<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-28 21:21:56    
د شخصي جايدادونو ثبتول نوي رسوم وقت ګرزيدلي دي

cri
د چين په اساسي قانون کې په وضيحه توګه ټاکل شوي چه شخصي جايدادونه د قانون تر حمايت لاندې دي ، پخوا د کورنې د جايدادونو په هکله د خلکو معلومات نسبتأ تنګ وو ٠ د عنعنوي معفکورې له مخې په يوه کورنې کې جايدادونه چه د واده نه وروسته يا مخکې رامنځ ته شوي ، ټول د کورنې د ښځي او خاوند د دواړو مشترک جايدادونه دي په چين کې د واده په هکله دا عادت لري د واده نه د مخه د ناوي پلار دو مور بايد د خپل لور له پاره جامې، موبلونه او جواهرات تياري ونسي او د زوم پلار او مور دي د خپل زوي له پاره هستوګنځي ، موبلونه ، برقي سامانونه چمتو وکړي ٠ د عنعنوي معفکورې له مخې د واده نه وروسته نوموړي ټول جايدادونه دکورنې ګډ جايدادونه ګڼل کيږي ٠ له دي امله چه دغه ټول جايدادونه په اړوند محضري سازمان کې نه دي ثبت شوي ، نو کله نا کله د کورنې هغه کشمکش رامنځ ته کيږي چه د جايدادونو له امله راپيدا شوي دي ٠ خو په دي وروستيو کلونو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د ټولنيزې ترقې په لا پرمختيا سره په چين کې د مساوت او خپلواکۍ د غوښتنې په هکله د خلکو ايډيالوژۍ هم مخ په پياوړي کيدو دي ٠ په دي هکله د کورنې د جايدادونو په نسبت د خلکو ځينې عنعنوي نظريي بدلې شوي دي ٠ د محضري کولو له لارې خپل شخصي جايدادونه د قانون تر حمايت لاندې رواستل د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اچرا کيدو نه وروسته رامنځ ته شوي نوي کار ګڼل کيږي ٠ ميرمن يوان سين خوا او له خپل خاوند سره د بيجينګ د شه جنګ شان په ناحيه کې اوسيږي ، د دوي اوسنې هستوګنځې د ميرمن يوان د مور له خوا ور ته ورکړ شوي ، د هغې د واده په وخت کې د خاوند مور او پلار د دوي له پاره اسبابونه او تلويزيون ، يخچال او ايرکنديشين واخيستل ٠ د واده نه وروسته دوي وادړه ټول د واده نه دمخه د راوړل شويو شخصي جايدادونو د محضري کولو موافقي ته رسيدلي دي ٠ ميرمن يوان خبريال ته وويل چه د واده نه دمخه مو د خپل خپل شخصي جايدادونو د محضري کولو په باب موافقه درلوده ، د مور له خوا ما ته ورکړ شوي هستونګنځي زما په شخصي جايداد پوري اړه لري ، دجايدادونو د محضري کولو په باب غوښتنه زما له خوا وړندې شوې ده او خاوند مې هم موافقه درلوده ٠ له دي امله چه د جايدادونو د محضري کولو چاري په چين کې نسبتأ ناوخت رامنځ ته شوي ، د عنعنوي معفکورې تر تاثير لاندې په چين کې يو شمير خلک تر اوسه دغه نوي کار نشي منلي ٠ د دوي په نظر که د واده نه وروسته د خپل جايدادونو له پاره محضري وکړي ، حتمأ به د ښځې او خاوند ترمنځ احساساتو ته زيان ورسيږي ، ددې مسئلې په هکله خبريال له ميرمن يوان څخه پوښتنه وکړه چه ستاسي د هستوګنځې د محضري کيدو نه وروسته ستاسي او د خاوند ترمنځ احساسات تر ناوړه اغيزي لاندې راغلي دي که نه ؟ ميرمن يوان وويل زما په نظر په يوه کورنۍ ګې ښځه او خاوند بايد يو بل ته احترام وکړي ، که د دواړو خواوو ترمنځ احساسات د پيسو پر نبسټ باندې ولاړ وي ، دغه ډول احساسات به تينګ نه وي ٠ په چين کې د اړوندې پلټنې سره سم په دي وروستيو کلونو کې د چين په يو شمير لويو ښارونو کې مخ په زياتيدونکي ځوانان له دي کار څخه د ملاتړ رويه غوره کوي ٠ د دوي په نظر په اوسنې ټولنه کې د انسانانو مساوي او خپواک مقام دي احترام وشي زلمي شين هاو يان د بيجينګ په يوه شرکت کې کار کوي او واده يي نه دي کړي هغه خبريال ته وويل چه زما په نظر د هغو شخصي جايدادونو له پاره چه د واده نه د مخه له ځان سره وړل شوي ، محضري کوي ، يو طبيعي کار دي ، ښځه او خاوند د واده نه د مخه يا وروسته خپل مساوي مقام لري او ټول دا حق لري چه خپل شخصي جايدادون ترتيب کړي ٠ د خبريال د مرکې په ترڅ کې زياتره ځوانان ټول همدغسي نظريي لري له دي نه څرګنده شوي چه د چين د إصلاحاتو او درخلاصون په چټکه پرمختيا سره په بيلا بيلو ساحو کې د خلکو په معفکوره کې ډير ستر بدلون رامنځ شوي دي ٠ ويل کيږي چه دا هم د ټولنې د ستر پرمختګ يو يو څرګندوي دي ٠