<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-10 20:28:10    
موبايلونود تبيتيانو په ژوندکښی نوی اغيزه پری ايښی ده

cri

په دی وروستيو کلونو کښی د تبت په خود مختاره سيمه کښی مخابراتی چارو په چټکۍ سره وده کړی ده .د موبايلوپه شمول عصری مخابراتی وسيلی اوس نه يوازی په چين کی په ښاريانو پور ی اړه لری ، بلکه د تبتيانو ژوند ته هم داخل شوی دی او د تبتيانو په نو ی ژوند کښی يی مهم رول لوبولی دی .

د خود مختاری سيمی د مخابراتوداداری د معلوماتو له مخی ترتيرکال

پور ی په دغه خودمختاره سيمه کښی د ورانګی د کيبلونو عمومی اوږدوالی يوولسو زرو شپږ سوو نه نو ی اعشاريه دوه اتيازره کيلو ميترو ته ورسيد او د وړانګی کيبلونه اويا ولسواليو ته ورسيدل او په پنځه سوه اوه شپيته علاقه داريواو شپږ سوه نه اويا کليو کښی تيلفونونه شته چه دغه ارقام په جلا جلا توګه د علاقه داريو او کليو د عمومی حجم په سلو کښی دری اتيا او يوولس اعشاريه څلور ونيوه .

پنځه کاله کيږی چه د دا ځاو معبد لا ما نيماتسژن له موبيل څخه استفاده کوی . هغه وويل چه د عصری ټولنی د پر له پسی ترقۍ او د ژوندانه د هر اړخيزی چټکتيا سره سره لاما د ټولنی د يو غړی په توګه دا حق لری چه د بشريت له خوا د خلق شوی عصری تمدن څخه برخوردار وی .د ژوند د اړتياو نه پرته هغه له موبيل څخه لږه استفاده کو ی. هغه وويل چه د بودايی فعاليتونو د اجرا کولو په وخت کښی به زه له موبيل څخه کاروانه خله او په يوه زړه به بودايی مقدس کتاب ولولم . اوس د دا ځاو په معبد کښی څه د پاسه ديرش لاماګان د موبيلونو سيټونه لری ، نيماتسژن وويل چه موبيلونه به زمونږ مذهبی عقيده بدله نه کړی او هغه به يوازی او يوازی زمونږ ژوند ته اسانتياوی ورسوی .

د تبت د خودمختاری سيمی د مخابراتود اداری مرستيال جانګ شيوی جيونګ وويل چه تيرکال په تبت کښی د مخابراتی څانګی له خوا تر لاسه شوی عمومی عايدات اته سوه نه اتيا مليونه ژن مين بی يونه وو چه دغه رقم د وړم کال په نسبت په سلو کښی يو څلويښت زيات شول ، د تيلفونونو مشتريان شپږو لکوتنو ته ورسيدل چه دغه رقم د وړم کال په نسبت په سلو کښی اوه څلويښت زيات شو ، د هر يو سلو تنو دپاره دوه ويشت اعشاريه نه اتيا تيلفونونه نصب شوی وو چه په دی جمله کښی د ثابتو تيلفونونو مشتريان دوه لکه اويا زره تنه وو او د موبيلونو مشتريان دوه لکه

نو ی زره تنه وو ، د موبيلونو مشتريان د لومړۍ ځل دپاره د ثابتو تيلفونونو له مشتريانو څخه اوښتی دی .

پيغلی وانګ ځنګ چه د تبت د هنرمندانو په ډله کښی کار کوی ، وويل چه که موبيل له ځان سره ونه لری ، نو دا معنی به ولری چه هغه له بهرنی نړۍ سره اړيکی قطع کړی دی او حتی کار او ژوندبه می ترناوړه اغيز ی لاندی ونيول شی . دا په خپل بکس کښی د ساجق او لب سرين نه پرته موبيل هم تل له ځان سره ساتی . له خپل دفتر څخه د وتلو نه وروسته هغه هم د موبيل له لاری له خپلو همکارانو سره د کارونو په باب تبادله کولی شی ، مهمه خبره خو دا ده چه د تفريح او استراحت په وخت کښی هغه هم د موبيل په واسطه دخپلو ملګرو د راغونډولو او سفر په باب هم تماس نيولی شی .

موبيل دسوداګرانو دپاره ښی اسانتياوی برابری کړی دی .په لاسا کښی د يوه رستوران خاوندسودو وويل چه زمونږ د رستوران کار و بار ډير ښه دی ، خو زه د پخوا په شان دومره مصروف نه يم ، ځکه چه زه د موبيل له لار ی له نورو څخه د سبو ، غوښو او نور شيانو فرمايش کوم . لس کاله دمخه هغه ټوله ورځ د سبو په بازارونو کښی به می کوچ او سابه اخيستل او زيات وخت او پيسی به می ضايع کيدلی ، خو تر هغه وخت نه وروسته چه موبيل له ځان سره لرم ، د سبو د بازارونو دوکاندارانو ته تيلفون کوم ، بيا دوی فورا ټول شيان زمونږ رستوران ته راوړی . داوسنی زمانی تبتی ځوانان په دی خوښ دی چه د ډول ډول موبيلونو له لاری خپل فردی خصلت وښيی .ځلمی بيان دو چه تازه له پوهنتون څخه فارغ شو ی دی ، وويل چه موبيلونه د ځانونو د ښودلو ډير ښه اله ده . ما يو رنګه پرده لرونکی موبيل اخيستی او له پردی څخه هغه عکس وينم کوم چه له خپلی مينی سره می يو ځای اخيستی دی. ځلمی جيان څان چه موزيک يی ډير خوښيږی ، په دی نژديو ورځو کښ ی يی يو ښکلی موبيل واخيست او له خپل موبيل څخه تل ډير ښه او خواږه موزيکونه اوری .

د خودمختاری سيمی د مخابراتو اداری د معلوماتو له مخی امکان شته چه د روان کال په اوږدو کښی به په تبت کښی هغه هدف سرته ورسيږی کوم چه په هره علاقه دارۍ کښی تيلفونونه نصب شی . په هغه وخت کښی به نه يوازی د ښارونو په هره کورنۍ کښی تيلفونونه وی ، بلکی په کليو او د مالداری سيمو کښی به.هم تيلفونونه نصب شی .

د يو بل خبر له مخی د ٢٠٠٣ کال د اګست له پای څخه د ٢٠٠٤ کال د فبروری تر مياشت پوری په نيم کال کښی د تبت په کليو کښی د تيلفونونو د استعماليدو ميزان په سلو کښی له دوه ديرش نه په سلو کښی پنځه اتيا ته زيات شوی د ی او دمشتريانو شمير اويا زرو ته رسيدلی دی . د اطلاعاتو د چارو د وزارت د پلان له مخی تر ٢٠٠٥ کاله پوری به لږ ترلږه دچين په څلويښتوزرو کليو کښی تيلفونونه نصب شی او له دی لاری به هغه هدف سرته ورسيږی کوم چه تيلفونی کرښی په سلو کښی پنځه نوی کليوته وغزيږی .