<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-25 23:08:55    
د چين د بهرنيوچارو د وزارت د مطبوعاتی اداری په بلنه چين ته د افغانستان او پاکستان يوګډ مطبوعاتی هيات راغلی دی .

cri

نوموړي هيات به د لسو ورځو په موده کی د چين له بيلا بيلو فرهنګی او کلتوري مرکزونو څخه ليدنه وکړي او هم به د اړوند مسؤلو چارواکو سره د کلتوري او فرهنګی چارو اړيکو په باب خبری اتری وکړي .

 نن د غرمی وروسته نوموړي هيات د چين بين المللی راډيو ته راغلی ؤ او لومړي يي د راډيو د چارواکو لخوا د سی ار ای راډيو په باب يو لړ معلومات واوريدل . ورپسی د هيات غړو په جلا جلا توګه د اردو او پښتو له څانګو څخه ليدنه وکړه . په نوموړي ګډ مطبوعاتی هيات کي د افغانستان خوا غړي چه په ترکيب يي د افغانستان د راډيو – تيلويزيون لوي رييس ښاغلی غلام حسن حضرتی ، د باختراژانس لوي رييس ښاغلی توحيدی ، د هيواد د ورځپاڼې رييس ښاغلي اجرالدين اقبال ، د افغانستان دژورنالستانو د اتحاديی مرستيال حفظ الله بارکزی ، دانيس د ورځپاڼی مرستيال عبدالعليم شفيق او په کابل کې د ملګرو ملتو د دفتر خبريال شعيب شريفی شامل دي ، نوموړي ليدنه کتنه په ډيره دوستانه فضا کی ترسره شوه . د کتنی په ترڅ کی د چين د بين المللی راډيود پښتو خپرونی د کارکوونکو لخوا نوموړي هيات ته د پښتو خپرونی د څرنګوالی او راتلونکوپرمختګونو په اړوند او همداشان د چين او افغانستان ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او ګډو همکاريو په باب څرګندوی وشوی چه د هغوی د پاملرنی وړ وګرځيدی .