<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-24 22:28:57    
مشرف له سينګ سره تلفوني خبري وکړي

cri

د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس مشرف د مي په درويشتمه نيټه د هند له نوي صدراعظم مانموهان سينګ سره تلفوني خبرې وکړي ٠ په خبرو کې دواړو خواوو د دواړو هيوادونو ترمنځ د روابطو د دوامدار ښه والي او د خپل منځي پيل شوي سوله ايز بهير د پرمخبيولو هيله څرګنده کړېده ٠ د غې تلفونې خبرې د هند حکومت د بدلون نه راهيسي د دواړو هيوادونو د مشرانو ترمنځ لومړني مستقيم تماس دي ٠ د پاکستان د خارجه وزارت نطاق مسعود خان وويل چه نوموړو خبرو د شلو دقيقو له پاره دوام درلود٠ جمهوررئيس مشرف په تلفون کې د هند د صداعظم په توګه د سينګ د مقرريدو په نسبت ور ته مبارکۍ وويله ٠ دغه راز دواړو مشرانو دا هيله څرګنده کړه چه د ديالوګ او سولې له لاري به د کشمير په شمول د ټولو مسئلو د حل ، د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي روابطو د پرمخبيولو او د سيمه ايزې سولې او ثبات د ساتلو له پاره کوشش وکړي