د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم ظفرالله خان جمالي د مي په شپاړسمه نيټه وويل چه پاکستان هيله من دي چه د هند نوي حکومت دهند او پاکستان ترمنځ د سوله ايز بهير د پرمخبيولو له پاره دوامدار کوشش وکړي ٠ جمالي وويل چه سولې د هند او پاکستان ددواړو هيوادو د ګټو سره سمون خوري ، دواړه هيوادونه بايد خپل ټول قوت او منابع د سولې او ترقۍ په چارو کې واچوي ، لکه د بي وزلۍ او بي سوادي ليري کول ٠ جمالي باور لري چه د هند د حکومت بدلون به د هند او پاکستان ترمنځ پر سوله ايز بهير باندې ناوړه اغيزه وانه چوي ٠ هغه دا تائيده کړه چه دواړه هيوادونه بايدد خپل منځي متقابل اعتما د رامنځته کولو له پاره تدبيرونه ونيسي
|