<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-02 19:15:11    
له هيواد څخه وتلی مينه ___د افغان يتيمو ماشومانو سره د مرستې په غرض د چين عمليات لا هم روان دی (دوهمه برخه )

cri
د تيرکال په همدی موده کی د جنوبي چين د ګوان دونګ ولايت په مرکز ګوانګ جو او د چين په نورو ځينو ښارونو کی په هغه فعاليت لاس پوري شو چه هدف يي د افغانستان دبي وزلو يتيمو ماشومانو لپاره د پيسو راټول کول و ترڅو په دغو پيسوپه افغانستان کی دوه ښوونځی جوړشی او په هغو کی افغان يتيم ماشومان د زده کړې لپاره ومنل شي . د نوموړی فعاليت په اړوند يو لړ مضامين مو په خپلو پروګرامونو کی تاسو ته وړاندی کړی وو . ښايي چه اوريدونکی دوستان زمونږ د دی فعاليت د دوام سره زياته علاقه او پاملرنه ولري .د يوې اونۍ نه دمخه زمونږ د پښتو څانکې خبريالی سياو د ګوان جو ورځپانې د اخباری ډلې په اړه نړۍ ته د کتنې په نامه د مجلې له مرستيالې او عمومي منيجرې جو چي سره تيلفونی مرکه وکړه . دوي د دغه ګټور فعاليت له عمده وو تنظيم کوونکو څخه شميرل کيږي .
د يکشنبه مو نيکمرغه په تير پروګرام کی موتردی عنوان لاندي د نوموړې مرکې لومړنی برخه اوريدلې وه چه له هيواد څخه وتلی مينه ___د افغان يتيم ماشومانو سره د مرستې په غرض د چين عمليات لا هم روان دی . اوس به د نوموړې مرکې دوهمه برخه تاسو ته وړاندی کړو .
د مرکی په لومړنی برخه کی مو هغه خبره راياده کړه چه ټاکل شوي ده چه د ګوان جو ښار د خلکو دوستانه پلاوي به د می په ٢٣مه نيټه افغانستان ته سفر وکړي . د دغه سفر د مقصد په باره کی ميرمنې جو چی داسي وويل-زمونږ لومړنی هيله داده چه په افغانستان کی هغه دوه نوي ښوونځی چه دچين دزرهاو خلکو او کوچنيانو د مينې او پاملرنې دڅرګندولو لپاره جوړيږي ، له نژدي څخه په خپلو سترګو وګورو ، تر څو د ګوان جود ښاريانو په ګډون چينی خلکو ته د قناعت وړ ځواب ورکړو . په عين وخت کی غواړو چه زمونږ د دغه ډول واقعی عملياتو له لاري دافغانستان حکومت اوافغان ماشومان دا احساس کولی شي چه ددوي ګاونډي هيواد _ چين يو داسي دوست ملک دی چه د زړه له کومی ورسره پاملرنه او مرسته کوي او د چين ولس ددوي دايمي او وفاداره دوستان دي . ميرمنی جو زياته کړه چه مونږ به دګوان جو ښار د ځينوصنعتګرانو په استازيتوب د افغانستان له ماشومانو سره ددوي مينه او پاملرنه هـم څرګنده کړو .
کله چه تيلفوني مرکې دوام درلود ،نو ناڅاپه د خبريالې غوږته هغه اواز ورسيد چه د منيجرې جوچي په دفتر کی د بل تيلفون زنګ راپورته شو .دنوموړي تيلفون له لاري هغې ته دا خبر ورکړ شو چه په هماغه ورځ يعنی د اپريل په ٢١نيټه د چين د ملکی هوايي شرکت له لاري افغانستان ته د لويديځی امريکې د هلکانو د جامو اوکاليو دری زره جوړې سوغاتونه وړل شوی دي ترڅود تحفې په توګه د چين او افغانستان د دوستی د نوموړو دوو ښوونځيو زده کوونکو او ښوونکو ته ورکړي شي .
د ميرمنی جو په قول کابل ته د پلاوي د رسيدو نه وروسته به نوموړو شاکردانو او ښوونکو ته د زده کړی او تدريس د ضروري سامان الاتو داخيستلو لپاره پيسې هم ورکړی شي . ميرمنې جو چي په افغانستان کی د پلاوي دراتلونکو سفري مرام او اجنداوو په هکله د خبريالې پوښتنی ته هم ځواب ورکړ او و يي ويل-افغانستان ته د رسيدو نه وروسته پلاوي به د چين د لوي سفارت د ترتيباتو له مخی نوموړو دوو ښوونځيو ته و لاړشي او هلته به له زده کوونکو او ښوونکو سره خبرې اود نظريو تبادله وکړي او د چين د خلکو مينه او دوستانه احساسات به دوي ته څرګندکړي او په عين وخت کی به د افغان ماشومانو سره د پاملرنې او مرستې د فعاليت د دايمی دوام په نسبت ددوي خيالونه او نظريات واوری او د دواړو خواوو ترمنځ به ددايمې اودوستانه راکړوورکړو په باب د پلان د جوړولواحتمال وڅيړي .
ميرمنې جو خپلوخبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل ، پلاوي دا خيال هم لري چه دافغانستان د انتقالی دولت د پوهنی د وزارت له مامورينو سره غونډه وکړي او ددوي له لاري دافغانستان د پوهنی او ماشومانو د واقعيتونو په باب معلومات ترلاسه کړي او په دي اساس به راتلونکی مرسته ورکوونکی اوعملياتی پلان جوړکړی .دغه شان د افغانستان د بيا رغاونی دبهير د پرمختګ په اړوند دمعلوماتو لاس ته راوړل د پلاوي د راتلونکی سفر له اهدافو څخه هم شميرل کيږي . ځکه چه د ګوان جو صنعتګران د پانګه اچونې په وسيله د افغانستان دبيا رغاونی په بهير کی د برخې اخيستنې هيله لري .
ګرانو دوستانو، که څوک د چين له پلاوي سره اړيکی وغواړي ، نو مهربانی وکړئ چه په کابل کی د چين دسفارت د لوي سفير ښاغلي سون يو شی له سکرتر ګو خوی صاحب سره تماس ونيسي .
د مرکې په پاتې برخه کی عمومی منجيرې جو چی په ځانګړي ډول دا خبره راياده کړه او ويي ويل- افعان خلک خورا ستر ولس دی چه ډيراوږد او لرغونی تاريخ لري ،هغوي ډير زيارکښه ، مهربان او نيک اخلاق خلک دي .مګرله بدمرغه خبره دا ده چه د تيرو څه دپاسه شلوکالوپه اوږدوکی يي د جګړو له امله بي شميره کړاونه او مصيبتونه وګالل . زما په نظر ددوي دغه ډول مصيبتونه د نړۍ د ټولو سوله خوښوونکو خلکو په وړاندي يوه بدمرغي ده او د ليري کولو دنده يي بايد د ټولو لخوا سرته ورسول شي . نو په دي وجه نن سبا مونږ افعان خلکوته نوموړي دومره لږه مرسته ورکوو چه دا زمونږ لپاره خوشحالی او نيکمرغي ګڼله کيږي . دغه کار همدااوس پيل شوی او هيله من يو چه زمونږ لخوا پيل شوي دغه ډول کار د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ دراتلونکوغيررسمي راکړوورکړو او دوستانه همکاريو لپاره يوه نوي لاره پرانيزي . په پاي کی زه غواړم چه دافغانستان وګړو ته دخپلی مينې او احترام مراتب د سي ار اې راډيو د پښتو خپرونی له لاري څرګندکړم .
(تصوير:د ګوان جوښارکوچنيان دسولې لپاره نقاشي کاږي)