<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-02 17:15:45    
د لويديځ چين د ګه بي صحرا په شنه وچه کي د خلکو ژوند

cri
د سين جيان د ويغوري قوم خودمختاره سيمه د چين په لويديځه سرحدي سيمه کي واقع ده چي مساحت يي د هيواد له عمومي مساحت نه يو په شپږمه برخه نيسي ، خو د تاسف وړ خبره دا ده چي په دي سيمه کي صحرايي مساحت هم ډير زيات دي او د ټول هيواد د عمومي صحرايي مساحت نه په سلو کي شپينه برخه نيسي ،خو د ډيرو کالو نه راهيسي دڅو نسلونو د کوششونو له لاري اوس په دي سيمه کي شين رنګ او ښکلي ښارونه يو دبل پسي جوړ شوي چي له دي نه د شه حه ځي په نامه ښکلي ښار چي په دي سيمه کي د ګه بي صحرا د ملغرې په توګه نوميږي ډير مشهور او د ليدو وړ دي ٠ ښاغلي پاتريک واليس او دده ميرمن تير کال د کار له پاره له امريکي نه شه حه ځي ښار ته راغلي دي ، او په يو پوهنتون کي د استاذ په توګه کار کوي ، سره له دي چي په دي ښار کي د دوي د کار وخت دومره اوږد نه دي ، مګر دوي دواړه له دي ښار سره ډيره مينه لري او له دي ښار سره يي ژور احساسات راپيدا کړی دی٠ ښاغلي واليس خبريال ته وويل چي دا يو له شين رنګ څخه ډک ښار دي ، د ښار په هر ځاي کي شنه بوټي او وني ليدل کيږي ، هوا يي صفا او پاکه ده ، په دوبي کي يي اسمان شين او په ژمي کي واوري ټوله سيمه سپينه کړي وي ، نو ډير غواړم چي په دي ښار کي ژوند وکړم ٠ اوس د شه حه ځي ښار شاوخوا سيمي د شګي د مخنيوي د ځنګلونو له خوا محاصره شوي ، په څلور سوو شپيتو مربع کيلو مترو ښاري سمه کي په سلو کي څلويښت برخه په بوټو او ونو پوښل شوي ده چي دا د چين په شمال لويديځو ښارونو کي ډير لږ ليدل کيږي ٠ ددي ښار د اوسيدونکو د څرګندونو له مخي په څلورو فصلونو کي په دي ښار کي شين رنګ ، تازه ګلان او خوږي ميوي پيدا کيږي ٠ په دوه زريم کال کي دغه ښار د ديتبايس د اوسيدونکي چاپريال د ښه والي په هکله د ملګرو ملتو جايزي اخيستي او د ښي بيلګي وياړ يي تر لاسه کړی دی٠ دغه راز په دوه زره دوهم کال کي دغه ښار هم د چين د ښار بڼ په توګه انتخاب شوی دی٠ خو څه د پاسه پنځوس کاله مخکي دغه ښار بيخي يو بل ښار و چي د شګو د سيمي په نامه ياديده ، د دغه ښار اوسيدونکي وايي په هغه وخت کي په دي ځاي کي ډبري د با د په لګيدو سره په شګو بدلي شوي ٠ د شه حه ځي ښار دسمسورولو د کميټي د دفتر مرستيال ژان باي يوي وويل دا چي شه حه ځي د باد لرونکي سيمي څخه په يوه ښاري بڼ بدلون موندلي دي ٠ بلکل ددغه ښار د څو نسلونو کوششونو او د محلي حکومت دزيات ملاتړ نتيجه ده ٠ ښاغلي ژان وويل چي په تيره پنځمه لسيزه کي زاړه نسل د شګي دمخنيوي او د ژوند د چاپيريال د اصلاحاتو غوښتنه وړاندي کړه،په دي اساس په تيره شپږمه ، اتمه او نهمه لسيزه کي په جلا جلا توګه د شين رنګ ښار د ودانولو ، د ايکالوژيکي ښار د جوړيدو او د ښاري بڼ په بڼه د ښار د ابادلو اهداف وړاندي شوي دي ٠ د شه حه ځي ښار د سمسورولو د څه د پاسه پنځوسو کالو نه راهيسي محلي حکومت د پالسيو او ماليي په برخو کي پوره ملاتړ او زياتي مرستې برابري کړي او يو لړ جدي تدبيرونه يي طرح کړي دي ٠ په دي وروستيو دوو کالو کي محلي حکومت په دي ښار کي د ونود ښوالي ، دښار د باغونو او چمنونو د ساتني او د اړوندو پرسنلو د روزني له پاره دري سوه مليونه ژن مين بي يوانه پيسي اچولي دي ٠ اوس په دي ښار کي د ونو د نيالګيو کيښودل ، د ښار سمسورول او ښکلي کول د محلي خلکو په واقيعي او ريښتيانيو دندو کي شميرل کيږي ٠ د دغه ښار د ښاري بڼ ګرځنده کارکونکي ښاغلي چن چوان ون وويل چي ددي ښار ښاريان ټول د ښار د پاعونو د ساتني ټينګه ايډيالوژي لري مثلا په دي ښار کي يو د مڼود ونو واټ شته چي د ميوي د پخيدو په موسم کي هيڅوک مڼي نه شکوي ٠ دلته خلک له خپل ښار سره ډيره مينه لري ٠ سيپين سري ميرمن چيان مي پنګ شپيته کلنه ده او په دي ښار کي يي نژدي د څلويښتو کالو له پاره ژوند کړی دی ، هغي وويل چي په شه حه ځي ښار کي ستر بدلون رامنځ ته شوي ، پخوا دا سيمه ډيره ګډوډه او سړک نه و ، خو اوس بيحي بدله شوي ده ، د ودانولو له لاري منظره او چاپيريال يي ډير ښه شوي دي ٠ اوس د لويديځ چين دغه ښار د خپلي ښکلي منظري او غوره چاپيريال په وسيله له نورو ځايونو نه راغلي زيات خلک ځان ته راجلب کړي دي چي په دي جمله کي يو شمير بهرنيان هم شاملي دي ٠