<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-17 18:48:26    
د حه بی ولايت د ګه تا تو له کلی څخه ليدنه کتنه

cri

واورئ د بزګر وانګ شی چوان کور د شمالی چين د حه بی ولايت د تان شان ښارد ګه تا تو په کلی کښی واقع دی ،نن ورځ دغه کلی يو ډير مشهور شتمن کلی ګرځيدلی دی ، تيرکال د هر يو تن په سر منځنی کلنی عايدات اوه زره ژن مين بی يونو ته ورسيد،ددی پوښتنه رامنځ ته کيزی چه د نوموړی کلی بزګران په کومه طريقه شتمن شو ی دی ؟ او ځواب يی دا دی چه دوانګ شی چوان په شان ګرين هوسونه جوړوی او سابه کری او د کلی زياتره بزګران دسبو له کرنی سره مينه لری ، نو ځکه دغه کلی د ګرين هوس دکلی په نامه ياديږی ، بزګر وانګ شی چوان زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه شل کاله دمخه زمونږ په مځکه کښی سابه نه کرل کيدل او يوازی غنم او جوار پکښی کرل کيدل ، محصولات هم لږ وو او د کليوالو ژوند هم خراب و .زمونږ د کلی مسلکی پوهانو وانګ څانګ ګوی او وانګ چينګ شوانګ زمونږ دپاره دشتمنی لاره را پيدا کړه .هغه وويل چه ويلی شو چه دو ی دواړه زمونږ په کلی کښی د سبزيو د کرلو لارښوونکی

د ی . هغوی په لومړنيو وختونو کښی د سبو په کرلو پيل وکړ او د ليدو وړ عايدات يی تر لاسه کړل، په دی ډول مونږ هم ور څخه

زده کړه وکړه. د کلی رئيس وانک څان ګوی چه سږ کال پنځوس کلن د ی، وويل چه په لومړنيو وختونو کښی د کليوالو د عايداتو د زياتوالی دپاره د کلی نوموړو مسلکی کارکوونکو زياتی طريقی وړاند ی کړی وی ، خو د ګه تا تو کلی په دښت کښی واقع دی ، بی د دوو سووهکتاره د کرنی وړ مځکو نه نوری منابع نشته، نو ځکه دصنعتی چارو او تجارتی فعاليتونو اجرا کول يو مشکل کار و .

دو ی د ډير فکر وهلو وروسته دا نظريه تر لاسه کړه چه په کلي کښی د کرنی وړ مځکی هواری او حاصله خيزه دی ، ترمځکی لاندی اوبو د راايستلو او ګټی اخيستی امکانات ښه دی ، نو ځکه د سبو توليد ته د انکشاف ورکولو په برخه کښی پوره زمينه برابره ده .

په ١٩٨٤ کال کښی وانک څان ګوی د کلی له يو بل مسلکی کار پوه سره يو ځای دسبو د ګرين هوس په جوړولو پيل وکړ ، د څو کالو نه وروسته په ګرين هوس کښی د سبو له کرلو څخه ترلاسه شوی موثريت او ګټی په ثابت ډول اوچتی شوی اوپه دی ډول دو ی دواړه د سبو دکرلو تجربی نورو ته ورزده کړی ..

وانګ څان ګوی وويل چه په دغه ډولګرين هوس کښی د سبو د کرلو موثريت او ګټی نسبتا لوړی دی ، هغوی د څه دپاسه لسو کالو تجربو له لاری دا نتيجه لاس ته راوړه چه په صفر اعشاريه يو هکتاره مځکه کښی د نوموړو سبو د کرلو له لاری تر لاسه شوی عايدات په دری هکتاره مځکوکښی د جوا رواو غنمو د کرلو د مځکو څخه د تر لاسه شويو عايداتو سره برابر دی .د څو کالو چيړنو او تجربو له لاری بزګرانو و رڅخه پوره ګټی واخيستی چه وروسته نوموړی

ګرين هوسونه ورځ په ورځ زيات شول. تر ٢٠٠٠ کاله پوری په کلی کښی د ګرين هوسونو شمير يو زرو څلور سوو ته زيات شو او اوس د ګه تا تو کلی د ګرين هوس په يو مشهور کلی بدل شوی دی .

د نوموړو سبو د کرلو او پلورلو له لاری د کلی رئيس وانګ څان ګوی وموندله چه بايد د څو ډوله سبو د کرلو په ځای يو ډول سبو وکرل شی، علت يی دا دی چه داسی محصولات په چټکۍ سره بازارونو ته داخليدای شی .د هغه د پيشنهاد له مخی د کلی په ګرين هوس کښی رومی بادنجان وکرل شول چه ترتيرکاله پوری په کلی کښی د رومی بادنجانو کلنی توليدی اندازه پنځلس زره ټنو ته ورسيده . د ګه تا تو په کلی کښی کرل شوی هر يو رومی بادنجان ډير لوی دی او ډولونه يی هم ډير ښه د ی، نو ځکه په بيلو بيلو ځايونو کښی د سبو او رومی بادنجانو د پيرودلو سوداګران دلته راغلی دی او د يو ډول سبو د توليد په نتيجه کښی د دغه کلی رومی بادنجان شهرت موندلی دی .

د رومی بادنجانو د پلورلو د ښه بازار په باب د کلی يو بل مسول وانګ چينک شوانګ په خوشحالۍ سره وويل زمونږ محصولات د سوداګرانو او مشتريانو له خوا پيژندل شوی دی.او د بيجينګ او تين جينګ په ښارونو او په شمال ختيځ چين کښی ښه بازار لری ، ، کله چه د کا ر ښه فصل رارسيږی، د نورو ځايونو څخه راغلی لاری په ورځ کښی پنځوسو او يا شپيتو عرادو ته رسيږی چه له دی امله په يوه تجارتی مرکز يی بدلون موندلی دی .

د ګه تا تو په کلی کښی د ګرين هوس سبو يوازی خپل کليوالان شتمن کړ ی دی ، بلکه د نورو کليو د بزګرانو دپاره يی هم عايدات زيات کړی دی ، رئيس وانګ څانګ ګوی وويل چه دوی به په ګرين هوس کښی لازيات سابه وکری او کوشش به وکړی چه تر٢٠٠٥کاله پوری به د هر يو کليوال په سر کلنی عايدات لسو زرو يونو ته ورسيږی .اوس دو ی هم د سبو د کرلو په برخه کښی به خپلی تجربی د نورو کليو بزګرانو ته وښيی او هيله من د ی چه د نورو کليو بزګران ژوند هم شتمن شی .