<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-03 18:22:10    
واورئ زاړه کسان او د دوي د کورنيو وړوکی حيوانات

cri

اوس په چين کې د اقتصاد په چټګې پرمختيا سره زمړنږ په ټولنه کې يو زيات شمير داسي سپين ږيري او سپين سر ليدل کيږي چه په ځانګړي توګه او له خپلو اولانونو نه جلا جلا ژوند کوي ٠ د اړوندو معلوماتو له مخې اوس د چين په ښارونو کې دغسي کورنې چه يوازي زاړه کسان پکې ژوند کوي ، په سلو کې له ديرش نه زيات دي ٠ په بيجينګ ښار او د دغه ښار په شاوخواو کليو کې نژدي يو مليون اوه لکه تنه زاړه کسان په ځانګړي ډول ژوند کوي ٠ نو د يوازيتوب او تنهايي له امله يو شمير زاړه کسان په بيلا بيلو ناروغيو اخته شوي دي ٠ خو په دي وروستيو کلونو کې داسي حالت رامنځ ته شوي چه مخ په زياتيدونکي زاړه کسان د وړوکو حيواناتو لکه سپي ، پيشواو مرغانو د روزنې او ساتنې له لاري د خپل رواني او کورنې ژوند هوسا کوي ٠

سپين ږيري چن جي ګو يو تقاعد شوي پروفسر دي او سږکال دري اويا کلن دي ، هغه وويل چه زه او زما ښځه يو کوچيني سپي لکه د خپل اولاد په شان ساتنو او روزنه کوو ، له دي امله چه زمونږ اولادونه ډير مصروف دي او د کال په اږدو کې هغوي لږ وينو ، نو په کور کې مو ډيره تنهايي او يوازيتوب احسا س کړ ، حتي ميرمن مي د يو څه وخت له پاره په سختې رواني ناروغۍ اخته شوه ، که څه هم ډيره درملنه يي وکړه ، مګر په پوره توګه جوړه نه شوه ٠ خو د دغه سپي د روزنې او ساتنې نه وروسته رواني حالت او روغتيا يي ورځ په ورځ ښه شوي او اوس زما د ښځي رواني ناروغۍ په پوره توګه له منځه تللې ده ٠ بل مثال دا دي چه يو ي سپين سري له دي امله چه خاوند يي مړ شو ، نو ډيره غمجن شوه ، خو وروسته يي له خپل دوست نه يو ښکلي سپي ترلاسه کړ ، د هغې په ژوند کې دغه سپي تر ټولو نه وفادار دوست ګرزيدلي دي ، د هغې زړه هم ورو ورو له غمونو څخه خلاص شوي دي ٠ د اړوندې پلټنې له مخې د هغو سپين ږيرو او سپين سرو له پاره چه په ځانګړي او له اولادونو څخه جلا جلا ژوند کوي ، تل د ماليخوليا ، خفګان او بي خوبۍ په ناروغيو اخته کيږي ٠ خو له هغو زړو کسانو نه چه په کور کې سپي يا پيشو ساتي او روزي ، نوموړي ناروغان ډير لږ ليدل کيږي ٠ د بهرنيو اړوندو کارپوهانو د څيړنې له مخې د عزيزو وړوکو حيوانانو روزنه او ساتنه د خلکو ترمنځ د روابطو د نژديوالي ، د ځانګړي د خپلواک ژوند د لياقت د اوچتيدو ، حتي د وينې د لوړ فشار د ټيټوالي او په وينه کې د کلسترول د کموالي له پاره ډيره ګټوره ده ٠ د بيجينګ د ښوونې او روزنې د پوهنتون په اړه د روان پوهني د پوهنځي پروفيسر وويل چه ولې کورني وړوکي سپي يا پيشو پر زړو کسانو باندې دومره زياته اغيزه لري ؟ ځکه په ټولنيز ژوند کې هر څوک دي ته اړتيا لري چه د نورو پاملرنې وکړي او يا د نورو تر پاملرنې لاندې راشي ٠ او له دي لاري د ژوند بيلا بيل فشارونه او د ژوند د بدلونونو له امله رامنځته شوي بيلا بيل منفي اغيزې کميداي شي ٠

اوس د اروپا ، شمالي امريکې او استراليا له نيمې نه په زياترو کورنيو کې لږ تر لږه يوډول کورني حيوان روزل او ساتل کيږي او نوموړي حيوانات د خپل کورنې عړي په توګه ګڼي ٠ په چين کې په دي وروستيو کلونو کې هغه خلک هم مخ په زياتيدو دي چه وړوکې حيوانات روزي او ساتنه ييکوي چه په دي بهير کې وړوکي سپي او پيشو ډير زيات دي ٠ نن ورځ د چين د خلکو د ژوندانه د سويي په اوچتيدو ، د وګړو د منځني عمر په اوږدوالي او دزيږيدو د ميزان په ټيټوالي سره هغه زاړه کسان به مخ په زياتيدو وي چه په ځانګړي او له اولادونو څخه جلا جلا ژوند کوي ٠ د اټکل له مخي تر دوه زره لسم کاله پوري به نوموړي کورنې په سلو کي اتيا ته زياتي شي ٠ نو دا چه په څرنګه ډول د نوموړو زړو کسانو ستونزې ليري شي او د دوي اړتياوي رفع شي ، د ډيرو هيوادونو له پاره د زياتې توجه وړ ټولنيزې مسئلې ګرزيدلي دي ٠ بايد وويل شي چه ددي مسئلي حلو فصل دټولنې د مختلفو خواوو زياتې پاملرنې او ملاتړ ته اړتيا لري