<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-30 22:55:02    
پاکستان او هند دا نيت څرګندکړی دی چې خپل منځي مناسبات ښه کړي

cri

د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم ظفرالله جمالي د روانې مياشتې په ٢٩ نيټه د هند د نوي صدراعظم مانموهان سينګ سره د تلفوني خبرو په بهير کې دا هيله څرګنده کړه چې پاکستان او هند کولای شي چې د خپل منځي ديالوګ بهير ته چې مخکې پيل شوی دی دوام ورکړي او دا خبره يې بيا تاييده کړې ده چې پاکستان نيت لري چې د هند سره دائمي سوله ټنيګه کړي ٠ د هند نوي صدراعظم مانموهان سينګ وويل دده په مشري د هند نوی حکومت هيله لري چې د پاکستان سره د خپلو اړيکو د ښه کولو دپاره مثبته رويه غوره کړي ٠ په همدې ورځ د هند خارجه وزيرناتوار سينګ په يوه غونډه کې وويل د هند نوی حکومت به د سيملا د موافقتنامې پر اساس د پاکستان سره خپل ديالوګ ته دوام ورکړي ٠