د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د روانې مياشتي په يو ديرشمه نيټه په کراچي کي د شعيه ګانو په يو جومات کې د بم يوه چاودنه وشوه چه لږ تر لږه پنځلس تنه مړه او نور ديرش تنه ټپيان شول ٠ د پاکستان د جي پي او تيلويزيونې سټيشن د خبر لمخې د چاودنې په وخت کي په جومات کي لمونځ کوونکې ډير وو او د جومات په شاوخوا کي ودانۍ هم تر بيلې بيلې اندازې پوري ويجاړې شوې ٠ د پاکستان جمهوررييس مشرف او صدراعظم جمالي په همدي ورځ ددې پيښې غندنه وکړه او و يي ويل چه د مشابه دهشت کوونکو پيښو د مخنيوي دپاره به لازم تدبيرونه غوره کړي څو چه په کراچي کي اجتماعي أرامتيا اعاده کړي ٠د روانې مياشتې په ديرشمه نيټه په کراچي کې د سنيانو مشر نظام الدين شمزی د وسله والو کسانو لخوا ووژل شو چه په دي وجه د شعيه ګانو او سنيانو ترمنځ شخړې شديدې شويدي ٠