<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-20 18:16:12    
د کافی څښل د لاندنيو شپږو ډلو کسانو روغتيا ته زيان رسوي

cri
په نړۍ کي ډير کسان، په ځانګړي ډول غربيان د کافی څښل خوښوي . اما د لاندنيو شپږو ډلو کسانولپاره دکافي څښل ګټه نه لری او د دوي روغتيا ته زيان رسوي . لومړني ډله کسان دا دي چه د وينو د لوړ فشار ، د زړه او دشرايينو د رګونو د کلکوالي په شمول ناروغيو اخته دي . ځکه چه عادي کسان که د اوږدې مودې لپاره يا په زياتې اندازې سره کافي څښی ، نو په بدن کی يي د بيوشيمي (کلسترول ) اندازه زياتيږي چه دا د زړه او دوينو د رګونو د ناروغيودراپيداکيدوسبب کيږي . دوهمه ډله کسان هغه ښځې دي چه عمر يي ډير دی ځکه چه که دوي زيات کافیوڅښی ،نو ددوي په بدن کې ضروري کلسيم به کم شي او په دي توګه د هډوکو د سستوالي په ناروغۍ اخته کيږي . دريمه ډله کسان د معدې ناروغان دي . که هغه کسان چه د معدې په ناروغۍ اخته شوي دي ، زيات کافې څښي ، نو ددوي د ناروغۍ حالت نورهم خراب شي ،نو دوي بايد لږ کافی وڅښي يا په هيڅ ډول يي ونه څښي . څلورمه ډله کسان اميندواره ښځې دي . ځکه د اوميندوارو د ښځو لپاره د زياتې اندازې کافي څښل د ناقص يا ساقط ماشوم د پيدايښت سبب کيږي . په عين وخت کی د استراليا د يوې څيړونکې نتيجې سره سم ،که اوميندواره ښځې هره ورځ يوازي څو پياله کافي و څښی ،نو دهغوي دوينو فشار هم لوړيږي . په دي وجه اوميندوارو ښځو ته د کافي څښل ګټه نه لري . پنځمه ډله کسان په هغوسړو پوري اړه لري چه په بدن کې ويتامين ( بي يو) کم دي ، ويتامين (بي يو)د اعصابود سيستم دبرابرۍ اواستقرار د ساتلو لپاره مهم رول لري خو کافی ويتامين ( بي يو) خرابوي . شپږمه ډله کسان د سرطان ناروغان دي . که څوک په ډيره زياته اندازه کافی وڅښي نو هغه به دسرطان دناروغۍ له خطر سره مخامخ شي ـ نو د سرطان دناروغانولپاره ښه به داوي چه هيڅ کافې ونه څښی .