د چين د بين المللی راډيود خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم مير ظفرالله خان جمالی د مۍ په ١٥ نيټه دا څرګنده کړه چه که څه هم د هند د حکومت مشر به نوی شی ،خو هغه د پاکستان او هند ترمنځ د سوله ايزو خبرواترو پر دوام باندی پوره اطمينان لری٠
صدراعظم جمالی وويل چه د پاکستان او هند ترمنځ سوله ايز جريان بايد دوام لری، ځکه چه دا د دواړو هيوادونو د خلکو له اساسی ګټو او ارزو سره سمون خوری٠ هغه وويل چه د جنوبی اسيا په سيمه کښی د سولې ترسره کيدل د دې سيمې د پرمختګ او سعادتمنۍ دپاره ډير مهم ښکاری او د پاکستان او هند ترمنځ د ديالوګ ساتل کيدل به د جنوبی اسيا د سيمې د سولې د تامينيدو دپاره ګټور وی ٠