<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-03 21:50:07    
د تبت د عمومی سړکونو ابادۍ په چټکۍ سره وده کوی .

cri

دچين د تبت خودمختاره سيمه له دی کبله چه جګ جګ غرونه لری، د مځکو عوارض يی ډير خطرناک او سراشيب دی او طبيعی چاپيريال يی ډير خراب دی ، نو ځکه په هغه ځای کښی د مواصلاتو په برخه کښی ډيری ستونزی ليدل کيږی .زمونږ د راډيو خبريال په دی نژديو وختونو کښی د تبت د خودمختاری سيمی له مربوطو څانګو څخه خبر اخيستی دی چه دچين حکومت په تبت کښی دعمومی سړکونو د جوړولو دپاره په پر له پسی ډول پانګی اچولی دی ، په تيرکال کښی يی د عمومی سړکونو په جوړولو کښی د درو مليارډو يو سلو مليونو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی اچولی دی .دهغو عمومی سړکونو اوږدوالی چه موټرونه ور باندی تګ راتګ کولی شی ،له څلويښتو زرو کيلو ميترو څخه اوښتی دی .

تبت د چينګ های او تبت په لوړه کښی واقع دی چه د نړی د پام په نامه ياديږی ،د سمندر له سطحی نه څه د پاسه څلور زره ميتره لوړوالی لری ، دتبت په خاوره کښی جګ جک غرونه شته، تنګناوی او سيندونه يی زيات دی. د اوږدی مودی نه راهيسی په تبت کښی د عمومی سړکونو حالات تل ډير وروسته پاتی دی .په ١٩٥١کال کښی تبت په سوله ايز ډول ازاد شو چه په دی سيمه کښی هيڅ عمومی سړک هم نه ليدل کيده ، اوسيدونکو يی په اوږه ، شاو او يا د کوهان لرونکو غوايانو په واسيطه مالونه وړل او راوړل ، د وروسته پاتی ترانسپورتی شرايطو له کبله د تبت اقتصادی او ټولنيزه وده محدوده وه .

دچين مرکزی حکومت او د تبت محلی حکومت تل د عمومی سړکونو جوړول د تبت د ابادولو دپاره د يوی مهمی دندی په توګه بولی ،په دی وروستيو وختونو کښی د تبت په خودمختاره سيمه کښی د عمومی سړکونو ابادۍ ګامونه نور هم چټک شوی، د چين های او تبت د عمومی سړک د تنظيم او اصلاح کولو په شمول يو زيات شمير مهمی پروژی په پر له پسی ډول تر سره شوی او په کار لويدلی دی . د احصائيی له مخی له٢٠٠١ کال نه تر٢٠٠٢کاله پوری په دوو کالو کښی تبت د عمومی سړکونو په ابادۍ کښی د څلور مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګه واچولی .او په ٢٠٠٣ کال کښی د هغو پانګو اندازه چه د عمومی سړکونو په اباډۍ کښی په کار اچول شوی دی، درو مليارډو يو سلو مليونو ژن مين بی يونو ته

رسيدلی ده .

نن ورځ د اباډۍ او ودانولو د ګامونو د چټکتياله امله هر عمومی سړک د تيت له ټولو نورو عمومی سړکونو اود کلیله سړکونو سره سره نښتی دی .په کليو کښی د عمومی سړکونو د ابادۍ دپاره د مرستی په باب د چين د حکومت پاليسۍ د هڅونی په خاطر په دی وروستيو کلونو کښی د نوموړی خودمختاری سيمی په بيلو بيلو ځايونو کښی د کليوالی عمومی سړکونو په ابادۍ پيل شوی چه په په نتيجه کښی په کليوالی او مالداری سيمو کښی مواصلاتی شرايط په ښکاره ډول ښه شوی دی .د تبت د خودمختاری سيمی د مواصلاتی اداری عمومی انجنير ښاغلی ران شی پينګ زمونږ د راډيو د خبريال سره په يوه مرکه کښی وويل چه تيرکال د پلان له مخی تبت په کليوالی عمومی سړکونو کښی د نهو سوو دوولسو مليونو يونو په اندازه پانګی اچولی دی ، موټرونه د تبت په سلو کښی دوه نوی علاقه داريو او په سلو کښی اويا کليو کښی تګ او راتګ کولی شی .ښاغلی ران وويل چه د مواصلاتی حالاتو په ښه والی سره د تبتی خلکو په ژوندانه کښی ستر بدلونونه را منځ ته شوی دی .تيرکال په تبت کښی د ملکی موټرونو او نقليه وسايلو عمومی حجم يو لک عرادوته ورسيد . د خبرله مخی د عمومی سړکونو د ابادۍ د پروژی د تطبيق په ترڅ کښی د تبت حکومت د محلی ځای بزګرو او مالدارانو دی ته وهڅول چه بايد دعمومی سړکونو په ابادۍ کښی ګډون وکړی .ښاغلی ران وويل چه په زياتو ځايونو کښی د بزګرو او مالدارانو دپاره د عمومی سړکونو د ودانولو په برخه کښی فنی کورسونه پرانيستل شوی دی چه څه د پاسه اوو سوو بزګرانو او مالدارانو پکښی ګډون کړی دی ، دوی په سيتماتيک ډول د لارو د بنسټ او سطحی او د حفاظت کولو د پروژی د ابادۍ په شمول د تخنيکونو زده کړه وکړه .

د تبت د سيکاز په سيمه کښی بزګر دو جو دن جو خبريال ته د دغه ځای نوی بدلونونه راياد کړل . هغه وويل چه په تيرکال کښی دده استوګنځی ته نژدی په څو علاقه داريو کښی څو کراچی ګاډۍ يعنی بګۍ ، تراکتورونه او لارۍ نوی اخيستل شوی دی ، اوسنی ترانسپورتی شرايط د پخوا په نسبت ډير ښه شوی دی .د هغو عمومی سړکونو د جوړيدو په اثر چه هری خوا ته غزيدلی دی ، له امله يی ددوی ژوند ورځ په ورځ ښه شوی دی . هغه وويل زمونږ په سيمه کښی د عمومی سړکونو د جوړيدو نه وروسته دکورنيو حيواناتو د روزلو چارو د ليدو وړ پرمختګ کړی دی .وړم کال يوازی پنځلسو کورنيو کورنی حيوانات روزلی وو ،خو تير کال سلو کورنيو کورنی حيوانات روزلی دی .

د خبر له مخی په تبت کښی د خرابو طبيعی شرايطو او کمزوری ا يکالوجيکی چاپيريال له کبله دلارو ابادۍ څانګی د عمومی سړکونو په ابادۍ کښی د ايکالوجيکی چاپيريال دساتنی کار ته په درنه سترګه کتلی او د هغو پروژو په مقابل کښی چه د چاپيريال د ساتنی له غوښتنی سره سمون نه خوری، اصلاحی پيشنهادونه يی وړاندی کړی دی . اوس دتبت مواصلاتی لاری اساسا يو داسی عصری مواصلاتی ترانسپورتی سيستم جوړ کړی دی چه په عمده ډول دعمومی سړکونو په واسطه مالونه وړل او راوړل کيږی ،د الوتکو او پايپ لينونو څخه د امدادی الو په توګه استفاده کيږی .