د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی د هند انتخاباتی کميټی د می په ١٧ مه نيټه د يوی بيانيی په خپرولو سره اعلام وکړ چه د هند د ١٤ می دوری ولسی شورا نن جوړه شوه٠ د می په ١٣ مه نيټه د هند د ١٤ می دوری د ولسی شورا انتخاباتی نتيجه اعلان شوه ٠ د سونيا ګاندی په مشرۍ ناسيونال کانګرس او متحدو ګوندونو د واجپايی تر لارښوونی لاندی د هند د ولسي ګوند په مشرۍ پر ملی ديموکراتيک اتحإد باندی غلبه وموندله او په دی توګه د هندپه شورا کښې په لومړی لوی ګوند باندی بدل شو او د کابينی د جوړولو حق يی ترلاسه کړی دی ٠ سونيا ګاندی د می په ١٦ مه شپه د خپل ګوند او متحدو ګندونو په ګډه غونډه کښي د دی اتحإد د مشری په حيث وټاکله شوه او د غه اتحاد هم په دی موافق دی چه سونيا ګاندی دی د حکومت د صدراعظمی دنده په غاړه واخلی ٠
|