په اسلام اباد کی د چين د بين المللی راډيو د خبريالې د خبر له مخی ، د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت نطاق مسئعود خان پرون ( د می په ١٧نيټه ) اعلام وکړ چه پاکستان به په راتلونکی اونۍ په ذروي ساحه کی د باهمې اعتماد په ګټه د تدبيرونو د نيولو په هکله له هندسره خبرې اترې وکړی .
هغه زياته کړه چه د دواړو هيوادونو د خارجه وزارتونو عالي رتبه مامورين به د می له ٢٥ نه تر ٢٦ نيټې پوري په نوي ډيلی کی د ذروي خطر د کموالي او ذروي بحران سره د مقابله کولو په شمول د باهمی اعتماد په ګټه د تدبيرونو نيولو په باره کی بحث وکړي .