<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-24 19:19:58    
چين د ساينس او تکنالوجۍ په وسيله د کرنې ودی ته ګړندی کوی .

cri

واورئ زراعت دچين د ملی اقتصاد بنسټ دی . په دی وروستيو کلونو کښی دچين

حکومت کرڼی ته دوده ورکولو او د بزګرو د عايداتو دزياتولی مسئلی ته ډير متوجه دی. په دی وروستيو وختونو کښی دچين د ساينس او تکنالوجۍ د وزارت مامور

زمونږ د راډيو د خبريال سره په يوه مرکه کښی وويل چه روان کال به حکومت په زراعتی چارو کښی لا زياتی علمی او تخنيکی قوې واچوی او د غلودانو عمومی توليدی طاقت به پياوړی کړی ،په کليو کښی د صنعتی کيدو دپاره د علم او تخنيک څخه ګټه واخيستل شی او د علمی او تخنيکی صنعت په واسطه به د بزګرو عايدات زيات شی .

ښاغلی ځاو لو وا د لويديځ چين د شان سی ولايت د می ولسوالی د با لی په کلی کښی يو بزګر دی .. په دی وروستيو څو کلونو کښی ښاغلی ځاو لو وا تل د مځکنی توتونو په کرلو بوخت دی..سر د پروسږکال د پيل نه هغه د مځکنی توتو نوی تخم انتخاب کړی دی .، نن ورځ مځکنی توتو ده ته د ليدو وړ عايدات او ګټی رسولی دی . هغه وويل ما ديوه کار پوه ترلارښوونی لاندی د شمال لويديځ چين د کرڼی او

ځنګلدارۍ د پوهنتون د تخنيکونو په انتقالولو سره د نوی ډول مځکنی توتو په کرلو پيل کړی دی . پخوا می د مځکنی توتو بوټی کرل چه په هر واحد مځکه کښی د مځکنی توتو توليدی اندازه به يوازی زر کيلو ګرامو ته رسيدله ، خو اوس می ښه بوټی کرلی چه دد دغه ډول مځکنی توتو توليدی اندازه له دوو زرو کيلو نه تر دووزرو پنځوسوو کيلو ګرامو پوری زياته شوی ده او موثريت او ګټی يی يوه چنده زياتی شوی دی . بزګر ځا و لو وا په چين کښی د کرڼی د ساينس او تکنالوجۍ د مروجولو کټه

اخيستونکی دی . له دی کبله چه د چين حکومت کرڼی او د بزګرو مسئلی ته ډير متوجه دی ، په دی وروستيو څو کلونو کښی دچين علمی او تخنيکی څانګو د کرڼی د علمی او تخنيکی کارونو د پرمختګ دپاره ستری هلی ځلی کړی او د دولت په علمی او تخنيکی کارونو کښی يی د زراعتی ساينس او تکنالوجۍ ته يی مهم ځای ورکړی دی ،.په عين وخت کښی مرکزی حکومت د زراعت د ساينس او تکنالوجی په کار کښی زياتی پانګی اچولی دی او له ١٩٩٩ کا ل څخه تراوسه پوری هرکال د اوه مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی د ساينس او تکنالوجۍ د بهربرداری او رواجولواو د علمی څيړنی د شرايطو د ښه والی په کار کښی اچولی دی .هغه دا کار د چين دساينس او تکنالوجۍ د لومړۍ توليدی قوی په توګه ګڼی .دچين د علمی او تخنيکی وزارت په اړوند د کرڼی او ټولنيزی ودی د رياست مرستيال جا جينګ دينګ پهدی نظر دی چه په اوسنی چين کښی د زراعتی ودی او د بزګرو د عايداتو د زياتوالی په بهيرکښی ساينس او تکنالوجۍ به ورځ په ورځ مهم رول ولوبوی .هغه وويل چه ساينس او تکنالوجۍ په زراعت او کليوالی اقتصادی وده کښی لارښوونکی رو ل لوبوی ، په تيره بيا اوس چين د صنعتی او ښاری کيدو د چټکی ودی دوری ته داخل شوی دی .د کرڼی او د کليوالی اقتصاد دودی د چټکتيا دپاره اساسی لاره په ساينس او تکنالوجۍ اتکا کوی . په دی وروستيو څو کلونو کښی دچين په زراعتی ساينس او تکنالوجۍ کښی ځينی پرمختياوی تر لاسه شوی دی او په پوره کوشش سره دغه علمی او تخنيکی لاس ته راوړنی په زراعتی توليداتو کښی استعما ل شوی دی .خو د زراعتی علمی او تخنيکی لاس ته راوړنو د بدلون او رواجولو کار لا تراوسه دچين په زراعتی ساينس او تکنالوجۍ کښی يو کمزوری کړۍ ده .او هر کال يوازی او يوازی په سلو کښی ديرش زراعتی علمی او تخنيکی نوی لاس ته راوړنی رواج موندلی او داستفادی وړ ګرځيدلی دی.

دمعلوماتو له مخی دعلمی او تخنيکی لاس ته راوړنود بدلون د پرمخبيولو دپاره به په چين کښی د ساينس او تکنالوجۍ د رواجولوځانګړی ټولګی جوړ شی ، همدا راز به د ساينس او تکنالوجۍ د تعميم له لاری د ګڼ شمير بزګرو علمی او تخنيکی کلتوری سويه اوچته شی. څو چه دوی د علومو او تکنالوجۍ استفادی ته ستر اهميت ورکړی.

په چين کښی د علاقه داريو د تصديو اته زره صنعتی سيمی جوړی شوی دی . دزراعت د وزارت د تازه احصائيو ارقامو څخه چرګنديږی چه د روان کال په لومړۍ درو مياشتو کښی په ټول هيواد کښی د علاقه داريوتصديو په سالم او ثابت ډول وده کړی ده . دزراعت د وزارت د معلوماتو له مخی اوس د چين په کليو کښی اته زره صنعتی سيمی شته .د هغو کليوالی تصديو علمی سويه نسبتا لوړه ده کوم چه صنعتی سيمو ته داخل شوی دی .اوس په دغو صنعتی سيمو کښی نهه لکه څلورڅلويښت زره تصدۍ شته چه تر لاسه شوی عايدات د ټولو کليوالی تصديو د عايداتو په سلو کښی نولس اعشاريه شپږ نيسی . د بيجينګ په ښار او دجيانګ سو جه جيانګ ، کوانګ دونګ او شان دونګ په ولايتونو کښی د کليوالی تصديو

صنعتی سيمی نه يوازی د شميراو پيمانی له لحاظه زياتی او لويی دی، بلکه د کوچينيو علاقه داريو له ابادۍ سره يو ځای شوی دی چه په نيتجه کښیخدمتی چارو وده کړی ده او د کليو د ښاری کيدو بهير چټک شوی دی .په کليو او علاقه داريو کښی صنعتی سيمی د روان کا ل په لومړۍ ربع کښی د کليوالی تصديو د چټک انکشاف مهم عامل ګرځيدلی دی .

.