د سين هوا اژانس د خبرله مخی دوزيرانو په درجه دبرتانيوي کامنويلت دغړو هيوادونوعملياتی ګروپ د می په دوه ويشتمه نيټه په لندن کښی اعلام وکړ چه دبرتانيوي کامنويلت د پريکړې له مخې په دي کامنويلت کی د پاکستانه هغه غړيتوب اعاده کړي شي کوم چه د څلورو کالو دپاره قطع شوی دی ،همداراز يی د هغو برياليتوبونو څخه خپله خوښۍ څرګنده کړه کوم چه په دی وروستيو کلونو کښی د ديموکرايتکو اصلاحاتو په بهير کښی د پاکستان له خوا تر لاسه شوی دی .
د برتانيوي کامنويلت سر منشی مکيمون په مطبوعاتی مرکه کښی وويل چه برتانيوي کامنويلت د پاکستان د هغو تدبيرونو څخه خپله خوښۍ څرګنده کړه کوم چه د ديموکراسۍ د پرمخبيولو دپاره نيول شوی دی ، خودوی به لا هم په مداومه توګه د پاکستان ديموکراتيک بهير ته متوجه وی .