<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-19 14:29:02    
مور ته دي پاملرنه وشي

cri
واورئ هر کال د مې دوهمه يکشنبه د مور د نړيواله ورځ يعني د مور جشن دي ٠ د نړۍ د ټولو هيوادونو د ولسونو له پاره د مور مقام مقدس او تر ټولو نه لوړ دي او مور د مينې نشان دي ٠ ځکه د مور مينه تر ټولو نه بي الايشه او پراخه ده ٠ زمونږ په ټولنه کې تل د مور په باب دهيجان وړ کيسې اوريدل کيږي ٠ مثلأ يوي مور خپل زوي ته چه د ارميا په سخته ناروغۍ کې اخته شوي ، د نجات ورکولو له پاره خپل پښتورګي ورکړ، په يوه بي وزله کورنې کې مور ددي له پاره چه خپل دري ماشومان يي له ښونځي څخه بي برخه نشي ، په بهر کې کارونه پيدا کړي او ډير کړاونه او غمونه يي زغملي دي ، دغه راز يوي بي وزلي مور د بي کاره شيانو د پلورلو له لارې يو غورځول شوي ماشوم ته نوي ژوند ورکړي دي ٠ له دي څخه د مور ژوره مينه او پراخه سينه څرګنده شوي ده ٠ چين يو لرغونې او د غوره عنعناتو لرونکې هيواد دي ٠ په چين کې د پلار او مور احترام کول او ور ته پاملرنه کول د يو سړي د اخلاق د قضاوت معيار دي ٠ د چين د اقتصاد په چټکه پرمختيا سره د زړو کسانو د احترام او ور ته د پاملرنې په هکله د خلکو ايډيالوژۍ هم پياوړي شوي ده ٠ سږکال د مې نهمه نيټه د مور د جشن سره مصادفه و ه ٠ په دي ورځ کې د بيجينګ په ډيرو ځايونو کې ليدل کيږي چه د تازه ګلانو په دکانونو کې ډير خلک د تازه ګلانو په اخيستلو بوخت وو٠ د معلوماتو له مخې د نوموړو خلکو په منځ کې زياتره خلک د مور سره د حال او احوال د پوښتنې له پاره تازه ګلان اخلي ٠ د بيجينګ د شه جن شان په ناحيه کې د تازه ګلانو په يو دکان کې يو زلمي خبريال ته وويل چه نن د مور جشن دي ، مو ر زما د ساتنې او روزنې له پاره خپل زيات عمر وقف کړي او زيات کړاونه يي ګاللي دي ٠ زه د ګلانو په اخيستلو سره مور ته خپله مينه او مننه څرګندوم ٠ نن ورځ په چين کې د اقتصاد په چټکه پرمختيا سره سره ډير ځوانان د خپلو چارو د پرمختګ له پاره شپي او ورځې په بهر کې بوخت دي او په دي وجه دومره وخت نه لري چه د خپلو سپين سرو ميندو او سپين ږيرو پلارونو پاملرنه وکړي ٠ د اړوندو معلوماتو له مخې زمونږ په ټولنه کې داسي سپينږيري او سپين سري ډيري ليدل کيږي چه په ځانګړي ډول ژوند کوي ، دوي ډير تنها او بي وزلي دي او دي ته زياته اړتيا لري چه اولادونه يي تل بيرته کور ته راشي ٠ د مور د سږني جشن په ورځ کې سپين سري يان يي ون چه د بيجينګ د شه جنګ شان په ناحيه کې اوسيږي په خپل کور کې په ډيره خوشحالي سره خبريال ته وويل چه نن زه ډيره خوشحاله يمه ، ځکه لور او زوي مې دواړه ټول زما د کتلو له پاره کور ته راغلي دي ، زه خبره يمه چه دوي د کار له امله ډير مصروف دي ٠ زيات وخت نه لري چه ډير ځل کور ته را شي٠ په دي هکله زه خفه نه يمه ٠ د مور زړه او سينه پراخه ده ، د اولادونو په توګه بايد کوشش وکړي چه د وخت په لرلو سره خپل مور او پلار وګوري ٠ په دي ناحيه کې اوسيدونکي ميرمن وانګ ياين لږه موده د مخه يو ماشوم وزيږاوه ، هغې خبريال ته وويل چه زه يوه يوه مياشتنې لور لرم ، د مور په توګه زه په ژوره توګه احساسوم چه اولادونه پر مور باندې څومره ګران دي او مور د خپلو اولادونو سره ژوره مينه لري ٠ که چيري وخت ولرم ، زه به حتمأ تل د مور او پلار کور ته لاړ شم او د دوي له پاره به څه کار وکړم ٠ په دي وروستيو کلونو کې په چين کې يوه ډيره ښکلي سندره ډيره د خلکو په منځ کې ډير شهورت لري چه نوم يي دي ، تل کور ته راشه او له مور سره کتنه وکړه ٠ په دي سندره کې ويل شوي د کتنې له پاره تل کور ته راځه ، له مور سره مرسته وکړه ، کاسې ومينځه ، د مور څه خبري واوره ، يا له پلار سره د خپل کار په باب خبري وکړي ،د کورنې دغړو يو ځايښت د زړو کسانو يوازني هيله ده ٠ له دي سندري نه مونږ ته دا ښودل شوي چه خپلې ميندي او پلارونه هير نه کړو او تل د دوي پاملرنه وکړو ٠