<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-18 18:33:02    
چين د اميدوارو او د ماشوم د زيږولو ښځو دمرګ ميزان کموي او د تيتانوس د ناروغۍ په وړاندی د نويو زيږيدلو ماشومانو وقايه کوي

cri

واورئ د چين د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو کاري کميټی ، د عامې روغتيا وزارت او د مالي چارو وزارت د اپريل په لومړنی نيمايي کی په بيجنګ کی په ګډه سره يوه غونډه جوړه کړه او پکي يي د اميدوارو او ماشوم زيږولو ښځو د مرګ د ميزان د کمولو اود تيتانوس د ناروغۍ په وړاندی د نويو زيږيدلو ماشومانو د وقايي لپاره د پروګرام په عملي کيدو سره خپلې تجربې تبادله کړی او د نوي دوری پروګرام يي پيل کړ ٠د چين د صدراعظم مرستيالې او د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کاري کميټې ريسی ميرمنې اوو اي په غونډه کی يوه وينا وکړه او د مربوطو ځايونو او څانګو نه يي غوښته وکړه چه بايد په مداومه توګه د اميدوارو او ماشوم زيږولو ښځو د مرګ د کمولو او د نويو زيږيدلو ماشومانو د تيتانوس د له منځه وړلو لپاره پروګرام عملي کړی ، د علمې انکشاف نظريات دی قايم کړی او د ښځو او ماشومانو حقوق او ګټې دی وساتی ،لازمی لارښوونې دی پياوړی کړی او په دقت سره دی کاري ډلې جوړی کړی څو چه دغه پروګرام په سالم ډول عملي کړای شي ٠

ميرمنې اوو اي دی ته اشاره وکړه چه ښځی د راتلونکو نسلونو د زيږولو او روزلو او ملت ته د دوام ور کولو خاص رسالت په غاړه لري ٠ د ميندو او ماشومانو د ژوند ساتنه يوه عادی طبي موضوع نه ده بلکي د ښځو او ماشومانو د ژوند او د ملت د عمومي پوهې دلوړوالي او د ټولنې د تمدن او ترقۍ سره اړه لرونکی مهمه موضوع ده٠

دغه پروګرام چه له ٢٠٠٠ کال نه تر ٢٠٠١ کاله پوري د چين د لويديځو سيمو په ١٢ ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو کی عملي شوي ، يو داسي پروګرام و چه د نوی چين د تاسيس راهيسی ، د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې په برخه کی ددولت له خوا اچول شوي پانګی تر نورو نه زياتې وی او د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شويدي ٠ دا چه دولت په مستقيم ډول ددی پروګرام لارښوونه کړي ،مختلفو مربوطو خواوو پکی ګډون کړی او په يوه لږه موده کی د مالي او مادې قوتونو په راټولولو سره په عمده توګه د کليوالي ښځو او ماشومانو په ژوند کی وتلي پرابلمونه حل شوي ، يوه ښه او عملي کيدونکی طريقه ده اولازمه ده چه د نوموړو طريقو په عملي کولو او رواجولو سره عملي ګامونه پورته شي ٠

ميرمنې اوو اي په تاکيد سره وويل چه مختلف ځايونه او څانګی بايدجامع پلان جوړ کړی ، په دقت سره دی پروګرام جوړکړی ، لاښوونه دی پياوړی کړی ، خپل خپل مسوليت دی درک کړی ، نظارت او څارنه دی تقويه کړی او په واقعي توګه دی په نوي دوره کی دغه پروګرام عملي کړی ٠ دغه راز بايد ددې پروګرام عملي کول د کليود عامې روغتيا د سيستم د پياوړی کولو سره يو ځای کړی او په پر له پسي توګه دی د کليوالي ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې اساسي شرايط او کاري ميکانيزم بشپړکړی ٠ برسيره پردی ، بايد په لا زيات قوت سره د حکومت ، ټولنې او شخصيتونو قوتونه او منابع راسمبال کړی او په ګډه سره دی د کليوالو د روغتيايي سويی د لوړولو لپاره کوشش وکړی ٠

د چين د منځنيو او لويديځو سيمو د ١٦ ولايتونو ، خودمختارو سيمو او ښارونو دحکومتونو مربوطو مشرانو په غونډه کی ګډون وکړ او په جلا جلا توګه يي د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو له کاري کميټې او د عامې روغتيا له وزارت سره په نوی دوره کی د پروګرام د عملي کولو په باب موافقه ليکونه لاسليک کړل ٠

د فنلينډ د هلسنګی د پوهنتون د يوې څيړنې نه څرګنده شوي چه د هغو اميدوارو ښځو له خوا زيږول شوي ماشومان چه چاکليت خوري ، امکان شته چه تر نورو ماشومانو نه خوشحاله وي ٠

ددي پوهنتون يوه څيړونکی ګروپ د ٣٠٠ تنو اميدوارو ښځوله خوا د ماشومانو د زيږولو د مخه او وروسته د حالت پلټنه وکړه ٠ دغو اميدوارو ښځو د څيړونکو د غوښتنې له مخی د ځانونو له خوا د چاکليت د خوړلو اندازه ثبته کړه او د خپلو ماشومانو د زيږولو د نيم کال نه وروسته يي بيا د ماشومانو مظاهر ثبت کړل ترڅو څيړونکی دغه مظاهر چه ايا ددوې له خوا د چاکليت د خوړلو د اندازی سره رابطه لري که نه ؟ تحليل کړي ٠

په نتيجه کی پيدا شوه چه د هغو اميدوارو ښځو له خوا زيږول شوي ماشومان چه هره ورځ به يي چاکليت خوړل ، کله کله په مسکا کی دي او نسبتا خوشخاله دي او له نوی رامنځ ته شوي حالت څخه نه ويريږی او ور ته مثبت غبرګون ښودلی شی٠خو د هغو اميدوارو ښځو له خوا زيږول شوي ماشومان چه چاکليت يي نه وخوړلی ، د نوي رامنځ ته شوي حالت څخه ويريږی٠

د څيړونکی ګروپ متخصصانو اټکل کړی چه عمده علت يي دا دی چه په چاکليت کی د ورخطايي د کمولو او د احساساتو د خوشحالولو کمياوي عناصر

شته او دغه عناصر د اميدوارو ښځو له خوا د جذبولو نه وروسته بيا جنينونو ته انتقال کيږی څو چه د ماشومانو په احساساتو باندی مثبته اغيزه واچوي ٠ مګر څيړونکو په دی هم اعتراف کړي چه د نورو عواملو اغيزې هم بايد په نظر کی ونيول شي ٠