<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-20 21:35:11    
د عربي هيوادونو په نړۍ کی د ښځوپه باب معلومات

cri
واورئ په چين کی د عربي هيوادوپه سفارتخانو کی د ښځو يوه ځانګړی ټولنه شته چه د مختلفو عربي هيوادو د لويو سفيرانو له ميرمنو نه جوړه شويده ٠ د ٢٢ عربي هيوادو د لويو سفيرانو ميرمنی په نوبتي توګه راغونډيږی ، سيمينارونه جوړوی او بسپنې راټولوي چه دوي د چين او عربي هيوادو د خارجي روابطو په ساحه کی يوه داسي ښځينه ټولنه ده چه بايد ور ته په سپکه سترګه و نه کتل شی ٠ نژدي ٥ کاله کيږي چه نيهاد سوکلي چين ته راغلي او په چين کی د اوسيدو وخت يي د نورو عربي هيوادو د لويو سفيرانو د ميرمنو په نسبت اوږد دی٠هغه په چين کی د اردن د لوي سفير ميرمن ده او هم د لويو سفيرانو د ميرمنو د ټولنې مشره ده ٠ هغې وويل چه ډيره خوشحاله يم چه د چين د پيژندلو فرصت لرم او هر څومره چه دلته زما داوسيدو وخت اوږد شي ،هغومره به له دغه ښکلی هيواد سره زما خوښي او خوشحالي زياتيږي ٠ په بيجنګ کی د نيهاد ژوندډير سوکاله او ارام دی ٠ هغه هم ښځه او مور ده او هم ټولنيزه فعاله ده ، نو هغه په ژوره توګه په خپلو اوږو باندی درنده دنده احساسوی ٠هغې وويل چه د ښځې او مور په توګه زه بايد تر خپلې وسی پوري د خپل ميړه دکار ملاتړ وکړم او د اولادونو ښه روزنه وکړم، دغه راز زه د لوي سفير د ميرمنی او د ميرمنو د ټولنې د مشری په توګه هم بايد مختلف فعاليتونه او چاری همانګی او ترتيبي کړم ٠نيهاد هم د مختلفو فرصتونو څخه په استفادی سره چيني ژبه زده کوی٠ هغې په وياړ سره خبريال ته وويل چه اوس زه نيمه چينايي ګرزيدلی يم ٠ د ميرمنو د ټولنې د مشری په توګه د مقرريدو نه وروسته ، نيهاد تر پخوا نه لا بوخته ده ٠ د مرستونونو او د غريبو سيمو د ماشومانو لپاره د نغدی او جنسي بسپنو راټولول ددوې عمده کار دی ٠ هغې په احساساتو سره وويل هرکله چه مونږ د ماشومانو له ليوالتوب نه ډکې سترګی ګورو ، مونږ ته لا نور هم دا احساس پيدا کيږی چه کارمو څومره مهم دی ٠ دغه راز هر کله چه مونږ د نغدی بسپنې د اخيستلو نه وروسته د ماشومانو له خوشحالی نه ډکې څيرې وينو ،نو د خوښي احساس کوو چه دغه ډول احساسات لکه له ماشومانو سره د ميندو احساسات دی ٠ زه فکر کوم چه ټولې ميندی هيله لري چه خپل ماشومان په سالمه اونيکمرغه توګه وروزي ٠ د ميرمنو په نوموړی ټولنه کی زياتې ميرمنی د نيهاد سوکلي په شان په فعاله توګه په ټولنيزو فعاليتونو کی برخه اخلي ٠په چين کی د سودان د لوي سفير ميرمن ناديه اواد يوه ژبه وره اوپوه ښځه ده ٠ که څه هم يو کال کيږی چه ناديه چين ته راغلی ، خو هغې له دغه هيواد سره مينه پيدا کړيده ٠ هغه د چين د پرمختګ چټکوالی ته ډيره حيرانه ده اوهغه په دی نظر ده چه هر چينايي بايدپه خپل هيوادباندی ووياړيږي٠ اوس ناديه د ميرمنو د ټولنې منشي ده اوکه څه هم چين ته د راتګ وخت يي اوږد نه دی ، خو هغې له نيهاد سره د مرستې په کارونو او دندو کی ډير برياليتوبونه تر لاسه کړيدي ٠ ناديه خپل اوسنی کار ډير خوښوی او هيله لري چه د خپل کوشش له لارې به چين ښه وپيژنی او د چين او عربي هيوادوتر منځ د روابطو لپاره به نور هم ښه خدمت وکړی ٠ د عادي وخت د تماسونو له لاری ، د ميرمنو د ټولنې غړو د چين دښځو په باب ډيرزيات معلومات تر لاسه کړيدي ٠ د ناديه په نظر ، د چين ښځې د هوښياري،مهربانی او کلکوالی ښه اخلاق لري ٠ هغې زياته کړه چه په چين کی د ژوند د نيمې برخې په باب اصطلاح په صحيحه توګه په اوسنی زمانه کی د چين د ښځو رول څرګند کړی دی ٠ د عربي ښځو او وسله والو کشالو په باب فورم د مارچ په لومړی نيمايي کی د لبنان په مرکز بيروت کی پاي ته درسيد ٠ د فورم له خوا په خپره شوي وروستي اعلاميه کی د عربي هيوادو حکومتونو او بينالمللي ټولنې ته بلنه ور کړه شوي چه خپل مثبت رول ولوبوی او د قانونی ، انسانې ، مادی او روانی مرستو د ورکولو له لاري دی په وسله والو کشالوکی پرتې عربي ښځی حمايه کړی ٠ د لبنان ، مصر ، سوريي ، اردن ، سودان او بحرين د جمهورريسانو ميرمنو او د ١٥ عربي هيوادو ښځينه استاذو په دی فورم کی ګډون کړی و ٠ په دې فورم کی د بحث عمده موضوعات د وسله والو کشالوله امله د متضررو کسانو يعنی د عربي هيوادو د ښځو مرسته کول ، د عربي ښځو د رول لوبول ، د ښځو روزل او داسي نور ٠ په اعلاميه کی دی ته اشاره شوي څرنګه چه جګړو او وسله والو کشالو په مسلسلو څو کلونو کی دوام پيدا کړی ، نو عربي ښځو په نړۍ کی تر نورو خلکو نه ژور تاوانونه ليدلی دی ، نو د عربي ښځو موضوع بايد د عربي هيوادو او بينالمللي ټولنې د زياتې توجه وړ وګرزی ٠ دغه راز په اعلاميه کی له اسرايلو نه هم غوښتنه شويده چه بايد ژر تر ژره د عربي هيوادو د خاورو اشغال پاي ته ورسوي او د لبنان له جنوبي برخی ، د سوريي د ګولان له لوړې او د فلسطين له خاورې نه خپل ټول عسکر وباسي تر څو چه د فلسطين خلک په خپله خاوره کی خپلواک دولت جوړ کړي ٠ برسيره پر دی ، اعلاميي د بشري حقوقو په خلاف ، په تيره بيا د ښځو ، کورنيو او ماشومانو په حقوقو باندی تيري کوونکي عمليات او د دولتي تروريزم په شمول هر راز تروريزم هم وغندل ٠ اعلاميي له حکومتی ارګانونو او بينالمللي سازمانونو څخه هم غوښتنه وکړه چه د تدبيرونو په نيولو سره دی د وسله والو کشالو له امله عربي ښځو ته رسيدلی کړاوونه کم کړی ٠