحاظه ډير اوږد او لويه ده او د معاملی موثريت يی هم ډيرلوړ د ی چه دچين دخارجی تجارت په انکشافی تاريخ کښی ډير مهم رول لوبوی . له دی امله خارج ته د چين د ورخلاصون پاليسی يوی نوی تاريخی مرحلی ته داخله شوی ده ،چين به د مساوات او متقابلی ګټی پر بنا د نړۍ له مختلفو هيوادو سره اقتصادی او تخنيکی تبادله او همکارۍ پياوړی کړ ی او د نړۍ له ټولو دوستو هيوادو سره به خپلو اقتصادی او تجارتی روابطو ته پراختيا ورکړ ی، نوموړ ی نندارتون به دهری ورځی په تيريدو سره نوموړی هدف ته د رسيدو په خاطر مهم رول ولوبوی .

په نندارتون کښی ايښودل شوی تجارتی مالونه په عمده ډو ل په صنايعو ، نساجۍ د اغوستلو کاليو ، ، خوراکونو او دارو درملو ، دورځنی اړتيا وړ استهلاکی شيانو او سوغاتونو څخه عبارت دی .چه په دی جمله کښی د هغو غرفو شمير چه دمشهورو تجارتی مارکونو محصولات بې وړاندی کړی، دوو زرو شپږو سوو ته رسيدلی چه د تيری دوری په نسبت په سلو اتيا زيات شوی دی ، څو چه په متمرکز ډول د توليداتو د جوړونی صنعت لوړه سويه ليدونکو او ګډونکونکو څرګنده کړی اوپه دی توګه به دچين مشهوروتجارتی مارکونو صادراتی مالونو ته پراختيا ورکړای شی .سربيره پردی په دغه نندارتون کښی د صادراتی مالونو د اخيستلو ټاکلی سيمی هم جوړی شوی دی، څو چه سوداګرانو ته د صادراتی مالونو د اخيستلو خدمت برابر شی ،د فرانسی د کاريفور او ليروی ميرلين په شمول د تجارتی مالونو د اخيستلو

بين المللی ُ ډلی به په ټاکلی سيمو کښی تجارتی مالونه واخلی .

دچين د صادراتی مالونو د نندارتون د سرمنشی مرستيا ل ښاغلی سو پينګ وويل چه د نوموړی نندارتون د بين المللی اغيزی د پراخولو دپاره د غرفو د مساحت او د اړوندو تاسيساتو د ښه والی په عين وخت کښی نوموړی نندارتون د لا زياتو داخلی او خارجی سوداګرانو د راجلبولو دپاره زيات کوششونه کړی دی . هغه وويل اوسنی نندارتون ټول د نړۍ يو لکو شپيتو زرو سوداګرانو ته بلنه ورکړه او په شلو هيوادو او سيمو کښی د خلکو او تجارتی ټولنو په مطبوعاتی ذرايعو کښی يی د اعلانونو تبليغات کړی . برسيره پردی نوموړی نندارتون د خارجی سوداګرانو د راجلبولو دپاره د کار اوه ګروپونه د نړۍ څه د پاسه شلو عمده و هيوادو ته ورليږلی ، څو چه خپل تجارتی مالونه دوی ته معرفی او ليلام کړی .

د خبرله مخی اوسنی نندارتون په دوو مرحلو ويشل کيږی او هره مرحله شپږ ورځی دوام مومی ، لومړی مرحله داپريل له پنځلسمی نيټی نه ترشلمی نيټی پور ی وه او دوهمه مرحله يی له پنځه ويشتمی نيټی نه ترديرشمی نيټی پور ی د ه. د اټکل له مخی څه د پاسه دري لکه تنه داخلی او خارجی سوداګران په دغه نندارتون کښی ګډون وکړی .

د بل خبرله مخی د تجارت د وزيرمرستيال فو ځه ينګ په دی نژديو ورځو کښی دچين د صادراتی مالونو د نندارتون په يوه مباحثوی غونډه کښی وويل چه چين به په راتلونکو څو کلونو کښی د خپل مارک لرونکو محصولاتو د توليدولو په باب ستراتيجۍ تطبيق کړی ، څو چه چين له يو لوی تجارتی هيواد څخه په يو قوی تجارتی هيواد بدل شی .