<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-06-05 21:15:30    
په چين کی د نړيوالو ښکلو پيغلو د ټاکلو لپاره د فاينلې مسابقې نتيجه معلومه شوه

cri

 

د اپريل په ٢٨ مه نيټه ماښام د چين د يون نان ولايت په مرکز کون مينګ ښار کي پای ته ورسيده ٠ د چين د مرکز بيجينګ ٢٣ کلنې پيغلې جانګ مونګ قهرماني وګټله څو چه دنړيوالو ښکلو پيغلو د ټاکلو لپاره په عمومي فاينله مسابقه کی چه د روان کال د جون په مياشت کی به په ايکوادور کی جوړه شي ګډون وکړی ٠

په عمومي توګه ٤٦ تنو ښکلو پيغلود اپريل په ٢٨ مه نيټه ماښام د کون مينګ په ښار کی په عمومي فاينله مسابقه کی ګډون وکړ ٠دوي په وارسره د لامبو وهلو د جامو، د رسمي لباسونو ، د بي کاره جامو او ملي لباسونو په اغوستلو سره ځانونه ښودلي او ځای پر ځاي يي د انتخابي کميټې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړيدي ٠ د بيجينګ پيغلې جانګ مونګ بالاخره له ٤٦ تنو پيغلو نه بريالي وتلي ده ٠ د ٢٣ کلنې جانګ مونګ د ونې جګوالی ١٧٤ سانتي متره دی او د استراليا له يوه مشهور پوهنتون څخه فارغه شويده ٠

دغه لويه مسابقه د چين د يون نان ولايت د تلويزيونی ستيشين او د تانګ لونګ په نامه د مطبوعاتي ذرايعو د بينامللي ګروپ له خوا په ګډه سره جوړه شوي وه ٠ مخکی له دی نه ، په مسابقه کی ګډون کونکو پيغلو د يون نان ولايت په زياتو منظره لرونکو ځايونو کی د څه د پاسه لسو ورځو لپاره په بهرنيو فعاليتونو کی ګډون وکړ څو چه په پوره توګه خپل بيلا بيل مهارتونه وښيي ٠

د ګردې کرې د ښکلو پيغلو د ټاکلو لپاره لويه مسابقه ، د نړۍ د ښکلو پيغلو د ټاکلولپاره لويه مسابقه او دنړيوالو ښکلو پيغلو د ټاکلولپاره لويه مسابقه د نړۍ په درجه د ښکلو پيغلو د ټاکلو لپاره دري لويي مسابقې بلل کيږي ٠ د دغو درو لويو مسابقو د جوړيدو مقصد دا دی چه د ګردی کرې له پيغلو سره مرسته وکړي چه خپلې ارزوګانې ترسره کړي او د خپلو چارو ، ژوند او خوي خصلت انکشاف پرمخبوزی اود ښکلا ، عقل او مينه ناک زړه درلودل د قضاوت معيار ګڼل کيږی ٠ تر اوسه پوري په کامياب ډول د ٥١ دورو مسابقې جوړي شويدي