<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-26 22:00:11    

د يو پوليس او مجرمې ترمنځ موافقيت نامه


cri

واورئ دا يوه ريښتيانې کيسه ده چه د چين په وو خان ښار کې رامنځ ته شوي ده ٠ د پوليس ليو جي پينګ عمر سږکال دري ديرشو کالو ته رسيدلي او دمنځني چين په وو خان ښار کې د يوه عادي پوليس په توګه دنده ترسره کوي ٠ په ٢٠٠٢ کال کې د نوموړي پوليس له خوا د غلا په تور يوه ميرمن چه ګون ون جون نوميږي ، ونيوله شوه ٠ پوليس د نوموړي ميرمن د نيولو په وخت کې د هغې په کور کې يوه ماشومه نجلۍ وليده چه د کور په يوه کنج کې په ډيرې چوپ چوپتيا سره ناسته ده او کتاب لولي ٠د پلټنې او د نجلۍ څخه د پوښتنو نه وروسته پوليس ليو جي پينګ ته دا څرګنده شوه چه هغه د مجرمې ګون ون جون لور ده ، نوموړي نجلۍ په همدغه وخت د څوارلسو کالو وه او په منځنې ښونځي کې يي زده کړه کوله ،نجلۍ جن جن د خپلې يوازنې مور سره ژوند کاوه او پلار يي ددي مور څخه څو کاله د مخه جلا شوي و ٠ له دي امله چه د نجلۍ مور يوه جنايتکاره ميرمن وه ، کله چه د پوليس له خوا د نجلۍ مور د غلا په تور ونيوله شوه ، نو نجلۍ په کور کې يوازي او پرته له کوم سر پرست پاتې شوه ٠ پوليس په دي وخت کې هغې ته ديرش ژن مين بي يوانه ورکړل او ورڅخه يي وغوښتل چه لمړي يو څه خواړه وخوره او بيا د خپلې انا يا نورو خپلوانو کور ته ولاړه شه ٠ خو د څه مودي له تيريدو د وروسته يوه ورځ يوليس ليو جي پينګ د اړونده کارونو د پلټنې له پاره يو ځل بيا د مجرمې ګون ون جون کور ته راغي او ويي ليدل چه د ګون ون جون ماشومه لور لا هم په کور کې پاتې ده او د خپلوانو کور ته نه ده تللې ٠ خو د همدې يوازيتوب او بي سرپرستي له امله ماشومه نجلۍ جن جن ډيره کمزوري شوې وه ٠ په دي وخت کې پوليس ليو جي پنګ ور څخه پوښتنه وکړه چه ته ولي د خپلوانو کور ته نه يي تللي ؟ ايا ډوډۍ دي خوړلې ده ؟ خو نجلۍ په لومړي ځل هيڅ ځواب ور نکړ او له لږ تم وروسته يي په ځواب کې وويل چه ټوله ورځ مي ډوډۍ نه ده خوړلي او تر اوسه يوازي پاتي يم ٠ پوليس لي جي پينګ ته ددي وضعي په ليدو سره دا څرګنده شوه چه د نجلۍ ټولو خپلوانو د بيلا بيلو علتونو له امله د نجلۍ منلو ته غاړه نه ده ايښي ٠ نو په دي توګه پوليس ليو جي پينګ ډير خواشيني شو او په دي سوچ او انديښنه کې شو چه يوه څوارلس کلنه ماشومه نجلۍ پرته د مور او پلار او يا د بل چا له مرستې نه څرنګه کولي شي چه په يوازي توګه ژوند وکړي په دي ډول پوليس ليو جي پينګ له ځان سره پريکړه وکړه چه بايد تر خپلې وسي پوري له دغې بي وزلي نجلۍ سره مرستې وکړي او هغه په خپل کور کې وساتي ٠ لومړي هغه بنديخانې ته ورغي او د نجلۍ مور ګونګ ون جون يي له خپلې پريکړي څخه خبره کړه ٠ د پوليس ليو جي پينګ له پاره غير منتظره خبره دا وه چه ګونګ ون جون ور ته وويل چه ته بايد زما د لور د ساتنې او روزنې په باب له ما سره يوه موافقت نامه لاسليکه کړي ٠ ليو جي پينګ په ټينګ ور ته وويل چه سمه ده ، زه دغه موافقت نامه له تا سره لاسليکوم ٠ ور پسي ليو جي پينګ د نجلۍ جن جن د ساتلو په اړه د موافقت نامې يوه مسوده وليکله او بيا يي د ٢٠٠٢ ميلادي کال د جون په مياشت کې د مجرمې د لور د ساتنې په باب پر نوموړي موافقت نامې باندې د نجلۍ د مور ګون ون جون او د پوليس ليو جي پينګ له خوا امضاګانې ولګول شوي ٠ د نوموړي موافقت نامې اصلي متن داسي دي ، پوليس ليو جي پينګ دي تر هغه وخت پوري چه نجلۍ جن جن لويه شي او په ټولنه کې استخدام او کار وکړي ، د هغه د ژوند او ساتنې دنده په غاړه واخلي ٠ چه ددي موافقت نامې په اثر د نجلۍ جن جن ژوند او زده کړه تر تضمين لاندې راغلي ٠ښاغلي ليو جي پنګ نه يوازي د هغه ژوند ته ډيره پاملرنه کوي بلکه د زده کړې او درس لوستلو څخه يي هم پوره مسئوليت په غاړه لري ٠ مثلأ هره ورځ سهار ليو جي پنګ دغه نجلۍ ښونځي ته استوي او ماښام يي خپل کور ته راوړي او هغه داسي روزي لکه د يوه پلار په شان او نجلۍ هم د يوازيتوب څخه د پلار ني ميني غيږ ته لويدلې ده ٠ په دي توګه د ليو جي پينګ تر پاملرنې لاندې د نجلۍ جن جن ژوند د خوښي او خوشحالۍ څخه ډک دي ٠ کله چه مجرمې ګون ون جون په بنديخانه کې د خپلې لور د ښي روزنې او پالنې په باب خبر واوريد ، نو ډيره ډير ه خواشيني او اوښکي يي له سترګو څخه ډکې شوې او پوليس ليو جي پينګ ته يي يو خط واستوه ٠ په دي ليک کې ليکل شوي و چه اوس زه يوه غوښتنه لرم او باور او يقين لرم چه زما لور جن جن او تاسو به زما له دغې غوښتنې او پريکړې څخه ملاتړ وکړي او زما د نوموړي غوښتنې په اړوند پوره ډاډ ولري ٠ زما غوښتنه او پريکړه دا ده چه په بنديخانه کې د يو کال په موده کې ټولې تر لاسه شوي پيسې د بي وزلو ماشومانو سره د مرستې په خاطر د بسپنې په توګه ورکړم ٠ له دي امله د حکومت څخه ډيره مننه کوم او په عين وخت کې په خورا جديت سره خپلو قانوني مجازاتو تيرولو ته غاړه ږدم ٠ د سږکال په لومړنيو ورځو کې نجلۍ جن جن د پوليس ليو جي پينګ سره يو ځاي د خپلې مور د ليدو له پاره بنديخانې ته ورغله او د خپلې مورسره يي وکتل ٠ په دي وخت کې چه کله ګون ون جون خپله لور وليدله ، د سترګو څخه يي اوښکې د اوبو په شان و بهيدي، نوموړي پوليس ليو جي پينګ ته مخ واړاوه او ويي ويل چه زه به په ټينګ عزم سره په بنديخانه کې ځان اصلاح او وروزم او ځان به په يوه ښه انسان بدل کړم ٠ د ګون ون جو لور جن جن همداوس په خپل ښوونځي کې ډير برياليتوبونه ترلاسه کړي او د پوليس ليو جي پينګ او اړوندو څانګو تر پاملرنې او روزنې لاندي په روغه جوړه او په ډيري خوشحالي سره خپل ژوند تيروي ٠