د سينهو ا اژانس د خبر له مخې د پاکستان قباييلي وسله والو کسانو په ١٩ نيټه د جنوبي وزيرستان په سيمه کې ٤ تنه بهرني غيرقانوني وسله وال کسان نيولي دي ٠ د خبر له مخې د هغې موافقې سره سم چې د پاکستان د حکومت او د قبايلو د سيمو د وسله والو قواوو ترمنځ رامنځته شوې ده د قباييلي سيمې څه دپاسه يو زرو تنو وسله والو کسانو د ١٨ نيټې په شپه په سيمه کې د غيرقانوني وسله والو کسانو د لټولو په کار پيل وکړ ، نوموړي ٤ تنه نيول شوي غيرقانوني وسله وال کسان بهرني پاسپورتونه لري د موافقې له مخې د پاکستان مقاماتو په قبايلي سيمه کې له پوځي عملياتو څخه لاس واخيست او د قباييلي سيمې وسله واله قوه هم په دې سيمه کې پټ شوي خارجي وسله والو کسانو ته پناه نه ورکوي ٠
|