<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-29 22:40:31    
د مرغانو د سختې انفلونزا د ناروغۍ د وقايی او تداوۍ په باب څه معلومات

cri

١_ د مرغانو د سختې انفلونزا په ناروغۍ ،اخته کيدنه او د سرايت خصوصيتونه :

١) دمرغانو انفلونزا څه شی دی او د مرغانو د انفلونزا سختوالي څه دی ؟

دمرغانو انفلونزا د کورني او وحشي مرغانوپه منځ کي د A ډول انفلونزا د ويروس په اثر راپيدا شوي ساري ناروغي ده چه نښې يی دا دي _ عمومأ د تنفس او هضمي په جهازونو کي تکليف را منځته کوی او د مرګ ميږان يي کم دی . مګر دهغو مرغانو لپاره چه د ناروغۍ حالت يي نسبتأ سخت ښکاري يا په بل عبارت په ټول بدن کی يي د وينو د توييدو او مسموميدو حالت رامنځه ته شوي وی نو چه د مرګ امکانات ئ زيات وي . د ناروغۍ دغه توپير د مرغانو انفلونزا د ويروس په ډولونو پوری اړه لري .

د مرغانو په بدن کی د انفلونزا د څرنګوالي له مخی د مرغانو انفلونزا په سخت ، سپک او سرايت نه لرونکې ناروغۍ ويشل کيږی . د H5N1 سرمه ئ ډوله ويروس په اثر راپيدا شوي ساري ناروغي چه اوس په ځينو هيوادونو او سيمو کی موندله شوې ، د مرغانو دسختې انفلونزا په نامه ياديږي چه د ناروغۍ د اخته کيدو او مړه کېدو ميزانونه يي جګ دي .

٢) ايا د نوموړي سختې ناروغۍ د پټيدو موده څومره ده او په دې موده کی يي سرايت کوی يا نه ؟

د مرغانو د انفلونزا د پټيدو موده له څو ساعتو نه نيولی بيا تر څو ورځو پوري دوام مومی چه تر٢١ورځوپوري هم دوام لري . دغه شان د ناروغۍ په دي مرحله کی د سرايت امکان شته .

٣) د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د خپريدو لاره څه ده ؟

د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ دخپريدو لارې په دی ډول دي چه يوه يي د ناروغو مرغانو او روغو مرغانو ترمنځ مستقيم تماس دی او بله يي د ويروس سره ککړتياوو له امله غير مستيقم تماس دی . د مرغانو د انفلونزا ويروس د ناروغو مرغانو د هضمولواو تنفس کولو په جهازونو او نورو بدنی انساجو کی راپيداکيږي . نو په دی اثر ويروس د ناروغو مرغانو د سترګو ،ټونګو بامښوکو او خولو داوبو او غايطه موادو سره د بدن نه بهر ته ايستل کيږي .

٤) د مرغانو دسختې انفلونزا د ناروغۍ د اخته کېدو نښې څه دي ؟

که مرغان په نوموړي ناروغۍ اخته شوي ،مرغان په لنډ وخت کي ليدل کيږي چه اشتها يي خرابه ده ، بدنی حرارت يي ژر لوړيږي ، روحيه يي ښه نه ده او په زياتې اندازې سره مړه کېږی .

٥) د مرغانو انفلونزا د سختې ناروغۍ سرايت څه خصوصيتونه لري ؟

ددغه ډول ناروغۍ ويروس د معمولي انفلونزا له ويروس سره زيات توپير نه لري او د کال په څلورو فصلونو کی موندل کيدای شي ،په تيره بيا د ژمي او پسرلی په ورځو کی په اسانه توګه منځ ته راځی ځکه چه د دغه ناروغۍ ويروس د ټيټ حرارت په شرايطو کی په انسانۍ سره خپريږي .

٦) ايا د مرغانو انفلونزا د هګيو له لاري خپريږي ؟

د مرغانو سخته انفلونزا په عمده توګه دهوا ، غايطه موادو، حيوانی اعاشيو اوخوراکه باب او د څښلو د اوبو له لاري خپريږي . مګر له ازمايښتو نه هم څرګند شوي چه د هغو هګيو په منځ کی چه ويروس وړونکی چرګ يي اچوی ، د انفلونزا ويروس شته .

د خوښۍ خبره دا ده چه چين په بريالی توګه يو ډول واکسين جوړ کړی دی چه دمرغانو د ايچ ٥ اين ١ ډول (H5N1) سختی انفلونزا د وقايي لپاره ډيره اغيزه لري .