<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-26 15:12:39    
دروان کال په لومړنيو درو مياشتو کښی دچين د اقتصاد زياتوالی په سلو کښی له نهو نه اوښتی و .

cri

واورئ دچين د دولتی احصائيوی اداری مطبوعاتی نطاق ښاغلی ځينګ جينګ پينګ په دی وروستيو وختونو کښی وويل چه د روان کال په لومړنيو درو مياشتو کښی د چين ملی اقتصاد په چټکۍ سره وده کړی ده ،د داخلی توليداتو عمومی ارزښت دوو زرو اوو سوو مليارډو ژن من بی يونو ته ورسيد او دغه رقم دتيرکال د همد ی مودی په نسبت په سلو کښی نه اعشاريه اوه زيات شوی دی .

له هغه تازه احصائيوی ارقامو څخه چه په دی نژديو ورځو کښی د چين د دولتی احصائيوی اداری له خوا برابر شوی ، څرګنديږی چه د روان کال په لومړنيو درو مياشتو کښی دچين زراعتی چارو په ثابت ډول وده کړی ،د غلودانو د کرلو مساحت لږ څه زيات شوی ، د صنعتی تصديو ګټی ډيری زياتی شوی او خارجی پانګی په سلو کښی پنځوس زياتوالی موندلی دی .د کليوالو او ښاريانو د عايداتو زياتوالی په سلو کښی له نهو څخه اوښتی دی .برسيره پردی په لومړنيو درو مياشتو کښی دچين وارداتی او صادراتی عمومی اندازه دوه سوه څلويښتو مليارډو امريکايی ډالرو ته ورسيده چه دغه رقم د تيرکال د همدی مودی په نسبت په سلو کښی څلويښت زيات شوی چه په دی جمله کښی د وارداتو زياتوالی په سلو کښی له څلويښتو څخه اوښتی دی ، واردات او صادرات سره برابر و، تجارتی بيلانس اتو مليارډو څلورو سوومليونو امريکايی ډالرو ته ورسيد .د مارچ ترپايه پوری دچين د خارجی اسعارو د ذخيری اندازه څلورسوه څلويښتو مليارډو امريکايی ډالرو ته ورسيده چه دغه رقم د تيرکال د پای په نسبت شپږ ديرش مليارډو ډالره زيات شوی دی .دچين د دولتی احصائيوی اداری مطبوعاتی نطاق ښاعلی ځينګ جينګ پينګ په هغه مطبوعاتی کنفرانس کښی چه په دی نژديو ورځو کښی د چين ددولتی شورا له خوا جوړ شوی و ،وويل چه دروان کال په لومړۍ ربع کښی دچين داقتصادی حالاتو د څرګندولو په باب هغه وويل په عمومی توګه زمونږ اقتصادی حالات ښه وو ، په دغو پنځو برخو ويشل کيږی . لومړۍ ملی اقتصاد په مداومه توګه په چټک سرعت سره وده کړی ده ،دوهم اقتصادی موثريت او ګټی لا هم نسبتا ښی وی. دريم، د اوسيدونکو لګښت نسبتا په ثابت ډول زياتوالی موندلی دی . څلورم د خارجی تجارت او د صدرو زياتوالی لا هم ډير چټک و او زمونږ له اټکل نه ښه دی . پنځم ، خارجی سوداګران دچين د پانګه اچوونکی چاپيريال په مقابل کښی پوره ډاډ اواطمينان لری .دغه مامور دا هم زياته کړه چه د روان کال په لومړنيو درو مياشتو کښی دچين په خارجی تجارت کښی ځکه بيلانس را منځ ته شو، عمده علت يی دا دی چه د انرژيو، اومه موادو او ماشينی تجهيزاتو د توريد زياتوالی نسبتا چټک و

له نوموړی احصائيوی معلوماتو څخه هم څرګندشوی چه دروان کال په لومړنيو درو مياشتو کښی دچين د ښاريانو او کليوالو د عايداتو د زياتوالی ګراف په سلو کښی له نهو څخه اوښتی دی چه په دی جمله کښی د بزګرو د عايداتو د زياتوالی د بطی کيدو حالت لږ څه ښه شوی دی ، په دی ډول ددوی عايدات له ښاريانو سره په مشابه سرعت سره زيات شوی دی .نوموړی نطاق وويل چه د بزګرو دعايداتو د زياتوالی علتونه په دی ډو ل دی چه د چين دولتی شورا تل د بزګرو د عايداتو د زياتوالی د بطی کيدو په باب مسالی ته ستر اهميت ورکوی،او داسی عمده تدبير يی غوره کړی دی چه د اقتصاد د عمومی کنترول او تنظيم له لحاظه نوموړی مساله حل کړی ، مثلا په لومړی ربع کښی د بزګرو د مالياتو د کميدو ګراف په سلو کښی شپږ ديرش اعشاريه دری ته ورسيد ، دوهم مهم علت يی دا دی چه د زراعتی محصولاتو د پلورلو له لاری ترلاسه شوی عايدات په ښکاره توګه ډير زيات شوی دی ، دريم علت يی دا دی چه د بزګرو د هغو عايداتو د زياتوالی ګراف نسبتا چټک دی کوم چه د نورو کارونوله لاری يی تر لاسه کړی دی

د تحليل له مخی دروان کال د پيل نه راهيسی دچين اقتصاد په چټکۍ سره وده کړی ، دا د اقتصادی ودی د داخلی حياتی قوت په پياوړتيا او چاپيريال په ښه والی پوری اړه لری ، مګر ښاغلی ځنګ جينګ پينګ وويل چه د چين د اقتصادی چټکی ودی په عين وخت کښی ځينی وتلی مسالی هم موجودی دی ، مثلا په ثابتو دارايو کښی د سرمايه ګذارۍ پيمانه ډيره زياته ده او زياتوالی يی ډير چټک د ی. هغه وويل په اوسنی وخت کښی په اقتصادی وده کښی موجودی وتلی مسائلی په دی ډو ل دی چه په ثابتودارايو کښی د پانګه اچونی زياتوالی ډير چټک شوی اود ځينو کسبونو څانګو او سيمو په کورکورانه او پټو سترګو پانګی اچولی او په تکرار سره يی ځينی پروژی او پروګرامونه اباد کړی او په دی اثر د عمده و اومه موادو ، انرژيو او ترانسپورت نرخونه جګ شوی دی او داسی نور .ښاغلی ځنګ جينګ پينګ وويل چه دچين حکومت د اقتصادی ودی په بهير کښی په را منځ ته شويو دغو مسائلو پوره پوه شوی دی .د اقتصاد د هماهنګ او سالم انکشاف د ساتلو دپاره د تير کال د دوهمی نيمايی نه راهيسی دچين حکومت د نوموړو مسائلو د حل دپاره د مځکو د اداری کولوپه باب جدی نظام تطبيق او نور يو لړ تدابير يی نيولی دی ،اوس د دغو تدابيرو موثريت ګام په ګام لوړشوی دی .