<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-01 21:53:09    
موقتي ميندو له سل ګونو غريبو ماشومانو سره مرسته کړيده

cri

د چين د خه نان ولايت د سيسيا په ولسوالي کی يوه خاصه ډله شته چه غړي يي هم د ولسوالی د حکومتي ارګانونو له مامورينو او هم د صنعتګرانو او پوليسانو څخه عبارت دي ٠ دوي که څه هم د ټولنې په مختلفو حلقو پوري اړه لري ، خو د غريبو ماشومانو سره د مرستی په غرض يو ځاي راټول شوي او د موقتي ميندو دنده يي په غاړه اخيستی ده ٠ د زياتو کلونو راهيسي ، د محلي مختلفو درجو د ښځو د اتحاديو له لاري ، دغو موقتي ميندو په عمومي توګه له ٧ سوو تنو غريبو ماشومانو سره چه د غربت له امله له درس لوستلو نه بي برخي شوي يا درس لوستل يي ځنډيدلي مرسته کړی او په دي توګه دوي بيرته ښوونځيو ته ستانه شويدي ٠

د سيسياولسوالي يوه غريبه غرني سيمه ده او هر کال په دی ولسوالی کی د نويو غريبو ماشومانو شمير زياتيږي چه د زده کړی او درس لوستلو څخه د بي برخه کيدو له خطر سره مخامخ دي ٠ په ١٩٩٦ کال کی ، ددې ولسوالی د ښځو اتحاديي د موقتي ميندو په نامه فعاليت راپارولی چه مقصد يي له غريبو ماشومانو سره مرسته کول دي چه بيا ښوونځيو ته ستانه شي چه د نوموړي فعاليت د بلنې پر اساس بايد د حکومتي ارګانونو مامورين او صنعتګران هر يو له يوه يا دوو غريبو ماشومانو سره مرسته وکړی ٠ علاوه پر دی ، د

مختلفو درجو د ښځو اتحاديو هم د تود لين د تيلفونونو د پرانيستلو له لاري د

موقتي ميندو او غريبو ماشومانو تر منځ تماس نيولی دی ٠ د ولسوالی د ښځو د اتحاديي رييسی ميرمنی جين ماي چين د مربوطو کارکوونکو په مشری د څه د پاسه دوو مياشتو لپاره د ولسوالی په ٢ سوو کليو کی پلټنه وکړه او په انترنيت کی يي د غريبو ماشومانو سره د مرستی لپاره يوه خاصه پاڼه پرانيستله ٠ ددی پاڼې د پرانيستلو نه وروسته ، حتي د چين د مرکز بيجينګ او نورو ښارونو اوسيدونکو هم د انترنيت له لاري د سيسيا ولسوالی غريبو ماشومانو ته زياته پاملرنه اړولي ده ٠

د اتو کالو راهيسی ، د سيسيا ولسوالی موقتي ميندو په وار سره د ٦٧٨ تنو غريبو ماشومانو سره مرسته کړی ، دوي ته يي د ٣ لکو ٢٠ زرو ژن مين بي يونو په اندازه درسي فيسونه او د ٧٩ زرو يونو په ارزښت درسي لوازم ور کړيدي ٠ ځينو غريبو ماشومانو د موقتي ميندو په مرسته په سالم ډول ٩ کلن اجباري تعليم سر ته رسولي او ځينو يي هم مشهورو عالي منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو ته داخل شويدي ٠

اوس د چين د خيلونجيانګ ولايت په مرکز خربين ښار کی د ميندو سره مرسته کوونکي يوه نوي حرفه او د زياتو والدينو له خوا د هرکلي وړ ګرځيدلي ده ٠

دغه دنده اکثرأ د تجربه لرونکو متقاعدو ښوونکو له خوا په غاړه اخيستل کيږي ٠ د ميندو سره مرسته کوونکی وانګ ګه وويل چه زمونږ عمده کار دا دی چه د اولادونو ، والدينو او ښوونکو دريواړو تر منځ د تماس د نيولو له لاری ، د اولادونو د ودې په بهير کی راز راز پرابلمونه حلوو څو چه اولادونه په سالم او خوشحاله توګه وده وکړي ٠ که د والدينو تعليمي طريقه سمه نه وی ، مونږ هم د تعليمي طريقو په اصلاح کولو کی ددوی سره مرسته کوو ٠

د خربين د دارالمعلمين د تعليمي څانګی پروفيسور وانګ فونګ چوو دا نظر څرګند کړ چه په چين کی عنعنوي کورني تعليمي طريقه دا ده چه پلرونه او ميندې د تجربو سره سم د اولادونو روزنه کوي ، خو ښکاره ده چه دغه طريقه واقعي غوښتنې نه شي رفع کولي ٠ د ميندو سره مرسته کول د کورني تعليم يو نوي شکل دی او د عنعنوي کورني تعليم دپاره يوه لاره ګڼل کيږي ٠