<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-31 16:30:52    
دچين د تاجی چوان استاذی يانګ سونګ چوان .

cri

واورئ استاذ يانګ سونګ چوان سږکال دوه پنځوس کلن دی،خو د واقعی عمر په نسبت ډير ځوان ښکاری .هغه د حه نان ولايت د وين ولسوالی دڅينګ جا ګو په کلی کښی د تاجی چوان په کورنۍ کښی زيږيدلی او په څلور کلنۍ يی له خپل نيکه څينګ ځاو پی څخه د تاجی چوان ورزش زده کړه وکړه . په ابتدايی موده کښی د څينګ کورنۍ د تاجی چوان ورزش يوازی په خپلی کورنۍ کښی کاوه ، نو ځکه لږ خلک په دی ورزش پوهيدل. د وختونو په تيريدو سره د دغی کورنی چينی ورزش ورو ورو په ټولنه کښی خپور شو. د څينګ کورنی د اوږدی مودی په بهير کښی د تاجی چوان دودیاو خپرونی په لاره کښی ګام په ګام ګامونه پورته کړل او د بيلا بيلو سبکونواو ډول ډول ډلو په جوړولو او رامنځ ته کولو يی لاس پوری کړ .

د چين د لرغونی کلتور د خپريدو او د خلکو د روغتيا د ښه والی دپاره استاذ يانګ سونګ چوان نه يوازی دننه په هيواد کښی خلکو ته تاجی چوان ور زه کړ ، بلکه څو څو ځله دتاجی چوان د تدريس کولو دپاره له چين څخه خارج ته هم سفرونه وکړل . هغه په ١٩٩٥ کال کښی د څينګ جا ګو نومی د تاجی چوان د روزنی مرکز تاسيس کړ ، اوس هغه په هره شنبه او يکشنبه کښی د بيجينګ د بی های په پارک کښی خلکو ته تاجی چوان ورزده کوی .استاذ يان خبريال ته وويل د زياتوکلونو نه راهيسی ما د تاجی چوان دورزش د روزنی د کار دپاره کوششونه کړی دی او د تاجی چوان زيات شميرمينان يی روزلی دی چه په دی جمله کښی د امريکی،ايتاليی ، سويډن المان ، فرانسی ، جاپان او نورو هيوادونو چينی ورزش خوښوونکی پکښی شامل دی . اوس په کورسونو کښید ګډون دپاره له شان دونګ ، هو نان ،سی څوان ، شان سی او نورو ولايتونو څخه راغلی يو زر شاګردان شته .چه په دی جمله کښی پنځه .شپږ کلن ماشومان شته او اويا او يا اتيا کلن سپين ږيری او سپين سری هم شامل دی . په دی وروستيو کلونو کښی پاخه عمر لرونکی کسان او ځوانان د تاجی چوان ورزش ډير خوښوی .په تيره بيا تير کال د سارس ناروغی د پښيدو نه وروسته خلک ورو ورو په دی ښه پوه شول چه د انسان ژوند ډير ضعيف او نازک دی ، نو ځکه خپل ژونداو روغتيا ته په ډيره درنه سترګه ګوری ،هغه ځينی ځوانان چه په خارجی تصديو او حکومتی ارګانونو کښی کار کوی ، د ا احساس کوی چه په خپلی اوږی د کار فشارونه ډير زيات دی ، دوی غواړی چه د تاجی چوان د تمرين کولو له لاری ځانونه غښتلی کړی، څو چه يی روغتيا ښه شی ، نو ځکه مخ په زياتيدونکی ځوانان په دغه کتار کښی ځانونه ثبتوی . هر يو تن چه مرکز ته راغلی دی ، د يوی مرحلی او يا نسبتا اوږدی مودی د روزنی او تمرين نه وروسته د بدن او د روغتيا په برخه کښی يی بيلا بيلی ثمری او تجربی لاس ته راوړی دی

استاذ يانګ وويل چه د تاجی چوان د ورزش زده کول زياتی فايدی لری .هغه نه يوازی د خپل وجود د روغتيا دساتنی او د روغتيا د ښه والی رول لری ، بلکه مناسبت طبی ثمرونه هم لری . د خلکو د هاضمی ، اعصابو ،تنفس او تناسلی جهازونو دپاره مثبت تنظيم کوونکی رول لری . ښاغلی وانګ شو سينګ چه په بيجينګ کښی د نظامی ناحيی په لوژيستيکی څانګه کښی کار کوی ، خبريال ته وويل چه زه د قندپه ناروغۍ اخته شوم ،د نوروکسانو په معرفيت ما له استاذ يانګ څخه د تاجی چوان په زده کړی پيل کړی دی ، د يوی مودی د تمريناتو نه وروسته زما روغتيايی حالت ترپخوا نه په ښکاره توګه ښه شوی دی ، ناروغۍ می هم تر کنترول لاندی د ه.

په پای کښی استاذ يانګ وويل د څينګ د کورنۍ تاجی چوان په نړۍ کښی ښه شهرت موندلی دی ،او د ګڼ شمير خلکو ډير خوښيزی . اوس چينی تاجی چوان له چين څخه نړۍ ته داخل شوی دی او د چينايانو او نړيوالو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ پل ګرځيدلی دی ،نن ورځ چينی تاجی چوان په نوی څيره او ځانګړی شکل سره د نړۍ د بيلا بيلو قومونو خلکو ته د چينی ملت غوره عنعنوی کلتور خپروی او د سوسياليزم د اقتصادی سمسورتيا دپاره مثبت رول لوبوی .

 

 .