<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-01 18:04:18    
د علمې ميتود سره سم د مڼو خوړل د ځينو ناروغيو وقايي او تداوي ته
ډيره ګټه لري

cri
ټولو ته معلومه ده چه مڼې ډير لوړغذايي قيمت لري .که د بدن د روغتيايي حالت
اوعلمی طريقې سره سم يي وخوري ، نو حتما به د ځينو ناروغيو وقايي او روغتيا ته
ډيره ګټه ورسول شي .

مثلا د قند په ناروغۍ اخته شويو کسانو او چاغانو لپاره دتريوو مڼو خوړل مناسب
دی د زړه او د وينې د رګونود ناروغيود وقايي او علاج لپاره دي خوږې مڼې وخوړل شي .که د چاکلمو حرکت عادي نه وی او وچ وي ، نو هغه بايدلومړي مڼې په جوش
اوبو کی پخې کړي او بيا يي وخوري . د ويده کيدو او خوب کولو نه مخکی د تازه
مڼوخوړل په خوله کی د ميکروبونود وژلو اغيزه لري . د تازه مڼو د شربت څښل
د ټوخی او د ستونې د خرخري علاج ته ګټه لري . د مڼو خوړل که خامې و خوړل شي
يا پخې، ټولې دوينو د کمبودد ناروغۍ دعلاج لپاره ګټورې دي . د مڼو په عناصرو
کې د ايودين برخه په جلا جلا توګه د کېلې اونارنج له اتواوديارلسو چندو سره
برابره ده ،نو په دي وجه مڼې دايودين د کموالي له امله د رامنځ ته شوي ناروغۍ
دوقايي او تداوي لپاره ډير غوره خواړه ګڼل کيږي .
د چاغانولپاره دا ضروري ده چه د هرې اونۍپه يوه ورځ کي دتازه مڼو نه پرته نور
خواړه لږ وخوري چه دا په لومړي مرحله کی د بدن د چاغيدو د مخنيوۍ لپاره غوره
وسيله ده . دمڼو په عناصروکی څو ډوله ويتامين ،معدنې عناصر، قند، غوړي او
داسي نورعناصر شامل دي چه دغه ټول غټ دماغ ته لازمه غذايي مواد برابروي .
که د چا د بدن په دننه کی د اور له امله په شونډې يي وچې وي ، غاښونه او ژبه يي
پړسيدلي وي ، نو يوازي هره ورځ يوه هغه مڼه وخوري چه په يخو اوبوکی اچول
شوي وي او داوبود جوش کولونه وروسته يي فورا و باسي او له پوستکي سره
يي يوځاي وخوري ، نو په دی طريقه د مسلسلو اوو يا لسو ورځو نه وروسته روغ
اوجوړيږي .