<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-01 22:12:10    
د م م امنيتي شورا په وسله والو کشالو کی د ماشومانو د ساتنې پريکړه تصويبه کړه

cri

د م م امنيتي شورا د اپريل په ٢٢ مه نيټه په اتفاق سره يوه فيصله تصويبه کړه او په وسله والو کشالو کی د ماشومانو عسکرو د استخدام ، د ماشومانو سره د بي رحمانه ظلم او په ماشومانو باندی د جنسي تيري کولو ناوړه کړه وړه يي سخت وغندل اود م م له سرمنشی کوفي انان څخه يي غوښتنه وکړه چه په درو مياشتو کی د بينالمللي قوانينو په خلاف د دغو ناوړو کړو وړو د نظارت او څيړنې په باب يو مکمل ميکانيزم جوړ کړی ٠

په فيصله کی دی ته اشاره شوي چه په وسله والو کشالو کی د ١٨ کالو نه د کم عمرلرونکو ماشومانو استخدام د ماشومانو د حقوقو د تړون په خلاف دی او د بينلمللي جنايي محکمې په مادو کی د جنګي جنايت په توګه ټاکل شويدی ٠ددې فيصلې له مخي به انان د نظارت کولو د ميکانيزم له لارې چه ژر به جوړ شي ، په ټاکلي وخت کی امنيتي شورا ته د ماشومانو عسکرو د استخدام او په کشالو کی د ماشومانو په حقوقو باندی د تيري په باب صحيح اطلاعات برابر کړی څو چه امنيتي شورا د نوموړی عمل په مقابل کی ګامونه پورته کړی ٠

فيصلې هم د کانګو ، سومالی او لايبريا له وسله والو ډلو ټپلو نه غوښتنه وکړه چه له م م سره همکاري وکړی او په درو مياشتو کی د ماشومانو عسکرو د استخدام نه د لاس اخيستلو په باب پلان وړاندی کړي ٠که داسي نه وي ،امنيتي شورا به په دغو ډلو ټپلو باندی د وسلو بنديز ولګوي يا ددوی سره نظامي مرسته بنده کړی ٠

دغه فيصله د فرانسي له خوا د ګردې کرې د ماشومانو عسکرو د حالت په باب د هغه رپوټ له مخی چه انان د روان کال په سر کی امنيتي شورا ته وسپاره وړاندی شوی ده ٠انان په رپوټ کی ويلي چه د کانګواو نورو هيوادو په وسله والو کشالو کی د ماشومانو عسکرو د استخدام ، د ماشومانو د بې رحمانه ظلم او په ماشومانو باندی د جنسي تيري کولو زيات مظاهر موجود دي