<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-13 16:36:25    
د روغتيا په ساحه کی د چين او برتانې ترمنځ همکاری

cri

واورئ ګرانو اوريدونکو په ښارونو کي د بي وزلو اوسيدونکو د ژوندانه دستونزو دليري کيدو په باب مسئله دډيرو هيوادونو په وړاندي يوه سخته ټولنيزه مسئله ګڼل کيږي ٠ په دي هکله نه يوازي د بيلا بيلو هيوادونو د حکومتونو ملاتړ ته ، بلکه د ټولني د مختلفو خواوو مرستي ته اړتيا لري ٠ خصوصأ هغه بي وزله اوسيدونکي چي په ناروغۍ اخته شوي ،بايد تر زياتې پالنې او مرستې لاندي ونيول شي٠ دچين او انګلستان ترمنځ د ښاري اوسيدونکو ناحيو د روغتيايي خدمتونو او د بي وزلوخلکو سره د مرستي پروګرام چي د چين د حکومت او د انګلستان د بين المللي پرمختيا د وزارت له خوا په ګډه سره ابتکار او جوړ شوی دی، د دوه زره لومړي کال په اګيست کي عملأ پيل شو ٠ د انګلستان له خوا برابر شوي اړوندي بسپني څه د پاسه نهو مليونو پونډو ته رسيدلي دي ٠ ددغه پروګرام اصلي هدف دا دي چي دروغتيايي خدمتونو د پوره تر سره کيدو له لاري دښارونو د بي وزلو وګړو دروغتيا سويه لوړه شي ٠ دغه پروګرام لومړي د چين په چن دو ، شين يان ، ين چوان او سي نين څلورو ښارونو کي په ازمايښتي عملي شوی دی٠ څو چي په ښارونو کي د بي وزلو اوسيدونکو له پاره روغتيايي خدمتونه په ښه تړګه د ګټې وړ وګرزي٠ د مثال په توګه د چين په شين يانګ په ښار کي د تيي سي او حه پينګ دوه اوسيدونکي ناحيي د نوموړي پروګرام د عملي کيدونکي ځايونو په توګه ټاکل شوي دي ٠ په دغو دوو ناحيو کي د هغو خلکو شمير چي روغتيايي مرستي ته اړتيا لري ، شپږ پنځوس زرو تنو ته رسيدلي دي ٠ د تيي سي ناحيي په يوه رغتون کي يوي معيوبي ښځي چي لي سي جو نوميږي خبريال ته وويل چي زه د رحم د تومور په ناروغۍ اخته شوي وم ، اصلا د علاج له پاره پيسي مي نه درلودې ،خو د تير کال د اګيست له لومړي نيټي نه زمونږ د اوسيدو په ناحيه کي دبيوزلو خلکو له پاره دروغتيايي مرستي د پروګرام د عملي کيدو نه وروسته ما ته دا هيله پيدا شوه چه د تير سپتمبر په پنځه لسمه نيټه د روغتيايي مرستي د پروګرام تر مرستې لاندې جراحي عمليات مي ومنل ٠ په دي عملياتو کي ما له نوموړي پروګرام نه د يو زرو دري سوه ژن مين بي يوانو مرستي ترلاسه کړي او ما يوازي پنځه سوه شپږ ديرش يوانه مصرف کړي دي ٠ په نوموړو دوو ناحيو کي د نوموړي پروګرام تر مرستي لاندي ډيرو هغه اوسيدونکي چي ژوند يي ستونزي لري او يا د ناروغۍ په اثر په غربت کي اخته شوي ، له ستونزي څخه بچ شوي دي ٠ د روغتيايي مرستي په باب نوي رامنځ ته شوي پروګرام په حقيقت کي د څيړني وړ کار ګڼل کيږي ٠ په دي هکله لکه د مرستي وړ خلکو او د مرستي د برابرونکي روغتون د ټاکلو ، د مرستي د څرنګه ورکولو، د پيسو دتضمين او د دغه پروګرام د دوامدار عملي کيدو د ساتني داسي اړوندي مسئلي ټول د نوموړي پروګرام د عملي کيدو په بهير کي څيړني او حل ته اړتيا لري ٠ په شين يانګ ښار کي دنوموړو دوو ناحيو د بي وزلو وګړو دواقيعتونو سره سم دوه ډوله طبي کارتونه ټاکل شوي چي يو يي سور رنګ او بل يي شين رنګ لري چي په دي کي سور رنګ کارت لرونکي وګړي ددر مل د اخيستلو او د بستري کيدو په هکله مرستي ترلاسه کولي شي او شين رنګ کارت لرونکي وګړي يوازي د بستري کيدو په برخه کي مرستي ترلاسه کولي شي ٠نوموړي وګړي ټول هغه بي وزلي خلک دي چي د ژوند د اساسي اړتيا د تضمين په هکله د حکومت له برابر شويو مرستو څخه برخوردار دي ٠ دغه راز هغه بي وزلي خلک چي دکار لياقت نه لري ، د ناروغۍ په اثر په ستونزو کي اخته شوي ، معيوبين ، عمر يي له اويا نه زيات سپين ږيري او سپين سري ، بي وزلي اوميدواري ښځي او ماشومان نه يوازي د بستري کيدو مرستي ترلاسه کولي شي بلکه په عين وخت کي هر کال د ناروغۍ د علاج په برخه کي د شپيتو يوانو مرستي لاس ته راوړلي شي ٠ د نوموړي پروګرام د عملي کيدو د څلورو مياشتو نه راهيسي په نوموړو دوو ناحيو کي دوو زرو څلور سوو دري نويو تنو بي وزلو خلکو له نوموړي پروګرام نه ګټي اخيستي دي ٠ د چين د ملکي چارو د وزارت په اړه د ژغورنې او مرستو ورکولو د اداري مامور وويل چي په دوه زره څلورم کال کي به د هيواد په چوکاټ کي بي وزلو ښاري اوسيدونکو ته روغتيايي مرستي د برابرولو په باب به پروګرام عملي شي ، پوره باور شته چي د چين په ښارونو کي لازيات بي وزلي خلک به له روغتيايي مرستو نه ګټي ترلاسه کړي ٠