د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی دچين د بهرنيو چارو د وزارت نطاق ليوجيان چاو د می په ١٨ مه نيټه په بيجنګ کښې په يوه مطبوعاتی غونډه کښي وويل چه چينی خوا هيله لری چه د هند او پاکستان روابط نور ښه والی ومومی څو چه دغه دواړه هيوادونه د خپل ګاونډيتوب له لاری د جنوبی اسيا د سولی – کرارۍ او پرمختګ دپاره خپل حتمی خدمتونه ترسره کړی ٠ ښاغلی ليو جيان چاو دخبريال هغی پوښتنی ته چه د هند د حکومتی مشرانو بدلون د هند او پاکستان پر اوسنيو ښه کيدونکو روابطو باندی کومه اغيزه وکړی نوموړی ځواب ورکړ ٠