د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځي مقاماتو د روانې مياشتې په ٢٩ نيټه اعلان وکړ چې پاکستان په همدې ورځ په بري سره د حاتف په نامه پنځم ډول باليستيک توغندي توغولې ده چې ذروي ګولۍ يې له ځانه سره وړلي شي ٠ د پاکستان د پوځي مقاماتو د مطبوعاتي ابلاغيې سره سم د نوموړي توندي ليري فاصله يو زر پنځه سوو کيلومترو ته رسيدلی شي او د ذروي ګولۍ په شمول هرډول ګولۍ له ځان سره وړلای شي ٠ د پاکستان صدراعظم ظفرالله خان جمالي د نوموړي توغندي د ويشتلو منظره وکتله ٠