<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-25 17:36:24    
له هيواد څخه وتلی مينه ___د افغان يتيم ماشومانو سره د مرستې په غرض د چين عمليات لا هم روان دی(لومړنی برخه

cri

واورې ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د تيرکال په همدی موده کی د جنوبي چين د ګوان دونګ ولايت په مرکز ګوانګ جو او د چين په نورو ځينو ښارونو کی په هغه فعاليت لاس پوري شو چه هدف يي د افغانستان دبي وزلو يتيم ماشومانو لپاره د پيسو راجمع کول و ترڅو په دغو پيسوپه افغانستان کی دوه ښوونځی جوړشی او په هغو کی افغان يتيم ماشومان د زده کړې لپاره ومنل شي . د نوموړی فعاليت په اړوند يو لړ مضامين مو په خپلو پروګرامونو کی تاسو ته وړاندی کړی وو . ښايي چه اوريدونکی دوستان زمونږ په شان د دی فعاليت د دوام سره زياته علاقه او پاملرنه ولري . په دي وروستيو ورځو کی زمونږ د پښتو څانکې خبريالی سياو د ګوان جو ورځپانې د اخباری ډلې په اړه نړۍ ته د کتنې په نامه د مجلې له مرستيالې او عمومي منيجرې جو چي سره تيلفونی مرکه وکړه . دوي د دغه ګټور فعاليت له عمده وو تنظيم کوونکو څخه شميرل کيږي .

 د نوموړي فعاليت يو لوي هدف دا و چه د چين له ټولنې څخه د پيسو راجمع کولو له لاري د افغان يتيم ماشومانو او کوچنيانو لپاره دوه ښوونځی جوړکړی شي . زمونږ خبريالی لومړي د تيرکال په سرکې د نوموړي فعاليت د پيل کيدو راهيسي د اړوندو کارونو د دوام او په افغانستان کی د دوو ښوونځيو د جوړيدو د بهير په هکله له ميرمنې جو څخه پوښتنه وکړه .

هغې وويل : تيرکال مو په ګوان جو او د هيواد په نورو ځينو ښارونو کی په دغه فعاليت پيل وکړ ، زياتو هيوادوالو، په ځانګړي ډول د ګوان جو ښاريانو په فعاله توګه پکي برخه واخيستله او يوازي د تيرکال په لومړنيو څو مياشتو کی د څه دپاسه دوو مليونو يوانو ژن مين بي په اندازه پيسې راټولی شوی او د چين د سره صليب د ټولنې او د چين د لوي سفارت له لاري يي د افغانستان اسلامې انتقالي دولت ته وسپارلی. د تيرکال د اکتوبر په ١٢ نيټه په نوموړو پيسو د دوو ښوونځيو د جوړيدو د پيل مراسم په کابل کی په رسمی توګه پرځای شول . د چين لوي سفير سون يو شي او ميرمن يي ، د افغانستان د انتقالی دولت د پوهنې د وزارت يوه مرستيال او د اړونده ښوونځی مدير او څه نا څه شپږو سوو تنو شاګردانو په دي مراسمو کی ګډون کړی و .

 د ميرمنې جو په قول ، په کابل کی د ښوونځی نوم د چين او افغانستان د دوستۍ ښوونځی دی او ١٦ درسی کوټې، دوه دفترونه او نور ضروري تاسيسات لري او په هغه کی به ١٢٠٠ تنه زده کوونکی ومنل شي . بل هغه ښوونځی دی چه د افغانستان د پوهنې د وزارت د يوه معين په ټاټوبی کی د جوړيدو په حال کی دی او په کابل کی د نوموړي ښوونځی په شان به د می په مياشت کی هم په بشپړه توګه جوړشي . ټاکل شوی ده چه د می په ٢٣مه نيټه د نوموړو ښوونځيو دبشپړيدو مراسم په کابل کی ترسره شي او په دي مراسمو کی د ګډون لپاره به د چين د ګوان جو ښار د بيلا بيلو ټولنو د شخصيتونو په ګډون ١٣ کسيز دوستانه پلاوي افغانستان ته سفر وکړي .

 د نوموړو ښوونځيو دبشپړو جوړيدو د يادونې په ترڅ کی ميرمنې جو چی په دي ټينګار وکړ - د افغانستان يتيم ماشومانو ته د نوموړو دوو ښوونځيو د جوړولو لپاره پيسې د چين د ولسي سياسي مشورتی کنفرانس په اړه د ګوان جود ښاری کميټې او د ټولنی د بيلا بيلو محافلو د وګړو لخوا راټولې شوې اوپه افغانستان کی دنويو ښوونځيو د جوړيدو په هکله زيات کارونه د چين د سفارت د لوي سفير سون يو شی او نورو ديپلوماتانو ، دغه راز په افغانستان کې د چين د ځينو ساختمانی کمپنيو لخوا ترسره شوی دي چه په دي بهير کی د افغانستان د پوهنې وزارت پوره ملاتړي او مرسته برابره کړی ده . نو مونږ ويلی شو چه په افغانستان کي د دغو دوو ښوونځيوجوړيدل په رښتيا سره د چين او افغاستان د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ څرګندوی دی او د ټولو د ګډو زيارونو او هلوځلو په بدل کی ترلاسه شوي موفقيت ګڼل کيږي .

 ورپسی ميرمنی جوچي د نوموړي پلاوی د غړيتوب ، سفري مرام او په کابل کی د راتلونکو فعاليتونو اوپلان په باره کی د خبريالی پوښتنو ته ځواب وکړ او و يي ويل _ د راتلونکی پلاوي پوره نوم - د ګوان جوښار د خلکو دوستانه هيات دی چه مشر به يي د سياسی مشورتی کنفرانس د ګوان جو د ښاری کميټې رييس ښاغلی چينګ کای جه وي . په چين کی ټولو ته معلومه ده چه ښاغلي چينګ کای جه له خپلو هيوادوالو سره خورا ژور احساسات او مينه لري او له غربت څخه د بزګرو د خلاصون سره د مرستې له امله يي ډير شهرت او احترام موندلی دی . هغه نه يوازي دننه په هيواد کی د غربت د له منځه وړلو لپاره ډير زيات ګټور کارونه ترسره کړي ، بلکه يي د مينې نه ډک زړه يي د نړۍ له نورو مصيبت ځپلو خلکو سره تړلی دی . دا يو ښه او څرګند مثال دی چه له افغان يتيم ماشومانو سره دپاملرنې او مرستې په دغه فعاليت کی هغه خپل پام اړولی او زيات مهالونه يي نيولي دی .

 د ښاغلي چينګ کای جه د پيژندنې په باب لږ څه معلومات تيرکال زمونږ په خپرونه کی خپاره شوي وو . باورلرو چه اوريدونکو دوستانو به هغه اوريدلی وی . ميرمنې جو زياته کړه چه په راتلونکی پلاوي کي به د ګوان جو ښار د ښځواو کارګرو د اتحاديواو د تعليمی چارو د ادارې له استازيو څخه پرته ، له خارج سره د دوستانه اړيکی په برخه کی د ګوان جو ښاريانو د نمونوي استازي په حيث ميرمن اينګ جې هم شامله وی . سر بيره پردي ، د ګوان جو ښار تيلويزيونی سټيشن او نړۍ ته د کتنې په نامه مجله به د اړوندو خبرونو او راپورونو د ليکلو لپاره خپل خبريالان هم واستوي .

 ګرانو اوريدونکو ، په نننی پروګرام کی د وخت د محدوديت له امله مو يوازي د هغې مرکې لومړنی برخه خپره کړه چه له افغان يتيم ماشومانو سره د مرستې د فعاليت د عمده تنظيم کوونکی يونټ _ نړۍ ته د کتنې د مجلې له مرستيالې او عمومی منيجرې جو چي سره مو وکړه او عنوان يي و _ له هيواد څخه وتلي مينه . مهربانی وکړئ چه د بلې اونۍ په همدي پروګرام کی به د نوموړې مرکی دوهمه برخه واورئ . ډيره مننه !

 ( تصوير : دجګړو له امله پخوانی ښوونځی او درسي کوټې ويجاړې شوی او شاګردان اوس په ميدان کی درس لولي )