د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی د پاکستان جمهوررييس مشرف وويل چه د پاکستان د مځکنيو او هوايي قواوو اړوند ځينوهغو افسرانوچه رتبه يي ټيټه ده ، د تيرکال په پای کی د هغه د وژنی په عملياتو کی برخه درلوده .
ښاغلی مشرف د می په ٢٦نيټه د هغه هيواد د GEOد تيلويزيونی سټيشن له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چه د تيرکال په پای کی د القاعدی لخوا د هغه د وژنې په ناوړه مقصد تروريستی عمليات رامنځ ته شوی ؤ او د پاکستان د مځکنيو او هوايي قواوو اړوند ځينوټيټ رتبه ؤ افسرانو په کی هم برخه درلوده . اوس له دي امله څو تنه افسران نيول شوي او تر علنی محاکمی لاندي به ونيول شي .
د خبر له مخی د ښاغلی مشرف په نظر نوموړی کسان د افراطيونوله خوا د پيسوپه ورکولو دی عملياتو ته هڅه وړ شوی و
د تيرکال د دسمبر په ١٤او ٢٥ نيټه جمهوررييس مشرف په راوالپينډی کی دوه ځله لپاره د ناوړه قصد له بريد سره مخامخ شوی ؤ .