د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د هند خبري تراست د روانې مياشتې په ١٩ نيټه د هند د ملي کانګرس د لارښوونکي په قول خبر ورکړ چې ددې ګوند رئيسې سونيا ګاندي د ګوند د نورو لارښوونکو هغه بلنه رده کړه چې ورځنې يې غوښتنه وکړه خپله رويه بدله کړي او د هند د صدراعظم دنده په غاړه واخلي ددې نه مخکې د ملي کانګريس وياندې مبيکا سوني په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د ګوند لارښوونکو له سونيا ګاندي څخه غوښتنه وکړه چې بايد د صدراعظم د دندې د په غاړه نه اخيستنې په باب خپله پريکړه بيا په نظر کې ونيسي
٠