<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-15 19:54:42    
دوينې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته شوي کسان چه په خپلو خواړو کی په زياته اندازه مالګه کموي ، د زړه او د وينې د رګونو د بنديدو له خطر سره مخامخ کيږي

cri

د امريکی پوهانو ١٩٠٠تنه هغه ناروغان چه د وينې د لوړ فشار په مرض اخته شوي

تر څلور کلني څارنې لاندی راوستلي وو . له هغه نه وروسته چه د ټاکلي وخت

لپاره يی د نوموړو ناروغانو له ادرار نه مالګه اندازه او تجزيه کوله ، معلوم شوي چه د هغو ناروغانو لپاره چه له ادرار نه د مالګې اندازه خورا کمه ده ،د زړه دوينې

د رګونو د بنديدو ميزان د هغو ناروغانو په پرتله چه د مالګې اندازه يي عادي ده څلور چنده جګ ښکاري . نو په دي وجه نوموړو امريکايي پوهانو دې ته اشاره

وکړه چه هغه کسان چه دوينې د لوړ فشار په ناروغۍ اخته شوي ، که په خپلو

خواړو کی په زياته اندازه مالګه کم کړی ، نو امکان شته چه د زړه او د وينې د

رګونو د بنديدو له خطر سره مخامخ شي . علت يی دا دی چه په وينه کی دمالګې

په کمبود اوکموالي سره لازمه اوبه هم کميږی چه دا د وينې د رګ د تنګيدو

سبب کيږي .

له علمي نظره هره ورځ مالګې ته د هر تن اړتيا اندازه بايد د شپږ ګرامه په

شاوخوا کي وساتل شي . په فوق العاده حالت کی چه څوک زياتې خولی توييدلې يا

په بدن کی التهاب يا ګرځون راځی ، بايد په مناسب ډول نوره مالګه هم زيات شي