وانګ –اوس به د خپرونې په دوهمه برخه يعنی د اوريدونکو پوښتنی ته د ځواب په خپرولو پيل وکړو ٠
رمز – مهربانی وکړی د ځان او نورو ويندويانو په هکله لنډ معلومات وړاندی کړی !
وانګ – څه دپاسه ٣٠ کاله مخکښی د چين د ولسي جمهوريت لومړی صدراعظم
فقيد چوينلای هدايت ورکړ چه مونږ بايد د اسيا – افريقی او لاتينی امريکی د ټولو هيوادونو او سيمو د خلکو سره د ورورګلوی دوستی او نيک روابط ټينګ کړو ، د هغه د لارښوونی سره سم د چين حکومت څو تنه چينايی محصلين د پښتو ژبی د زده کړی دپاره افغانستان ته وروليږل ٠ ښاغلی دونګ جين بانګ او فونګ ګو تای له دغو محصلينو څخه وو ٠ دوی دواړه دکابل له پوهنتون نه د فاريغيدو نه وروسته بيرته وطن ته راغلل او د استازانو په حيث چينايی محصلينو ته پښتو ژبه ورزده کړه ٠په ١٩٦٣او ١٩٦٤ کال کښی يو شمير چينايی محصلينو چه د چين د بينالمللی راډيو د
پښتو څانګی چينايی کارکوونکی هم پکښی شامل وو د بيجنګ په برودکاسټينګ پوهنځی کښی د پښتو ژبی په زده کړی پيل وکړ او وروسته ښوونکی او زده کوونکی يو ځای د چين په بينالمللی راډيو کښی د پښتو خپرونی د تدارکاتو دپاره زياتی هلی ځلی وکړی ٠ د ١٩٧٣ م کال د جولای په ١٥مه نيټه د چين د بينالمللی راډيو پښتو خپرونه په رسميت سره پيل شوه٠په هغه وخت کښی مونږ ١٢تنه کارکوونکی دومره خوشحاله وو چه په خپلو جامو کښی نه ځائيدلو ٠ ځکه چه د صدراعظم چوينلای هيله زمونږ په کوشش ترسره شوه او مونږ ته دا ميدان برابر شوی و چه سر له همدی ورځی نه به د افغانستان او پاکستان له خلکو سره دچين د خلکو د دوستۍ او نيک ګاونډيتوب د پياوړتيا دپاره خدمات سر ته ورسوو ٠
د راډيو لارښوونکو مشرانو د پښتو خپرونی ته زيات پام واړوه او په وار سره يی پښتوکارپوهان مونږ ته راوبلل ٠ مثلاٌ بسم الله – اڅګزی – انتظإر – مسعود مجروح او عبيدالله اسد په شمول پښتوکارپوهانو د چين د پښتو خپرونی د ښه والی دپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه کړی او زمونږ سره يی ژوره دوستی هم ټينګه کړی ده ٠ نو ددوی نومونه تل زمونږ په ياد کښی ښه ساتل کيږی ٠ تر اوسه پوری څه دپاسه ٣٠ کاله تير شول چه زمونږ د پښتو څانګی کارکوونکو د پښتو خپرونی د پرمختګ دپاره کوششونه کړی او د خپلی ځوانۍ خوږی شپی ورځی مو د پښتو خپرونی او په ډيره مينه پښتنو وروڼو او خويندو ته د هغو دوړاندی کولو دپاره تيری کړی دی ٠ اوس د چين د بينالمللی راډيو پښتو خپرونه د لری او بری پښتونخوا په ګوټ ګوټ کښی
اوريدل کيږی چه ورته دټولو پښتنو سيمو نه د مينی او محبت د خوږو ليکونو لړۍ راروانه ده اوس په کال کښی ٧ او يا ٨ زره ليکونه د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګی ته رارسيږی ٠ که څه هم ښاغلی دونګ جنګ بانګ او فو ګوه تای د عمر له لحاظه متقاعد شوی خو دوی بيا هم زمونږ خپرونی ته ډيره توجه کوی ٠ په تيره بيا ښاغلی فونګ ګوه تای زمونږ څانګی ته بيا رابلل شوی او د پښتو خپرونی د لا بډايتوب دپاره د ځوانۍ په همدغه قوت کار کوی ٠ اوس د پښتو په څانګه کښی ٨ تنه چينايی کارکوونکی او يو تن پښتو کارپوه رمز صاحب شته چه د يو سړی ٣ ميرمنو په شمول ٤ تنه چينايان نطإقان دی دوی ټول د څه دپاسه ٣٠ کاله پخوا د بيجنګ د برودکاسټينګ په پوهنځی کښی پښتو ژبه زده کړی ده ٠