زمونږ د راډيو د خبريال د خبر له مخی د پاکستان او امريکی مامورينو د می په شپاړسمه نيټه په اسلام اباد کښی د ذروی تخنيکونو د صرور د کنترول او نورو دوه اړخيزو چارو په باب د خپلو نظريو تبادله وکړه او په دی موافقی ته ورسيدل چه د ذروی تخنيکونو د صدور د کنترول په ساحه کښی خپلو همکاريو ته دوام ورکړی . د امريکی د تجارت دوزارت د مرستيال جوستير په مشرۍ د امريکی هيات پرون د پاکستان د خارجه وزارت د عالی رتبه مامورينو سره خبريی اتری وکړی او دواړو خواوو په بيلو بيلو ساحو کښی د خپل منځی همکاريو څخه رضايت څرګند کړ .مرستيا ل جوستير د ذروی تخنيکونو د صدور د کنترول د نظام د اصلاح او پياوړتيا په برخه کښی د پاکستان کوششونه ستايلی دی .
|