<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-21 19:33:57    
د اردو ژبی په اړوند چينی شاعر جانګ شی سوان

cri

واورئ ای ، لو ی ديوال لکه دچين په سينه لګول شوی نښه ده ،

د سپوږمۍ څخه می ستا ښکلی سيوری ليدلی دی،

ته په دنياکښی ډير شجاعانه او توريالی سپور عسکر يی ،

ستاسی کيڼ لاس د بو های بحيری څپاندی اوبه ارامولی شی ،

ستاسی ښی مټ د صحرايی بادونو مخه نيولی شی .

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس دچين د لوي ديوال په نامه په چين کښی د اردو ژبی د شاعر جانګ شی شيوان له خوا ليکل شوی شعر يوه پارچه واوريدله .اوس به مونږ د دغه شاعر په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندی کړو .ښاعلی جانګ شی شيوان د چين يووتلی شاعر دی ، هغه نه يوازی په چينی ژبه شعرونه ليکی ، بلکه په اردو ژبه هم شعرونه ليکی ، دده شعرونه د پاکستان او هند د خلکو او د منځنی ختيځ په سيمه کښی د دغو دوو هيوادونو د اوسيدونکو له خواد تود هر کلی سره مخامخ شوی دی ، د پاکستان مرحوم شاعر ضمير جعفری دده د شعر په ستاينه کښی ويلی و چه د جانګ شی شيوان هر يو شعر د لمبو په شان دی . د پاکستان ادبی انستيتيوټ دده د شعرونو مجموعه چاپه کړی ده . له دی کبله چه د ښاعلی جانګ شعرونه د پاکستان د خلکو په زړونو کښی د چينايانو دوستۍ او احساسات څرګند کړی دی ، د پاکستان حکومت و رته د پاکستان لوړ مدال ورکړی او په دوبی او دوحا کښی د اردود ژبی د ادبياتو ټولنی و رته د سليم جعفری په نامه د اردوژبی ادبی مدال ورکړی دی . په دی وروستيو وختونو کښی زمونږ د راډيو خبريال و رسره مرکه وکړه اوخبريال له ښاعلی جانګ څخه پوښتنه وکړه چه تاسو په کوم وخت او په کوم ځای کښی د اردو ژبی زده کړه کړی ده ؟ ښاعلی جانګ ځواب ورکړ چه ما له ١٩٦٣ کال نه تر ١٩٦٧ کاله پوری د بيجينګ په برودګاستينګ پوهنځی کښی د اردو ژبی زده کړه وکړه ، له ١٩٨٠ کا ل نه تر١٩٨٢ کاله پوری د لوړو تحصيلاتو دپاره پاکستان ته تللی وم . اوس تاسی څه کا رکوی ؟ ښاعلی جانګ وويل، له پوهنتون څخه د فراغت نه وروسته می د چين د مصوری مجلی په مطبعه کښی د ترجمه کولو دنده په غاړه درلوده او د اردو ژبی د مخ چلوونکی وم . په ٢٠٠٠کال کښی د نوموړی دندی څخه تقاعد شوم. تاسو کله د اردو ژبی د شعرونو په ليکلو پيل وکړ؟ ښاعلی جانګ وويل په ١٩٧٩ کال کښی . خبريال ، د روايت له مخی شعر او شاعری په هند ، پاکستان او د منځنی ختيځ په هيوادونو کښی ډير رواج موندلی دی ،د اردو ژبی ديو شاعر په توګه تاسو د دغو هيوادونو د اردو ژبی په مشاعرو کښی حاضر وی؟جانګ وويل ريښتيا ده چه د اردو ژبی شعر او شاعره په دغو هيوادونو کښی ډير رواج لری؟ په حقيقت کښی مشاعره د اردو ژبی د عنعنوی ادب د فعاليت يو ډول شکل دی او خلک و رڅخه ډير خوښيږی ، نوموړی مشاعره عموما په شپه کښی جوړيږی . په لويو مشاعرو کښی ګډون کوونکی شاعران په لس ګونه تنه وی او اوريدونکی يی څوزره حتی لس زرو تنو ته رسيږی ، په کوچنيو مشاعرو کښی ګډون کوونکی شاعران لس تنه دی او اوريدونکی يی په لس ګونه تنه او يا سل ګونه تنه وی . په هند ، پاکستان او د منځنی ختيځ په هيوادونو کښی هرکال په لس ګونه لويی او يا نړيوالی مشاعری جدړيږی ، کوچنی مشاعری خو په هر وخت کښی جوړيږی .هعه وويل د اردو ژبی د يو شاعر په توګه زه د بلنی په اثر څو څو ځله د پاکستان د عربی اماراتو د اتحاد او د قطر په مشاعرو کښی حاضر وم .مثلا د پاکستان د خپلواکۍ د ورځی د نمانځلو دپاره مشاعره ، په ١٩٨٨ کال کښی په ابوظبی او دوبی کښی جوړی شوی بين المللی مشاعره وی ، په ١٩٩١ کال کښی د پاکستان په لاهور ،مردان ، فيصل اباد او ميان چنوکښی جوړ شوی بين اللملی مشاعری ، په ١٩٩٣ کال کښی د کراچی په ښار کښی جوړه شوی نړيوال مشاعره ، په ٢٠٠٠ کال کښی په دوحا او دوبی کښی بين اللملی مشاعره د يادولووړ ده. سربيره پردی ما د شپږو ځلو دپاره پاکستان ته سفرونه کړی وو، د سفرونو په موده کښی ما هم په هغو کوچنيو مشاعرو کښی ګډون کړی و ، کوم چه په کراچی ، لاهور او اسلام اباد کښی د شاعرانو د ټولنی له خوا زما د هر کلی دپاره جوړی شوی وی . خبريال ،په نوموړو مشاعرو کښی ستا د ګډون له امله تاته کومی خاطری او تجربی پری ايښی دی ؟جانګ وويل په ١٩٩٨ کال کښی پاکستان ته زما د سفر په وخت کښی د هغه هوټل د دروازی په وړاندی چه زه پکښی اوسيدم ، د لسو ميترو په اوږدوالی لوحه ځړيدلی وه او ور باندی په چينی ژبه ليکل شوی وو چه ښاغلی جانګ شی شيوان زمونږ شاعر دی ، دی کارما ته ډيره خوشحالی ور وبخښله ، په حقيقت کښی زه په هره مشاعره کښی د اوريدونکو له خواد تود هرکلی سره مخامخ شوی يم ، پاکستان او د منځنی ختيځ هيوادونو ته د سفرونو په موده کښی د محلی ځايونو شاعرانو نه يوازی زما د هر کلی دپاره کوچنی مشاعری جوړی کړی وی، بلکه يی څو څو ځله ما ته بلنه راکړه چه ددوی په کورونو کښی ميلمه شم . زما په نظر ځکه ددوی له خوا زما تود هرکلی وشوچه عمده علت يی دا دی چه زه د اردو په ژبه شعرونه ليکم ، دزړه نه د راپور ته شوی اواز په توګه شعرونه نه يوازی د احساساتو د څرګندولو موثره اله ده، بلکه د دوستۍ او احساساتو د ټينګيدو مزی هم دی .