<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-11 19:37:03    
د چين د لويديځو سيمو غريبو ميندو په خوشحالۍ سره ٢ مليونه يونه نغدي بسپنې تر لاسه کړيدي

cri

د چين د مالياتي چارو د عمومي رياست مرستيال ښاغلي خاو جاو چنګ د اپريل په ٧ مه نيټه د ٢ مليونو ژن مين بي يونو په اندازه هغه چک چه د ګرد هيواد د مالياتي چارو د سيستم په اړوند د څانګو د مامورينو او کارګرو له خوا پخپله بسپنه شوي ، د نيکمرغی په نامه د پروژې د تشکيلاتې کميټې ريسی ميرمنی وانګ ګوان می ته وسپاره٠

دغه نغدي بسپنې به د چين د چنګ خاي ولايت د پينګ ان او مين خه په دوو ولسواليو کی چه د چين د مالياتي چارو د عمومي رياست له خوا د غريبو ځايونو سره د مرستې کولو اهداف دي ، د نيکمرغۍ په نامه دپروژې په اړوند پروګرامونو کي واچول شي او هلته به غريبې ميندې ور څخه استفاده وکړي چه د نباتاتو په کرلو او د کورنيو حيواناتو او مرغانو په روزلولاس پوري کړی او د غربت ، بي سوادۍ او ناروغيو څخه ځانونه بچ کړی ٠

د نيکمرغۍ په نامه پروژه له غريبو ميندو سره د مرستی په غرض د عامه خيرښيګڼو د عملياتو څخه عبارت ده چه په ١٩٩٥ کال کی د چين د ګرد هيواد په چوکاټ کی پيل شويده ٠د نيکمرغۍ په نامه پروژه د چين له دننه او دباندی نه د نغدي بسپنو د راټولولو له لارې په داسي محوري شکل غريبو ميدو ته مرسته ورکوي چه اول غريبو ميندو ته لږ کريديتونه ور کوی او غريبی ميندې د دغو پيسو په واسطه د نباتاتو په کرلو او د کورنيو حيواناتواو مرغانو په روزلو لاس پوري کوی ،غريبې ميندې د کارونو له لاري له غربت نه د خپلو کورنيو غړو د بچولو نه وروسته کريديتونه بيرته ور کوی او د نيکمرغۍ په نامه پروژه به په دغو کريديتونو سره له نورو غريبو ميندوسره مرسته وکړي ٠ دغه راز د نيکمرغۍ په نامه پروژه هم غريبو ميندو ته تخنيکي روزنه او طبي مرسته ور کوي تر څو چه غريبي ميندی ژر تر ژره له غريبۍ نه ځانونه بچ کړي ٠ تر اوسه پوري د نيکمرغۍ په نامه د پروژې تشکيلاتي کميټی په ٢٩ ولايتونو، خودمختارو سيمو او هغو ښارونو کی چه د مرکزي حکومت تر مستقيمې اداري لاندي دي ،د ولايت په درجه څانګې جوړې کړی او په وار سره يي د ٢١٤ مليونو ژن مين بي يونو په اندازه کريديتونه ور کړی او په عمومي توګه يي له يو لکو ٣٠ زرو تنو غريبو ميندو سره دی مرستی کړی چه نژدی ٦ لکو کورنيو غړو ته ګټې رسيدلي دي ٠

د پينګ ان ولسوالي د چينګ خاي ولايت په شمال ختيځه برخه کی واقع ده او عمومي نفوس يي له ١ لکو ٢٠ زرو تنو نه زيات دی چه له دی جملې نه څه د پاسه ٥٠ زره تنه غريب خلک دي او پکی ١٣ زره تنه غريبي ميندی ژوند کوي ٠ د مين خه ولسوالي د چينګ خاي ولايت په ختيځه برخه کی واقع ده او د عمومي نفوس له ٣ لکو ٧٠ زرو تنو نه ٣ لکو ٤٠ زره تنه يي په زراعتي توليداتو لاس پوري کوي ٠ ددې ولسوالی د يو لکو٥ زرو تنوخلکو د پوښاک او څښاک اساسي اړتياوې نه دی پوره شوي او د هغو غريبو ميندو شمير يي چه مرستی ته اړتيا لري ،نژدی ٥٠ زرو تنو ته رسيدلی دی ٠

د يوه بل خبر له مخي ، د روان کال په نوی تعليمي دوره کی د چين په مرکز بيجينګ کی د بزګري کارګرو څه د پاسه ٤ زره تنه اولادونه د هيلې په نامه د تعليمي پروژې په مالي مرسته ښوونځيو ته داخل شويدي ٠

د چين د زلميانو او ماشومانو صندوق د روان کال په سر کی د هيلې په نامه د تعليمي پروژې په اړوند هغه پلان چه په ښارونو کي د بزګري کارګرو له اولادونو سره مرسته کوی چه ښوونځيو ته داخل شي ، عملي کړی او ددې پلان له خوا د اخيستل شويو ٥٠ مليونو ژن مين بي يونو په اندازه د لومړی نغدي بسپنې په واسطه يي صندوق جوړ کړی څو چه د درس لوستلو لپاره د بزګري کارګرو له اولادونو سره مرستی وکړی ٠ ددې پلان له مخی به په راتلونکو ٥ کالو کې په هر تعليمي کال کی هر ماشوم ته له ٦ سوو يونو نه تر ٩ سوو يونو پوري پيسې ور کړی او د هغو بزګري کارګرو له ٥٠ زرو تنواولادونو سره چه د کورنی ژوند يي ستونزی لري مرسته وکړی څوچه دوي تر ٦ م ټولګی پوري درسونه ولولي ٠ د بيجينګ ، شانګهاي ، ګوان جو ، شين جينګ ، دونګ ګوان او فه شان په ٦ ښارونوکی د بزګري کارګرو اولادونود لومړې ډلې په توګه مرستې اخيستي دي ٠ د پلان له مخی به په ٢٠٠٤ کال کی د بزګرو کارګرو څه د پاسه لس زره تنه اولادونه مرسته واخلي او ددي پلان د عملي کيدو لمن به هغو لويو او منځنيو ښارونو ته چه بزګري کارګران پکي متمرکز دي پراخه شي ٠

ښارونو ته د کليوالي سيمو د اضافي بشري قوې د ليږدونې سره سره ، د بزګري

کارګرو زيات اولادونه له خپلو پلرونو او ميندو سره ښارونو ته داخل شوي چه شمير يي شلو مليونو تنو ته رسيدلی او دوی په ټولنه کی يوه خاصه ډله ګرزيدلي ده ٠ د پلټنې له هغې نتيجې نه چه د چين د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کاري کميټې د دفتر ، د چين د ماشومانو د مرکز او د م م د ماشومانو د صندوق له

خوا د چين د خوځيدونکو ماشومانو د حالت د پلټلو نه وروسته تازه خپره شوی ، څرګنده شويده چه په چين کی د خوځيدونکو ماشومانو څخه په سلو کی ٩ اعشاريه ٣ برخې د کورنيو مشکلاتو ، ناروغيو او نورو علتونو له امله د درس لوستلو فرصتونه له لاسه ورکړي دی او له هغوخوځيدونکو ماشومانو څخه چه ښوونځيو ته داخل شوي ، زيات شمير د کورنيو مشکلاتو له امله په مداومه توګه درس نه شي لوستلی ٠