<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-25 18:16:22    
د ميندو د روغتيايي ساتنې د سرويس په نامه د پروګرام په عملي کيدو سره د لويديځ چين اتو لکو غريبو ښځو ترې ګټې اخيستی دي .

cri

واورئ د چين د لويديځی سيمې د شان سي ولايت د فو پين ولسوالی د دو څون کلي ښځه وانګ سين اي د ناروغۍ د ناڅاپه پيښيدو په خطرناک وخت کی ، د ميندو د روغتيا ساتنی سرويس پروخت هغه روغتون ته ورسوله چه د علاج کولو نه وروسته نوموړی ښځه روغه او جوړه شوه ٠

د معلوماتو له مخي ، د ميندو د روغتيا ساتنی د سرويسونو په نامه د عامه خير ښيګڼو لوي فعاليت چه مقصد يي د چين د لويديځو غريبو سيمو ښځو ته د روغتيا خدمتونه برابرول دي ، د ٢٠٠٣ کال د جولاي په مياشت کی په عملي کيدو پيل کړی او له هغه وخت راهيسي ، نژديو اتو لکو ښځو د وانګ سين اي په شان د روغتيا په لاری باندی ګامونه پورته کړيدي ٠

د ميندو د روغتيا ساتنی د سرويسونو په نامه پروګرام يو داسي د عامه خير ښيګڼو لوي پروګرام دی چه د چين د ښځو د ملي اتحاديي او د چين د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کاري کميټې د دفتر له خوا اداره کيږي او د چين د ښځو دانکشافي صندوق له خوا عملي کيږي ٠ دغه پروګرام د ګرځندو طبي سرويسونو په شکل د چين د لويديځو سيمو د غريبو ښځو لپاره د روغتيا په باب نظريات ، معلومات او خدمتونه برابروي څو چه په غريبو سيمو کی په ښځينه ناروغيو د ښځو د اخته کيدو ميزان او د اميدوارو او ماشوم زيږولو ښځو د مرګ ميزان ټيټ کړی شی

او په هر اړځيز ډول د لويديځو غريبو سيمو د ښځو د روغتيا سويه لوړه کړی شي ٠

د چين په لويديځو سيمو کی د طبيعي او تاريخي علتونو له امله ، د محلي اقتصادي او ټولنيز انکشاف سويه نسبتأ ټيټه ده او د خلکو د ژوند چاپيريال ، په تيره بيا د طبي علاج او خفظالصيحی شرايط ښه نه دي ٠ دغه راز غريبې ښځې له ځان سره د پاملرنی پوهه او د روغتيا ساتنی په باب زيات معلومات نه لري ، نو ښځينه ناروغيو د کليوالي ښځو په روغتيا باندی ډيره ناوړه اغيزه اچولي او د اميدوارو او ماشوم زيږولو ښځو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مرګ ميزان هم د چين د سواحلي پرمختللو سيمو څخه لوړ دی ٠

په دې وروستيو کلونو کی ، د چين حکومت په وار سره د دوو سوو مليونو ژن مين بي يونو په اچولو سره ، د چين په لويديځو سيمو کی د اميدوارو او ماشوم زيږولو ښځو د مرګ د ميزان د ټيټوالی او د تيتانوس د ناروغۍ په وړاندی د نويو زيږيدلو ماشومانو د وقاعي او واکسين په غرض پروګرام عملي کړی چه د لويديځو غريبو سيمو د ښځو او ماشومانو د روغتيا د حالت د ښوالي لپاره يي مثبت رول لوبولی دی ٠د ميندو د روغتيا ساتنی د سرويسونو په نامه پروګرام د محلي طبي سازمانونو په اتکا د غريبو سيمو د ښځو لپاره د ناروغيو د علاج او د روغتيا د ساتنې خدمتونه برابروي ٠ مثلا دوي د راز راز سيمينارونو د جوړولو او د طبي روزنی د ورکولو له لاري غريبو ښځو ته د روغتيا ساتنې په باب معلومات ور کوي او دوي ته د علمي معلوماتو د عموميت لپاره لاسي کتابونه ويشي څو چه غريبي ميندې د روغتيا ساتنی په باب علمي معلومات تر لاسه کړی او په ناروغيو د اخته کيدو علتونه وپيژني او له منځه يي يووسي ٠نو د لويديځو غريبو سيمو ميندې په صميمانه توګه د روغتيا ساتنې سرويسونو ته د ميندو سرويسونه او د روغتيا ساتنې سرويسونه بولي ٠

د چين د ښځو د انکشافي صندوق د دفتر مرستيالې ميرمنی جانګ ون وويل چه د ميندو د روغتيا ساتنې هغه ٢٠٣ عرادې سرويسونه چه د لومړی ډلې په توګه راټول شوي ، اوس د چين د لويديځو سيمو د شان سي او ګوي جو په دوو ولايتونو کی د روغتيا ساتنی په خدمت بوخت دي٠ د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوري ، د روغتيا ساتنې سرويسونو د شان سي او ګوي جو په دوو ولايتونو کی نژديو دوو لکو ٣٠ زرو ښځو ته د روغتيا ساتنې په باب طبي معلومات ور کړي ، د ٧٥ زرو ښځو لپاره يي د ناروغيو تشخص يا علاج کړی او په وړيا ډول يي د يو لکو يونو په ارزښت دواګانې ويشلی دي چه ٥ لکو ٥٠ زرو تنو کليوالي ښځو د ښځو او ماشومانو د روغتيا ساتنې په باب د معلوماتو له خپرولو نه ګټې اخيستي دي ٠

د ميندو د روغتيا ساتنې د سرويسونو په نامه پروګرام د ټولنې د مختلفو حلقو مرسته او ملاتړ تر لاسه کړيدی ٠ ددې پروګرام د عملي کيدو راهيسي ، په وار سره زياتو صنعتي توصديو، حکومتي ارګانونو او شخصيتونو نغدي بسپنې ور کړيدي ٠د چين ملکي هوايي څانګو د ګرد هيواد په ٦٢ هوايي ډګرونو کی د نغدي بسپنو د راټولولو لپاره ٢٠٠ صندوقونه جوړ کړي او د سياګليلا د هوټلونو ګروپ هم د خپلو منسوبينو په منځ کی د غريبو ميندو روغتيا ته د پاملرني د څرګندولو لپاره د جيب

خرڅ د راټولولو په فعاليت لاس پوري کړيدی ٠د معلوماتو له مخی ، د نغدي بسپنو په زياتيدو سره به د ميندو د روغتيا ساتنې د سرويسونو په نامه پروګرام د چين د لويديځو سيمو په ١٢ ولايتونو او خودمختارو سيمو کی په هر اړخيز ډول عملي شي ٠