<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-05 19:16:07    

په چين کې د بهرنيو هيوادو د لويو سفيرانو د ميرمنو ژوند


cri

هر کال د اپريل په مياشت کې د چين د ونو د ايښودلو موسم دي او هم په دي مياشت کې د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د ونو د ايښودلو فعاليتونه رامنځ ته کيږي ٠ سږکال د اپريل په يوه ورځ د هيواد په مرکز بيجينګ کې د يو شمير بهرنيو هيوادو د لويو سفرانو ميرمنو د ونو د ايښودلو يو ګروپ جوړ کړ او دبيجينګ د ځنګلونو د چارو د اړوندو کارکونکو سره يو ځاي د بيجينګ په شاوخواو سيمو کې د ونو د ايښودلو په فعاليت کې برخه واخيست ٠ زمونږ د راډيو خبريال هم په دي فعاليت کې ګډون درلود چه د ځينو ميرمنو سره د مرکو پر ينسټ دا رايوټ برابر کړي دي ٠ د روسي د لوي سفير ميرمن ليود ميلا په ډيره خوشحالي سره خبريال ته وويل زمونږ کورنې د څلور کلونو راهيسي ژوند کولي ٠ په دي موسم کې په بيجينګ کې رنګا رنګ ګلان غوړيږي ، د لمر وړانګې رڼې او منظره يي ډيره ښايسته ښکاري ٠ مونږ ټول له بيجينګ سره ډيره مينه لرو ، زما دوو ماشومانو په بيجينګ کې درس ولوستي او اوس دواړه بيرته روسيي ته ستانه شوي دي ٠

په چين کې د کيو با د لوي سفير ميرمن حيرادا که څه هم دوه کاله مخکې بيجينګ ته راغلې ، خو پرته له بيجينګ نه د چين ډيرو ځايونو ته يي سفر کړي دي ٠ هغې په هسپانوي ژبې خبريال ته وويل چه مونږ له توريزم سره ډيره علاقه لرو او غواړو چه ډيرو مشهورو توريستي ځايونو ته سفر وکړو ، لک د بيجينګ تيان ان من ، د چين هغه مشهور ځايونه او ښارونه لکه سي ان ، هار بين ، هان جو ، شانګهاي او هانګ کانک ته مو هم سفرونه کړي دي ٠ ميرمن حيرادا په خاص ډول د چين ملي جامو سره ډيره مينه لري ، په بيجينګ کې هغه ډير چيني دوستان لري او د دوي څخه په چيني ژبه زده کړه کوي او يو ځاي په چيني رستورانونو کې ډوډۍ خوري ٠

ويل کيږي چه چيني ملګرو د نوموړو ميرمنو په ژوند کې ډير مهم رول لوبولی دی ځکه هغوي د خپلو چيني ملګرو او دوستانو له لارې ډيرې چينې خبري زده کړي دي او له چينايانو سره د تماس نيولو په هکله او د چين په باب د بيلا بيلو برخو زيات معلومات يي ترلاسه کړي دي او نوموړي ميرمن د دغو چيني ملګرو او دوستانو په مرسته ډير ژر د چين له ټولنې سره ځانونه اشنا کړي دي ٠ په چين کې د ليبيا د لوي سفير ميرمن صافي د پنځو کالو راهيسي په بيجينګ کې ژوند کولی ٠ اوس هغه نه يوازي په يوازي او ازاد ډول په بازارونو کې شيان اخيستلي شي بلکي د فرغت په وخت کې چکر هم و هلي شي ٠ هغه خپل دري لورګانې په ښونځيو کې شاملي کړي او هيله لري چه لورګانې يي د چين په باب زيات معلومات ترلاسه کړي ٠هغې خبريال ته وويل زه دري لورګانې لرم مشره لور مې په چين کې دبين المللي قانون په مطالعه کوي ، وړوکې لور مې په بيجنګ کې په يوه هغه ښونځي کې درس لولي چه د ليبيايانو له خوا جوړ شوي دي ، هغې وويل چه بيجينګ يو ډير ښه پايتخت دي ، زه له دغه ښار سره ډيره مينه لرم ٠

په چين کې توريزم ، سيل کول ،د شيانو اخيستل ،له دوستانو سره تګ راتګ او داسي نورو فعاليتونو له امله د نوموړو ميرمنو ژوند په خوښي او خوشحالي سره تيريږي ٠ بر سيره پر دې د بيجينګ ښاروالي هم هر کال د دوي له پاره بيلا بيل فعاليتونه ترسره کوي ٠ لکه د ونو د ايښودلو سږنې فعاليت چه د بيجينګ د بهرنيو چارو د دفتر او د بيجينګ ښاروالي د ځنګلونو د اداري له خوا جوړ شوي و٠ ٠ د نوموړي دفتر د رئيس مرستيال لي هونګ هاي خبريال ته وويل چه مونږ تل د دوي له پاره بيلا بيل فعاليتونه جوړوو ، لکه د بيجينګ په شاوخوا سيمو کې د عصري فارمونو څخه ليدنه کتنه او داسي نور ٠ دوي ټول په فعاله توګه په دغو فعاليتونو کې ګډون کړي دي ٠ ښاغلي لي هون هاي وويل چه د سفيرانو ميرمنې ټول له دغو فعاليتونو سره زياته علاقه لري او په فعاليتونو کې يي د برخه اخيستنې له امله ډير خوشحاله وي ٠ هغه وويل چه د بيجينګ ښاروالي به ډير زيات دغسي فعاليتونه جوړ کړي څو چه په بيجينګ کې د دوي ژوند به خوښي او خوشحالي سره تير شي ٠