<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-01 21:12:51    
جمهوررييس مشرف د هند له پخوانی صدراعظم واجپايی سره تيلفونی خبرې وکړې

cri

د چين د بين المللی راډيود خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس مشرف د می په ٣١نيټه د تيلفون له لاري د هند له پخوانی صدراعظم واجپايی څخه هيله وکړه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوله ايز بهير د پرمخبيولو لپاره په مداومه توګه خپل رول ولوبوي .

 د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ رشيد په همدي ورځ وويل چه مشرف د تيلفونی خبرو په ترڅ کی د واجپايي د هغو هلوځلو لوړه قدردانی وکړه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د موجودو ستونزو د ليري کولو په برخه کی يي کړی دی . دواړو خواوو په تيلفونی خبرو کی د سوله ايز بهير د پرله پسی پرمخبيولو په ضرورت باندي ټينګار وکړ او دا نظريه يي څرګنده کړه چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د ديالوګ په ګټه رامنځ ته شوي فضا بايد وساتل شي او هند او پاکستان بايد د دوستانه فضا د خرابولو کومه خبره ونه کړي . دغه شان دواړه خواوی بايدد باهمی اعتماد د ټينګتيا په هکله د تدبيرونود نيولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي .