د سين خوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان د مطبوعاتی ذرايعو د ٢٦نيټې د خبر له مخی ، کويټې ته نژدي د سکرو په يوه معدنی کان کی پرون د ګاز چاودنه وشوه چې په نتيجه کې ١٥ تنه کارګران چې په کار بوخت وو مړه شول٠ نن سهار وختي د ژغورنې کارکوونکو د دريو تنو مړه شويو کسانو مړي پيدا کړي دي ٠ د دې پيښې نه وروسته محلي حکومت سمدستي د ژغورنې کارکوونکي نوموړي کان ته ورولږل ترڅو د نوموړي پيښې په وړاندې تحقيقات وکړي ٠
|