<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-24 17:36:05    
وروستنی درس

cri

په ١٨٧٠کال کې د جرمني او فرانسې ترمنځ جګړه ونښته ٠ ددې کال د سپتمبر په مياشت کې فرانسوي پوځ جرمني پوځ ته سلامی شو او د ١٨٧١ کال د مې په لسمه نيټه د فرانسې او جرمني ترمنځ د فرانکفورت سوله ايز تړون لاسليک شو چې د هغه له مخې د فرانسې د الساس – لوراين سيمه جرمني ته ورکړې شوه ،جرمني غوښتل چې په دې سيمه کې د فرانسوي ژبې په ځای په جرمني ژبه شاګردانو ته درس ورکړي ، نو په دې حال کې په يوه مکتب کې يو فرانسوي معلم خپلو شاګردانو ته په فرانسوي ژبه خپله وروستنی درس ورکړ٠

په ١٨٧٠کال کې د جرمني او فرانسې ترمنځ جګړه ونښته ٠ ددې کال د سپتمبر په مياشت کې فرانسوي پوځ جرمني پوځ ته سلامی شو او د ١٨٧١ کال د مې په لسمه نيټه د فرانسې او جرمني ترمنځ د فرانکفورت سوله ايز تړون لاسليک شو چې د هغه له مخې د فرانسې د الساس – لوراين سيمه جرمني ته ورکړې شوه ٠ دا کيسه د همغه وخت د حالاتو پو تصوير وړاندې کوي ٠

سهار زه ناوخته له خوبه ويښ شوم او په تلوار سره مې مکتب ته منډه وهله ٠ زما ويره دا وه چې معلم خاميل به مې بيا رټي ٠ په تيره لا دا چې هغه پرون مونږ ته ويلی و چې نن به درس په يادو يادوي ، تراوسه پوري مې دا درس ښه ياد نه دی ٠ يوه شيبه مې فکر وکړ چې له دې درسي ساعت نه وتښتم ، خو بيا مې ځکه جرأت ونه که چې وروسته يې د وهلو غم راسره و٠

هوا ډيره ښه ده ، اسمان شين بريښي ، مرغان د ونو پر څانګو باندې خوږې نغمې غږړي ٠ د نجاري د فابريکې په مخکني ميدان کې يوه ډله جرمني پوځيان ورزش کوي ٠ زما په فکر دا ټول د درس ويلو نه ښه دی ، کله چې د کلي د مشر د دفتر د مخکني ميدان نه تيريدم ومې ليدل چې د يوې لويې لوحې په وړاندې زيات خلک ولاړ دي ٠ د دوو کالو نه راهيسي ټول بد خبرونه لکه د فرانسوي پوځيانو د ماتې خوړلو، د پيسو او مالونو د راجمع کولو او جرمني پوځيانو ته د هغو د سپارلو او داسي نور خبرونه د جرمني د پوځي قومانداني لخوا د خلکو د خبرتيا دپاره ځړول شوي وو٠ ما فکر کاوه کيدای شي چې بيا څه پيښ شوي وي، خو ناڅاپه د کلي اهنګر وخيت ما ته غږ کړ چې بچيه مه وارخطاکيږه ، مکتب ته تګ دې لاوختي د ی ٠ ما ګومان کاوه چې هغه زما سره ټوقې کوي ، هيڅ چې ورته ونه ويل او همداسي مکتب ته په منډه شوم ٠ زمونږ مکتب اصلا د معلم خاميل کور دی او يوازني معلم مو هم همدا خاميل دی ٠ نن د مکتب بڼه بيخي بل شان وه ، د پخوانيو ورځو په شان پکي شورماشور او د زر دروز نه اوريدل کيده ٠ هره خوا د سکوت او خاموشي حکمراني وه ٠ هرشاګرد لکه د بت په شان سوړناست و او د خبروجرأت له هيچا سره نه و ٠ تا به ويل له ټولو سا وتلې ده ٠ ما د ټولګي له کړکۍ نه وليدل چې ټول همصنفان مې په خپلو څوکيو لکه د بې روحه ګوټکو ناست دي ، معلم خاميل چې لښته يې په تخرګ کې نيولې ده د يوه خاص تاثر په حال کې په کوټه کې قدم وهي٠ ما د ټولګې دروازه خلاصه کړه او په ويره ويره ټولګي ته ننوتم ٠ بدن مې لرزي اخيستی و او د معلم خاميل ردوبدو او رټلو ته منتطر وم ، خو عجيبه وه چې هغه زه وليدم خو په قهر راته نشو او په نرمه لهجه يې راته وويل ژر پر خپلې چوکۍ کيښينه چې درس پيل کيږي ٠ زه پر خپل ځای کښيناستلم او چې سر مې راپورته کړ نو ومې ليدل چې معلم خاميل نه خپل هغه تشريفاتي کالي اغوستی کوم چې به يې مکتب ته د لوړ رتبه مامورينو د راتګ په وخت او يا د تهليمي دورې د پای ته رسيدو په مراسمو کې اغوستل د ټولګي تر شا ځيني کليوال هم ارام او خفه ناست دي ٠ معلم خاميل د ټولګي تريبون ته پورته شو او په نرمه او له تاثر نه په ډکه لهجه يې مونږ ته وويل بچيانو دا زما وروستنی ځل دی چې تاسو ته درس درکوم ٠ د برلين مقاماتو حکم کړی چې زمونږ د سيمې په ټولو مکتبونو کې بايد په جرمني ژبه درس ورکړی شي ٠ سبا به نوی معلم راشي چې تاسو ته د جرمني ژبې درس پيل کړي ٠ نن ستاسو دپاره دا وروستنی فرانسوي درس دی ، تاسي بايد په دقت سره زما ننني درس ته غوږ ونيسي ٠ د معلم خاميل له دغو خبرو نه معلومه شوه چې د کلي د مشر د دفتر په مخکيني ميدان کي پر ستره لوحه باندې څه اعلان نشر شوی و ٠

دا زمونږ وروستنی فرانسوي درس دی ، خو تر اوسه ما همدومره کولي شول چې په فرانسوي ژبه لنډې لنډې مقالي وليکم ، له ننه وروسته به په مکتب کې ما ته فرصت په لاس رانشي چې د فرانسوي ژبې درس ولولم ٠ اوس زه څومره پښيمانه يم ، ولې مې هره ورځ خپل ګران وخت خوشي تيراوه ، ولې مې په مکتب کې په سبق نه وايه ٠ پخوا زما کتابونه زما دښمنان وو او کرکه مې تري کوله ٠ خو اوس راته د خوږړ ملګرو په شان خواږه دي او په جدايي يې زما زړه له غمه ژاړي ٠ نن د معلم خاميل سره چې پخوا مې نه غوښتل مخ يې وګورم ، ما د زړه مينه پيدا شوي ده ٠ هغه نن زما په زړه کې ځای لري او غواړم هروخت يې تر څنګ کيښينم ٠ د هغه جدايي به زما دپاره لوي غم وي ٠ دومره غم لکه د پلار جدايي – رښتيا هم چې هغه زمونږ خواخوږي پلار و او مونږ به د هغه په جدايي کې لکه يتيمان داسي وو ٠ما ته د هغه څپيړي لکه د پالر څپيړي ښکاري چې زما د تاديب او تربيت دپاره يې زما په مخ راحواله کولې ٠ نن زه د هغو څپيړو په ارزښت ډير ښه پوهيدم ، نن زه پوه شوم چې ولې معلم خاميل خپل تشريفاتي کالي اغوستی او ولې زيات کليوالان زمونږ سره يو ځای د معلم درس اوري هو هغوي غوښتل چې د معلم خاميل شکريه اداکړي چې کلونه کلونه يې د دوي بجيانو ته تعليم او تربيت ورکړي ٠ ټولو به ويل د معلم خاميل دې کوراباد وي ، مونږ دې راوړي همداسي ځوي چې خپله پوهه او لياقت د نورو د ښه تربيت دپاره وقف کړي او خپل مسوليت د ټولنې په مقابل کې دپيژني ٠ زما له فکر نه د ډول ډول انديښنو ځنځيرونه راتاووو چې ناڅاپه د معلم غږ زما د فکر دغه ټولې زولنې وشلولې راته يې وويل درس له يادو ولوله ٠ زه په مات زړه راپورته شوم ، خپل تت او پاشان فکر مې راټول کړ ٠ خايه په ما رحم وکړي ، که مې درس ياد ته راشي څومره به ښه وي ٠ دوه درې جملې مې لا نه وې لوستلې چې ژبه مې بنده شوه او د ياد کړي درس مارغه مې له سره والوت ، شرميدلی او حجالت د ميز په څنګ کې ودريدم ٠ سر مې ټيټ نيولی و او ځان مې ملامتاوه ٠ معلم خاميل ما ته وويل زه تا نه ملامتوم، پخوا مې ډيره سزا درکړې وه ، خلک ښه وايي چې سبا وخت هم شته ، ته خو اوس وينې سبا به جرمني معلم راشي او درته به ووايي چې تاسي پخپله مورنې ژبه درس نشي لوستلي او مقالې هم نشي ليکلی ٠ وروسته له دې ستاسي ژبه جرمني ده او جرمني ژبه زده کړي ٠ د معلم په خبرو زما شرمندګي نوره هم زياته شوه ٠ هغه ما ته وويل کښينه ، زما خبرې خو دې واوريدې ؟ معلم خاميل بيا د فرانسوي ژبې په باب وويل دا په نړۍ کې يوه ډيره خوندوره او بې نظيره ژبه ده ٠ مونږ يې بايد ښه وساتو او هيڅکله يې هيره نه کړو٠ که کوم ملت د بل هيواد په استعماري منګولو کې راښکيل شي نو خپله ملي ژبه به يې د دغو استعماري پنجونه د نجات يوه ډيره ښه او قوي وسله وي ٠ بيا معلم خپل کتاب راواخيست او د درس په ورکولو يې پيل وکړ ٠ زه خپل ځانته هم حيران شوم چې ولې ددې درس په هکله د معلم په توضيحاتو ښه پوه شوی يم او هره جمله مې لکه د کاڼې کرښه د فکر په لوحه حکاکي شوي ده او ولې مې د درس معنی دومره ښه درک کړې ده ؟ د دې درس نه وروسته بيا د خطاطي تمرين و ، معلم پر توره تخته باندې په ښکلي فرانسوي ژبه دا جمله ليکلې چې فرانسه او الساس – لوراين ٠ مونږ ټول هم په ډير دقت سره دا جمله وار په وار وليکله ٠ د ټولګي فضا ډيره ارامه وه ٠ د قلم او کاغذ له کسار او کړهار نه نور اواز نه اوريدل کيده ٠

ناڅاپه په کليسا کې دوولس واره زنګ ووهل شو او په عين وخت کې د چرمني عسکرو د ورزش د ختميدو بيګل وغږيد٠ معلم خاميل له خپلې څوکۍ نه راپورته شو او په ټيټ اواږ يې مونږ ته وويل زما شاګردانو – زه ٠٠٠٠ زه به ٠٠٠٠ هغه خپله خبره نه وه پوره کړې چې ستونی يې بند شو او سترګې يې له اوښکو نه ډکې شوې او يو تباشير يې راواخيست او پر توره تخته يې په ډير ښکلي او جلي خط وليکل تل دې وي فرانسه ٠ هغه ديوال ته ډډه ووهله او نور يې هيڅ ونه ويل ، يوازي د لاس په اشاره يې مونږ پوه کړو چې درس مو خلاص شو په مخه مو ښه ٠