<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-04 19:39:51    
د چين د ښځو او ماشومانوحقه حقوق او ګټې تامينې شويدي

cri

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ٣٠ مه نيټه د ٢٠٠٣ کال د چين د بشري حقوقو د چارو د پرمختګ په باب يو سپين کتاب خپور کړ او په هغه کی يي وويل چه چين تل هڅه کوي چه د قانون له مخی د ښځو او ماشومانو قانوني حقوق او ګټې و ساتي او د ښځو او ماشومانوحقوق تامين کړی ٠ د ٢٠٠٠ کال راهيسي ، چين په وار سره د واده قانون ،د نفوس او د کورني لارښوونې قانون ، د کليوالي مځکو د اجارې قانون ، د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د روغتيا ساتنې د قانون عملي طريقې او داسي نور قوانين او قاعدی جوړې او اصلاحی کړيدي ٠ په ٢٠٠١ کال کی ،د چين حکومت د ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠١٠ کاله پوري د چين د ښځينه چارو د پرمختګ پروګرام او د ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠١٠ کاله پوري د چين د ماشومانو د ودې او روزنی پروګرام صادر او عملي کړی دی ٠ اوس چين د ښځو د حقوقو او ګټو د تامين د قانون په اصلاح کولو لاس پوري کوی ٠ په سپين کتاب کی ويل شوي چه د دغو قوانينو ، قاعدو او پاليسيو د طرح ، اصلاح او عملي کيدو له لاري ، د ماشومانو د ژوند او ودې او د ښځو د روغتيا ساتنې ، روزنی ، کار او استخدام او واده او کورنی په برخو کی د ښځو او ماشومانو د حقوقو ساتنه پياوړی شويده ٠ په سپين کتاب کی دی ته اشاره شوی چه په دولتی چارو کی د چين د ښځو د برخې اخيستلو حق تامين شويدی ٠ اوس د دولتي شورا په اړوند په ٢٩ وزارتونو ، کميټو او دفترونوکی د وزير په رتبه ٢٢ ښځينه مامورينې شته ٠ د چين د لسم ملي ولسي کانګرس د نماينده ګانو له عمومي شميرڅخه په سلو کی ٢٠ عشاريه ٢٤ ښځي او ددې کانګرس د دايمي کميټې د غړو له عمومي شمير نه په سلو کی ١٣ عشاريه ٢٠ ښځې دي ٠ دغه راز لسم ملي ولسي کانګرس هم د صدراعظم يوه مرستياله او يوه دولتي کميشنره انتخابه کړيده ٠ په دی وروستيو کلونو کی ، د ښځو د استخدام لمن په پر له پسي توګه پراخه شوي او اقتصاد يي ورځ په ورځ خپلواک شويدی ٠ تر٢٠٠٢ کاله پوري ، په چين کی د ښځينه مستخدمينو شمير ٣٣٥ مليونه ٥ لکو ٢٠ زرو تنو ته رسيدلي چه د عمومي شمير په سلو کی٤٥ اعشاريه ٥ برخه يي ونيوله ٠ د ٢٠٠٣ کال د جنوری نه تر سپتمبر پوري ، ١ مليون ٣ لکو١٠ زرو تنو ښځو د فابريکو نه د بي کاره کيدو وروسته بيا کارونه پيدا کړی چه دغه شمير د عمومي شمير په سلو کی ٣٧ اعشاريه ٤٣ برخه نيولی ده ٠ د چين په ښارونو او ښارګوټو کی د کارګرو له عومي شمير نه په سلو کی ٣٨ برخه ښځې دي ٠ په کرنه او صنايعو کی د ښځينه کارګرو تناسب په پر له پسي توګه ټيت شوی ، خو په نويو کسبونو او هغو کسبونو کي چه د تخنيک اوپوهې سويه يي لوړه ده ، د ښځو تناسب په ښکاره توګه زيات شويدی ٠ په سپين کتاب کی ويل شوي چه په چين کی د تعليم د منلوله پلوه د سړواو ښځوتر منځ توپير مخ پر کميدو دی او په مختلفو درجو کی دښځو تعليمي سويه هم د لوړيدو په حال کی ده ٠ تر٢٠٠٢ کاله پوري ،په چين کی ابتدايي ښوونځيو ته د ماشومانو د داخليدو ميزان په سلو کی ٩٨اعشاريه ٥٨ ته رسيدلی او ښوونځيو ته د د نجونو د داخليدو شمير په سلو کی ٩٨ عشاريه ٥٣ ته رسيدلی او په پيغلو او پاخه عمر ښځو کی د بي سوادی ميزان په سلو کی له ٥ نه ټيت شويدی ٠علاوه پر دی ، د چين د ښځواو ماشومانو د روغتياساتنه هم پياوړی شويده ٠ په سپين کتاب کی ويل شوي چه د چين حکومت د خاصو عملياتو په غوره کولو سره د قانون له مخی د ښځو او ماشومانو د خرڅولوجنايتونو ته سخته ضربه رسولې څو چه د ښځو او ماشومانو حقوق له تيري نه بچ کړی شي ٠دغه راز په ٢٠٠٢ کال کی ، دولتي شورا د ماشومو کارګرو د استخدام د منع کولو په باب مقررات بيا اصلاح او عملي کړی دې چه په غير قانوني توګه د ماشومو کارګرو د استخدام مخه په جدي توګه ونيوله شي ٠ د م م د بشري حقوقوپه ٦٠ مه غونډه کی د چين ګډون کوونکی استاذی ښاغلي دو ځونګ سينګ د اپريل په ٥ مه نيټه په ژنيو کی دا څرګنده کړه چه د دولت په سياسي چارو کی د ښځو د مساوی برخې اخيستنې پرمخبيول د ښځو د مقام د لوړولو لپاره مهم ګڼل کيږی ٠ هغه د ښځو د حقوقو په موضوع باندی د بحث کولو په وخت کی دی ته اشاره وکړه چه حکومتونه وجيبه لري چه د سياستون او اطلاعاتي تخنيکونو په برخو کي ښځو ته تعليم او روزنه ور کړی او ددوی سره مرسته وکړی چه په سياسي او عامه ژوند کی د پوره برخې اخيستې لپاره د اړتيا وړ معلومات ، مهارتونه او اعتبار تر لاسه کړی او په سياسي چارو کی د د ښځو د برخې اخيستنې د تامينولو لپاره مربوط قوانين ، پاليسی او نظامونه دی جوړ کړی ٠ ښاغلي دو ځونګ سينګ وويل چه د چين د هيات په نظر ، خلک اول بايد جنسي تبعيض دغه زړه نظريه بدله کړی او د نظريي له لحاظه سځی ازادې کړي او د ښځو بشري حقوق ښه کړی ٠هغه دی ته اشاره وکړه چه د جنسي تبعيض د عنعنوی او سرسختې نظريي تر ناوړه اغيزی لاندی ، ښځی ځاني ارزښت ، حقوق او پټ قوت نشي درک کولی ، نو ددی امکان نشته چه دوی د خپل برخليک د بدلون لپاره کوشش وکړی او خپل حقوق وساتي چه دا پخپله هم د نارينه وو له خوا په ښځو باندی د تبعيض،زور زياتې او تيري کولو د عملياتو منبع ده ٠ هغه وويل چه په تير يوه کال کی ، د چين حکومت په مداومه توګه د ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠١٠ کاله پوري د چين د ښځينه چارو د پرمختګ پروګرام عملي کړی څوچه د دولت په سياسي ، اقتصادی او ټولنيز ژوند کی د ښځو مساوی مقام تامين کړي او په هر اړخيز ډول د ښځو بشري حقوق وساتي ٠ ٢٠٠٥ کال به په بيجينګ کی د م م د ښځو د څلورمي نړيوالی غونډې د جوړيدو له لسمی کاليزي سره مصادف وی ٠ د چين حکومت او مربوط سازمانونه به د يادونی فعاليت جوړ کړی او پکی به مثبته برخه واخلي تر څوچه د ښځو د نړيوالی غونډې روحيي ته لا زياته پراختيا ور کړی او په ګډه سره د نړيوالو ښځو د بشري حقوقو چاري پرمخبوزی

( تصوير :دچين د ښځونهم ملي کانګرس د٢٠٠٣کال داګيسټ په مياشت په بيجينګ کي پرځاي شو )