<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-08 23:03:32    
هغه ماشوم چه د خوب وخت يي کم دی ،په اسانه توګه چاغيږي

cri

د هغې تحقيقاتي نتيجې سره سم چه دجرمني د مونيخ پوهنتون د ماشومانود علم

د پوهنځی په اړه د يوې طبي ډلې لخوا د يو زرو تنو هغوالمانی ماشومانواو

کوچنيانو په منځ کی چه عمر يي پنځه يا شپږ کلن دی، ترسره شول ،د هغو ماشومانو

لپاره چه د خوب وخت يي په منځني توګه له لسو ساعتو ديرشو دقيقو څخه کم دی، د هغونورو ماشومانو په مقايسه چه د خوب وخت يي ١١ساعتو ته رسيدلی ،ددوي

د بدن وزن ممکنا دوه چنده جګ وي . د هغوماشومانو په ډله کی چه دخوب وخت

يي لږ دی ، په سلو کی د ١٤ اعشاريه ٥ ماشومانو بدني وزن له عادي ماشومانو

څخه اوښتی دی ،خو د هغو ماشومانو په جمله کی چه د خوب مهال يي اوږد دی ،

يوا زې په سلو کې د اووه اعشاريه څلور کسانو بدني وزن له عادي ماشومانو څخه

دروند ښکاري . په دي توګه اړونده څيړونکي دا نظر لري چه د خوب د مهال

په زياتيدو سره د بدن په دننه کی هورمون هم زياتيږي . دغه ډول هورمون د غوړ

د سوزولو رول لري . نو په دي وجه د بدن په دننه کی د اضافی غوړيو په کميدو سره

ماشوم نه چاغيږي .