<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-31 18:41:14    
د مالګې د خوړلو او د غذايي مسموميت د مخنيوۍ په هکله د توجه وړ مسئله

cri

واورئ ټول پوهيږي چه خوراک چه مالګه پکې نه اچوي ، هيڅ خوند نه لري ٠ ويل کيږي چه مالګه د خلکو د ورځني ژوند له پاره ډيره ضروري ده ٠ دلته د مالګې د خوړلو په باب چه تجويزونه شته ٠ ټولو ته معلومه ده چه مالګه نه يوازي د خوراکونو خوند زياتوي ، بلکه د خلکو د بدن د عادي ودې له پاره ښه رول لري ، په تيره بيا د زياتې خولې د تويولو نه وروسته د روغتيا له پاره مالګه ډيره ضروري ده ٠ ځګه د زياتې خولې په تويولو سره په بدن کې مالګې هم کميږي او د مالګې کموالي د صيحت د کمزورتيا سبب ګرزي ٠ نو ويل کيږي چه مالګه تر يوي اندازې پوري د صيحت له پاره ډير مهم ښکاري ٠ مګر د توجه وړ خبره دا ده چه که زياتې مالګې په بدن کې موجودي وي ، هم خطرناک کار دي ٠ د علمي څيړنې د نتيجې څخه ثابته شوې چه که په بدن کې مالګه زياتې وي ، په عين وخت کې زياتې اوبه هم په بدن کې پاتې شي چه په نتيجه کې به د وينې فشار لوړ شي او زړه ته سخت ضرر به ورسوي ٠ نو ځکه خلک باېد زياته مالګه مه خوري ٠ د توجه وړ بله خبره داده چه زمونږ په ژوند کې خوراکونه بيل بيل دي ، خو ځيني خوراکونه سره يوځاي نه شي خوړلي ٠ مثلأ د ځينو خلکو له پاره که عسل ، پياز او اوږه سره يوځاي وخوري ، بس به يي بهيږي او حتي به مسموم شي ٠ دغه راز که څوک شيدې او سبو سره يو ځاي وخوري ، هم به مسموم شي ، همداشان که د پسه غوښه له سرکې سره سره يو ځاي وخوړل شي ، زړه ته به يي ضرر وسوي ٠ البتأ دا د هرچا له پاره نه ده ٠ بله مسئله دا ده چه د دوبي په موسم کې هوا توده ده او په دي موسم کې ډول ډول ميوي او سبځي ډير پيدا کيږي ، دا د خلکو له پاره زيات د خوړلو وړ شيان برابر شوي دي ٠ خو د توجه وړ خبره دا ده چه په دي موسم کې غذايي مسموميت هم کله کله پيښيږي ٠ په دوبي کې د غذايي مسموميت عمده اسباب او اشکال په دي ډول دي ، لومړي د ميکروب له امله رامنځ ته شوي مسموميت عمومأ د جون نه تر سپتمبر پوري ډير پيدا کيږي او مهم علت يي دا دي چه د خوراک د جوړولو په وخت کې لکه غوښې، هګۍ، شيدې ښه نه دي پاخه شوي او پاتې شوي خوراکونه د بيا خوړلو د مخه په اور نه دي تاوده شوي ، نو په نوموړو خوراکونو کې موجود شوي ميکروب نه يوازي نه دي ليري شوي بلکه زيات شوي دي ٠ نو که څوک داسي زيات ميکروب لرونکي خوراکونه وخوري ، خماخا به مسموم شي ٠ دوهم شکل يي د کيمياوي مواد له امله رامنځ ته شوي خوراکي مسموميت دي ٠ له دي امله چه د مضرو حشراتو په ضد او د نباتاتو د ودې له پاره کيمياوي دوا يا کيمياوي سري پر ميوو او سبځيو باندې وشيندل شي ، نو روباندې زهردار مواد پاتې وي ٠ دريم شکل يي دا دي چه د زهر لرونکو نباتاتو دخړولو نه وروسته غذايي مسموميت ، مونږ بايد په دي پوه شوو چه ځيني نباتات په خپله زهر جن مواد لري ، مثلأ خامه لوبيا، هغه کچالو چه تيغنه وهل شوي او هغه عسل چه د زهر دارو ګلانو څخه جوړ شوي ، دغه راز خام سور بانجان ټول زهردار دي ٠ د چڼاسک شوي خوراک خوړل د غذايي مسموميت د رامنځ ته کيدو څلورم سبب وي ٠ مثلأ چڼا سکه شوي ګني سخت زهر لري ٠که څوک په غذايي مسموميت اخته وي ، عمومأ د ګرزون ، استراف ، د نس د دردوالي او بهيدلو علامي پيدا شي ، حتي ځيني سخت ناروغان به بي حس او يا مړه شي ٠ نو دلته دا سوال را پيدا شي چه څنګه د خوراکي مسموميت مخه ونيول شي ؟ زمړنږ په نظر لومړي د ډوډۍ د پخولو په وخت کې خصوصأ غوښې، سبځي، هګۍ، شيدې بايد ښه پاخه شي څو چه موجود مکروبونه ليري شي ٠ دغه راز پاتي شوي خوراک بايد د بيا پخولو نه وروسته وخوړل شي ٠ که بوي يي بد وي ، ويي نه خوري ٠ اوهم ، ځيني سبځي او ميوي د خوړلو نه د مخه دي څو ځله په اوبو کې ومينځي او د ميوو پوستکې دي ليري شي ٠ بايد دي ته متوجه شي چه ځيني خلک دا عادت لري چه مڼۍ، ناک ، شفتالو او نوري ميوي د پوستکي سره يو ځاي خوري ، دوي نه پوهيږي چه د ميوو يا سبځيو پرپوستکي باندې د حشراتو په ضد دارو موجود دي ، دغه دارو د انسان په بدن کې ورو ورو پاتي کيږي او د انسان عصباني سيستم او د ځګر طاقت ته ضرر رسوي ٠ د خوراکي مسموميت د مخنيوي له پاره هم بايد چڼاسکه شوي خوراکونه مه خوري ٠